(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ويښ ځوانانو د سولې د نړيوالی ورځی په مناسبت لاريونونه ترسره کړل

[21.Sep.2008 - 20:54] ويښ ځوانانو د سولې د نړيوالی ورځی په موخه په كابل ،پكتيا،خوست، كونړ،ننگرهار، غزني، كندهار، بلخ، كندوز، وردگ ، مردان، دير، المان،هالند، تركيه، انگلستان، كاناډا، نيو يارك او دنړئ په نورو بېلابېلو هیوادونو سربیره دهیواد دننه هم په نورو بیلابیلوسیمو کي سوله ایز لاريونونه ترسره کړی دي ،. د ملګرو ملتونو په نوم د ويښ ځوانانو پريکړه ليک

یوویشتم سيپتمبر د ملګرو ملتونو له خوا په ټوله نړۍ كې د سولې د نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې، څو د نړۍ ټول وګړي په يو غږ د سولې په نوم شخړو او دښمنيو ته د پاى ټكى كېږدي. ويښ ځوانانو په همدې موخه د سولې په نړيواله ورځ د يو ستر سوله ييز لاريون تابيا كړې، چې په افغانستان كې د سولې راوستو په هيله، دوې سترې او پر ځاى غوښتنې كوي: ١- افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي. ٢ - 2010 كال دې د باچا خان په نوم ونومول شي.
موږ د يادو شويو غوښتنو د عملي كولو لپاره په لاندې ډول د خپل سوله ييز لاريون پرېكړه ليك وړاندې كوو. 1- افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي • څرنګه چې بهرني ځواکونه افغانستان ته د سولې په نامه راغلي ، موږ له دوی څخه غوښتنه کوو چې ، له ټولو هغوکړنو څخه چې په هغې کې د ملکي وګړو د وژنو او نورو زيانونو ګواښ وي ، په کلکه ډډه وکړي او د افغان ولس د اسلامي او کلتوري ارزښتونو درناوی وکړي . • له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كوو چې په افغانستان كې د هر ډول بهرنيو لاس وهنو مخنيوى وكړي او پر داسې يوه طرح كار وكړي چې له مخې يې د افغانستان د سياسي، امنيتي او اقتصادي چارو واك په رښتيني توګه افغان ولس ته وركړل شي. • په افغانستان كې دجګړې له ټولوښكېلو اړخونو څخه غوښتنه كوو چې د ستونزو د حل لپاره د جګړې پر ځاى د سولې لاره غوره كړي ، سمدستي دې اوربند اعلان كړي او د سولې يوې داسې جرګې ته ، چې په جنګ كې دټولو ښكېلو اړخونو استازيتوب وكړاى شي، د روغې جوړې واک ورکړي. • له افغان ولس څخه زموږ هيله داده ،چې د سولې لپاره يو بل ته لاسونه وركړي او جګړې، جګړه مارانو او بهرنيو لاس وهنو ته په يوه غږ نه ووايي . 2- 2010 كال دې د باچا خان په نوم ونومول شي افغانان په دوديزډول سوله غوښتونکي خلک دي،خو له بده مرغه دادرې لسيزې په بېلابېلو نومونو جګړه پرې تپل شوې ده . موږ د خپل هېواد په تاريخ كې د فخر افغان خان عبدالغفار خان (باچاحان)په څېرداسې سترې سوله ييزې نړيوالې څېرې لرو چې ټول ژوند يې د سولې لپاره مبارزه كړې ده. باچاخان د تېرې سليزې په لومړيو كې د ټول انسانيت لپاره د عدم تشدد تر شعار لاندې د خدايي خدمتګارانو په نوم د افغان ولس يو ستر بې وسلې پوځ جوړ كړى و، چې هرې ستونزې ته يې د جنګ پر ځاى د سولې له لارې حل پيدا كاوه. نړيوال د همدې مبارزې له امله باچا خان د يو ستر سوله پال افغان په نوم پېژني. نو د دې لپاره چې د افغانانو په اړه اوسنی غلط تصويراصلاح شي او همداراز دپاچا خان د سولې پيغام يوځل بيا دنړيوالواو ټول افغان ولس غوږو ته ورسول شي ،موږ : - له ملګر وملتونوڅخه غواړو،چې زموږ (( 2010 كال دې دباچا خان په نوم ونومول شي.)) غوښتنې ته د هو ځواب ووايي او د عدم تشدد د فلسفې د ژوندي كولو په موخه بېلا بېل اكاډميك مركزونه جوړ كړي. - دا چې فخر افغان باچا خان ټول عمر د افغان ولس د سولې لپاره مبارزه كړې نو له افغان دولت او په ځانګړې توګه پوهنې وزارت څخه غوښتنه كوو چې دده پېژندنې ته دې په تعليمي نصاب كې ځاى وركړل شي. - همداراز له افغان دولت څخه غوښتنه كوو چې د باچا خان په نوم دې په هېواد كې يو پوهتنون جوړ كړاى شي. - له اطلاعات و فرهنګ او په ځانګړې توګه د ملي راديو تلويزون له مسولينو څخه غوښتنه كوو چې د باچا خان د لا پېژندنې په موخه دې بېلا بېلې خپرونې پيل كړي. - له افغان دولت، مشرانو جرګې او ولسي جرګې څخه غوښتنه كوو چې د باچا خان په نوم د 2010 كال په نومولو كې دې، زموږ هر اړخيزه ملتيا وكړي

Declaration

The UN has marked the September 21st as the International Day of Peace, to bring an endpoint to violence and enmity. Awakened Youth Association plans to arrange a grand peaceful rally on 21st September, 2008. We have two key demands for brining peace to the war wrecked country of Afghanistan. Afghanicide must be stopped The year 2010 must be named the year of Bacha Khan We present a statement for implementation of our key demands as below: 1.Afghanicide must be stopped. The foreign soldiers that have come to our country for bringing peace to the war wrecked country, we demand from them not to repeat any activity that will cause killing and harming of civilians, and to respect Islamic and national values of Afghan civilians. *We demand from UN to stop any foreign interference in our country, and we want UN to make a plan in which charge of political, economical and security should be honestly transferred to Afghans. *We urge all involved in the Afghan conflict to choose a peaceful resolution instead of fighting. They must impose curfew and hold a special Jirga in which all concerned parties can participate in and can present their suggestions. * Our suggestion from Afghan nation is to get united and say no to fighting, warlordism and to foreign interference. 2.The year 2010 must be named the year of Bacha Khan. Afghan are traditionally peace loving people but unfortunately since last three decades war has been imposed on them. We in our country have personalities like Khan Abdul Ghaffar Khan, Bacha Khan, who spent his whole life for promotion of peace, fraternity and good will for the whole humanity. Bacha Khan at the advent of the first decade had prepared an unarmed peace force of Khudai Khidmatgars on the philosophy of non-violence. This force strived to solve every conflict through peaceful means and that is why the world today knows Bacha Khan as a great peace personality. So in order to wash away the present wrong concept about Afghans and to bring the peace message of Bacha Khan once again to the ears of Afghans: - We want UN to open academic centers to promote the philosophy of non-violence. - We demand the education ministry to include the teachings of Bacha Khan in the text books and similarly demand the Afghan government to open a university in the country with the name of Bacha Khan. - We demand the information and culture ministry to broadcast special programs on the life and struggle of Bacha Khan - We demand Afghan government, Parliament and Masharano Jirga to support us is our demand of declaring 2010 as the year of Bacha Khan. په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې اعلاميه درنو هېوادوالو! تاسو ته پته ده، چې د سپتامبر ۲۱ نېټه د ملګرو ملتونو لخوا په نړۍ کې د سولې د ورځې په نامه ټاکل شوې ده، خو له خواشيني سره بايد یاده شي چې زموږ هېواد افغانستان لا هم په سرو وینو کې لمبېږي او د نړيوالو ځبرځواکونو د ښکېلاک ډګر ګرځېدلی. افغانستان په وروستیو دېرشو کلونو کې، لومړې د کمونیزم په بټۍ کې پوخ شو، بیا د اسلامي بنسټپالو د هوسونو قرباني شو او وسمهال د لوېديزې ډيموکراسي په لمبو ډاډه کېږي، نو درنو هېوادوالو! افغاني کلتوري ټولنه د خپلو کلتوري مسؤليتونو تر څنګ، دا خپله سپېڅلې دنده ګڼي، چې د هېواد د ناخوالو په اړه خپل او د ځپل شویو هېوادوالو غږ پورته کي او د افغانستان په سولییږ بهير کې جوت ګامونه اوچت کي. درنو افغانانو! د افغان ولس د صبر کاسه ډکه شوې ده، نورنو افغانان نه شي زغملی چې په کلیو، کورونو او ودونو یې بمباري وشي، له پښتنو سره فاشيستي چلند وشي، د افغانانو د خوښي ورځې یې په ماتم واوړي او بېوزله خلک یې د امریکایي بمباریو قرباني شي، افغان ولس د طالب، تروريست او بنسټپاله په نامه وځپل شي. لوېديزه نړۍ بايد په دې پوه شي، چې افغانان به ووژني، وبه یې رټي او د لوږې کندې ته به یې ور ټېلوهي، مګر دغه مېړنی ټبر به اېل نکړي، نو بهرني ښکېلاکګر بايد له افغان وژنې څخه لاس پر سر شي او د خبرو اترو له لارې دې افغاني کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي او موږ له ملګرو ملتونو څخه په زغرده غواړو، چې د افغان ولس د جنوساید مخنيونه دې وکي او بهرنی ښکېلاکګر دې افغانان په کراره پرېږدي، چې دغه باتور ملت خپل برخليک پخپله وټاکي او له نورو ملتونو سره ګډ په نړۍ کې سولییز ژوند وکړي، چې نړيواله سوله پیاوړی شي. افغان ولس یو سوله مل ملت دی او له ټولو خلکو سره په سولییز پوهاوي او زغم کې ژوند غواړي، خو د وروستيو دېرشو کلونو جګړه په افغان ولس تپل شوې ده او مسؤلین یې کمونيستان، اسلاميستان او امپریالیستان دي، چې په افغانستان کې یې دېرشکلنه غميزه رامنځ ته کړې او افغان ولس یې د دغه ناورين قربانی کړی دی. په افغان مېشته سیمه کې مرحوم پاچا خان (عبدالغفار خان) په شلمه پېړۍ کې د انګرېزي کلونیاليزم څخه د خپلو خلکو د ژغورلو په موخه د عدم تشدد دريځ خپل کړ او د دغه سولييزې فلسفې بنسټ يې کېښود، افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده چې د پاچا خان د عدم تشدد فلسفه دې نورو ژبو ته واړول شي، چې د پاچا خان د ژوندون دريځ نړیوالو ته څرګند شي او د ويښو ځوانانو د غوښتنې، چې ګواکې ۲۰۱۰ میلادي کال دې د پاچا خان په نامه یاد شي هر کلی کوي. په افغانستان کې ويښو ځوانانو هوډ کړی، چې د سپتامبر په ۲۱ يو سولییز لاريون وکي. په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه په دې وياړي چې افغان ځوانانو دغه نړيوال لاریون سمبال کړی. په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د هر سولييز لاریون، سولییز غورځنګ او سوله غوښتونکي خوځښت ملاتړ کوي. د سپتامبر په يوويشتمه (۲۱) د نړيوالې سولې په ورځ په افغانستان کې د افغاني ځوانانو د سولييز لاريون هرکلی کوي او د ويښ ځوانانو له غوښتنو (افغان وژنې ته دې د پای ټکی کېښودل شي! او ۲۰۱۰ ميلادي کال دې د پاچا خان په نامه ونومول شي!) سره همغږې ده، د ځوانانو دا غوښتنې ملي دريځ شميري او دغه غوښتنې د افغان ولس سپېڅلې هيلې ګڼي
From: Afghan Cultural Association in the Netherlands To: Director of the United Nations in the Netherlands Re: INTERNATIONAL PEACE DAY AND INITIATIVE OF AWAKENED YOUTH IN KABUL Date: 21 September 2008 Afghanistan is and always has been a member of the United Nations and wants to live in peace with other members and countries. The situation in Afghanistan is known, but sadly we have to reiterate that for the last 30 years Afghanistan is implicated in the wars between East and West. The Afghan people are still being manipulated, murdered, insulted and suffering many deprivations. The Afghan Cultural Association in the Netherlands (ACVN) impresses upon you that War is not a solution to the problems. Awakened Youth in Kabul - Afghanistan has developed an initiative to arrange a peaceful demonstration in Kabul and all over the world. The ACVN stands by this peaceful initiative. We share their voice. STOP KILLING THE AFGHAN NATION AND WE CALL 2010 IN THE NAME OF PACHA KHAN THE SYMBOL OF PEACE. Pacha Khan (Abdul Qhafar Khan) is a well known Afghan Historian who protested against the colonisation of the United Kingdom in Afghanistan. Not in the name of war but in the name of peace. His philosophy is one of peace. ACVN wants to translate his Philosophy of Peace into different languages to inform the rest of the world of the affinities of the Afghan nation and the philosophy of peace. We invite all groups involved including the United Nations and we urge them to adopt the way of Pacha Khan and stop the war in his holy month of Ramadan and the International Day of Peace. ACVN requests a cordial response from the United Nations to hear the Afghan voice and put the philosphy of peace into practice. With thanks for your support AFGHAN CULTURAL ASSOCIATION IN THE NETHERLANDS كندوز كې د نورو فرهنګي ټولنو تر څنګ د ويښ ځوانانو ټولنې هم د سولې نړيواله ورځ د يو غونډې په ترڅ كې ولمانځله، په دغه غونډه كې په كندوز كې ويښ ځوانانو له ملګرو ملتونو او نړيوالو څخه وغوښته چې بايد لر او بر د افغان وژلو ته د پاى ټكې كيښودل شي، او د (2010) ميلادي كال دى د خان عبدالغفارخان په نامه ونومول شي. هغوي په يوه اعلاميه كې وويل چې دائتلافي قواو د دولت د مخالفينو دواړو ډلو له خوا افغانان وژل كيږي چې دهيواد په مختلفو سيمو كې يې پرافغانانو د بمباريو شاهدان يو، همدارنګه دغو ځوانانو غوښتنه كوله چې خان عبدالغفار خان د عدم تشدد لپاره له ستونزو ډكه مبارزه كړې او په دې توانيدلې چې د خداى خدمتګارانو تحريك چې دعدم تشدد يوه بيلګه ده پرځان راټول كړي. بسم الله الرحمن الرحیم دسولې دنړېوالې ورځې درارسېدوپه مناسبت د(لمن) ادبي،کلتوري مجلې پېغام! سوله دانسان په ټولنیزژوندکې یوډېرمهم اوحیاتي ارزښت لري،که په یوهېوادکې امنیت نه وي هلته دژوند کولوهرډول اسانتیاوې له منځه ځي اوپه نتیجه کې یوستر بشري ناورین رامنځ ته کیږي. پکارده چې افغانان دسولې په مادي اومعنوي ارزښت باندې ځانونه وپوهوي اوپه سوله کې ژوندوکړي داځکه چې سوله ییزژوندانسان دترقۍ اوپرمختګ لوړوپوړیوته خېژوي. د)لمن( ادبي،کلتوري مجلې مشرتابه په هېوادکې دتل پاتې سولې اوټیکاو په برخه کې دهر راز هلوځلوملاتړکوي او په جګړه كې له ښكېلو غاړوڅخه غواړي چې په دغه هېوادکې جنګ جګړو ته د پاى ټكى كېږدي اوسوله ییزژوند ته مخه کړي. په درنښت. دلمن ادبي،کلتوري مجلې اداره افغانستان -کابل - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته