(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسلام اباد کی بمې چادونه، ګڼ شمېر خلک مړه او ژوبل

[20.Sep.2008 - 15:41] وی او ای20.09.2008: د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په ماریوت هوټل کې چاودنه شوې ده. د کورنیو چارو وزارت د ۳۰ کسانو د مرګ پخلی کړی دی. د پاکستان پایه تخت اسلام اباد کې یوه زوروره بمي چاودنه شوې ده چې د کورنیو چارو وزارت د70 کسانو د مرګ پخلی کړی دی او تر دوه سوو زیات کسان ژوبل شوي دي. د اطلاعاتو تر مخه یو ځانمرګي برید کونکي اسلام اباد کې د پارلمان سره نزدې میریټ هوټل دروازې سره د بارودو ډک ګاډې جنګولې دی. د چاودني له امله د ګيس نل ليكي ته هم زيان رسېدلى چي اوس يې هم د سوځېدو له امله لمبې پورته كیږي. د چاودنې غږ تر لری لری پوری اوریدل شوی دی بلخوا شمالي وزيرستان کې بنو ته په غځيدلې لويه لاره دامنيتي ځواکونو په يو کاروان ځانمرګي بريد شوى دى چې له امله يې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمېر ژوبل شوي دي. دغه بريد نن دخالي په ورځ دميرانشاه څخه پينځه کلو ميټره لرې بنو ته په غځيدلې لويه لاره دعيسي په نوم امنيتي پوستې سره نزدې هاغه مهال وکړل شو چې دامنيتي ځواکونو کاروان دبنو څخه ميرانشاه ته روان ؤ. ځان وژونکي دبارودو څخه ډک ګاډى دپوځي قافلې سره ټکر کړو چې له امله يې ٢ پوځي ګاډي تباه شول. پاکستان پوځ د برید پخلې کړی دی. د پوځ ویاند میجر مراد خان ډیوه ریډیو ته ویلي په برید کې درې عسکر و درې ملکي کسان وژل شوي دي او پنځه عسکر ژوبل شوي دي. آزادې سرچینې وایي په دغه برید کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي. سرچينې وايي په تباه شوؤ ګاډو کې د٢� ؤ څخه زيات پوځيان ناست وؤ، چې پکې ١� پوځيان اؤ ٢ عام وګړي وژل شوي دي. په پيښه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان دهيلي کاپټرو له لارې بنو ته رسول شوي دي. امنيتي ځواکونو سيمه پخپله ګيره کې اخستې اؤ دبنو اؤ ميرانشاه لويه لاره دتګ راتګ څخه تړل شوې ده. بلخوا باجوړ ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو دعملياتو په مهال ١� نور جنګيالي وژلي دي. امنيتي ځواکونو د باجوړ ايجنسۍ مرکز خار، ناوګئ اؤ ماموند کې دتندلارو په سنګرونو دهوا څخه ګولۍ وورولې چې له امله يې دجنګياليو ګڼ سنګرونه له مينځه يوړل شول. سرچينې وايي دماموندو په سيمه تني کې دجنګياليو يو ګاډى وويشتل شو چې په هغې کې ٥ جنګيالي وژل شوي دي. همدغه راز دګوله بارۍ له امله په ډمه ډوله کې ٢ اؤ په رشکئ کې ٣ تندلاري وژل شوي دي. په باجوړ کې دتيرو څو اوونيو راهسې په روانو عملياتو کې د٥� � ؤ څخه زيات تندلاري وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي. په سيمه کې دروانو نښتو له امله په لکونو کورنۍ دباجوړ څخه وتلي اؤ خوندي سيمو کې يې پناه اخستې ده. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته