(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زرداری وویل د پښتنو دصوبی نوم دی یپښتونخوا ته واړول شي

[20.Sep.2008 - 21:24] دپاکستان جمهوررئيس ښاغلی اصف علي زرداري نن په 20.09.2008 نیټه د خالی (شنبی) په ورځ دپارلمان ګډې غونډې( ولسي جرګې او مشرانو جرګې) ته پخپله لومړۍ وينا کې په حکومت غږ وکړو چې قانون دې بدل شي او د سرحد ايالت نوم دې پښتونخواPakhtunkhwa ته واړول شي . دا لومړۍ ځل دی چې د پاکستان جمهوررئیس د پښتونخوا د نوم کېښودو وړاندیز کړی دی. پښتون ملت پاله ګوندونه د پخوا راهسې غوښتنه کوی چې د صوبه سرحد نوم دی پښتونخواPakhtoonkhwa شي. د عوامي نیشنل پارټۍ ANP مشر ښاغلی اسفندیار ولی خان د جمهوررئیس زرداري وړاندیز وستايه د خوشحالی څرګندونه یی وکړه او ويې ويل چې پخوانۍ غوښتنه يې بالاخر ومنل شوه . عوامي نیشنل ګوندANP په ځانګړۍ توګه او دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ PkMAPپه عمومي توګه " پښتونخوا "Pashtoonkhwa نوم د کلونو راهسې د سیاست په میدان غواړی. دواړو ګوندونو څو ځله د کالاباغ ډیم د نه جوړیدو او صوبی نوم پښتونخوا کېښودو لپاره د پاکستان د غټو سیاسي ګوندونو سره ائتلافونه کړي دي خو اکثره ناکامه شوي دي. دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party PSDP د ښاغلی زرداری ددی وړاندیز او پریکړی پوره قدردانی او ستاینه کوی de Pakhtano de sobi nom di Pakhtoonkhwa ta warawal shi President Asif Ali Zardari- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته