(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پيښورکی افغان سفير تښتول شوى او په چارسده کی دطالبانو اؤ پوليسو ترمينځ نښته

[22.Sep.2008 - 20:55] 22/09/2008وی او ای :افغان سفیر حاجی عبدالخالق فراهي نن22/09/2008 د ګل په ورځ د پېښور د حیات اباد نه تښتول شوی دی. نوموړی دا مهال په پيښورکې دافغان قونصل جنرال دنده په غاړه لري. دپاکستان دکورنيو چارو وزارت دافغان سفير دتښتونې دپيښې دتصديق کولو په ترڅ کې دپښتونخوا حکومت اؤ امنيتي ادارو ته دافغان سفير د راخلاصولو دپاره دتندو ګامونو اخستو هدايت کړى دى. دپوليس سرچينو وينا ده دافغان سفير دتښتولو په مهال تښتوونکو دهغۀ په ګاډي ډزې هم کړي دي چې له امله يې دعبدالخالق فراهي ډرائيورخالد وژل شوى دى. عبدالخالق فراهي داوږدې مودې څخه په پيښور کې دافغان قونصل جنرال په توګه دنده ترسره کوي اؤ اوس اوس افغان حکومت هغه په پاکستان کې دافغانستان دسفير په توګه ګمارلى ؤ. په پيښور کې دافغان قونصلګرۍ يو وياند نورمحمد منلې ده چې په دغه پيښه کې دحاجي عبدالخالق فراهي ډرائيور وژل شوى اؤ سفير فراهي تښتول شوى دى. په پيښور کې تيره مياشت هم دامريکايي ډيپلوماټې ليني ټريسي په ګاډي دنامعلومو وسله والو لخوا په رڼا ورځ بريد شوى ؤ چې پکې دهغې گاډي ته زيان رسيدلى ؤ، ولې امريکايي ډيپلوماټه ددغه بريد څخه ژوندۍ وتلې وه. همدغه راز دپيښور سره نزدې دخيبرايجنسۍ دلنډي کوتل سيمې څخه دتير ې فرورۍ په مياشت کې په افغانستان کې دپاکستان سفير طارق عزيزالدين هم دنامعلومو خلکو لخوا تښتول شو ى ؤ چې تر دريوؤ مياشتو دتښتوونکو په ولکه کې ؤ. په افغانستان کې دپاکستان دسفير طارق عزيز الدين اؤ په پاکستان کې دافغانستان د سفير حاجي عبدالخالق فراهي دتښتونې دغه دواړه پيښې په داسې حال کې رامينځته شوي چې دغو دواړو سفيرانو ته هيڅ رقم امنيت نۀ ؤ ورکړل شوى اؤ نۀ ورسره کوم ساتونکي وؤ. دپيښور پوليس دافغان سفير دتښتولو تصديق کړى دى ولې وايي داسې هيڅ اطلاع يې نۀ لرله چې ګنې په پاکستان کې دافغانستان سفير عبدالخالق فراهي پيښور ته راغلى دى. بلخوا دپښتونخوا صوبی دچارسدې ضلعې په شبقدر سيمه کې د تندلارو اؤ پوليسو ترمينځه نښته شوې ده چې په دغه نښته کې يو پوليس وژل شوى اؤ څلور نور ژوبل دي. سرچينې وايي په شبقدر کې دځايې طالبانو دمخنيوي لپاره په سيمه ييز کچ دامن کميټۍ جوړې کړل شوي دي. نن دګل په ورځ دامن دغه کميټې دسيوري لاندې يو لاريون ويستل شوى ؤ چې پوليس هم ورسره ملگري وؤ. دسرچينو له مخې کله چې لاريون پايې ته ورسيدو اؤ پوليس اؤ عام خلک بيرته ستنيدل په دغه مهال نامعلومو تندلارو دامن لاريون په برخه والو اؤ پوليسو ناتاره ډزې وکړې چې پکې يو پوليس ووژل شو. دپيښې څخه وروسته دپيښور اؤ مردان څخه دپوليس نور ځواکونه اؤ هيلي کاپټرې سيمې ته وغوښتل شوې اؤ ددواړو خواؤ ترمينځ دسبحان خوړ اؤ پير قلعه ترمينځ سيمه کې درنه نښته وشوه. په دغه نښته کې ځايې طالبانو اؤ پوليسو ديو بل په ضد سپکې اؤ درنې وسلې وکارولې. دسيمې څخه عيني شاهدانو ډيوه راډيو ته وويل دپوليسو اؤ طالبانو په ډزو کې ځينې عام خلک هم لگيدلي دي ، ولې دهغوي دمرګ ژوبلې په هکله دقيق معلومات ځکه نۀ شي په ډاگه کيدى چې دجنګ له امله خلک په کورونو کې بند پاتې دي. عيني شاهدان وايي پوځي هيلي کاپټرې په هوا کې الوتنې کوي اؤ ځينې خلکو له دې ويرې خپل کورونه خالي کړي دي ترڅو ددغو هيلي کاپټرو څخه پرې گوله باري ونۀ شي. بل لوري ته دکوزدير په منډا سيمه کې ځايې طالبانو دپوليسو يو گاډى په ريموټ کنټرول الوځولى چې له امله يې ٥ پوليسان ژوبل شوي دى. دپوليس سرچينو له مخې دکوزدير دمنډا تاڼې د پوليسو مشرياايس ايچ او محمد اقبال د نورو پوليسو سره يو ځايې په سړک گزمه کوله چې په دغه مهال دپوليسو په گاډي ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وشوه چې له امله يې دايس ايچ او په گډون ٥ پوليسان ژوبل شول. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته