(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبانو پرضد ولسی لښکرونه پیل شوي دي

[25.Sep.2008 - 21:07] 25.09.2008: د پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د تندلارو پرضد د پوځي عملیاتو ترڅنګ اوس اولسي لښکرونه جوړیدل هم پیل شوي دي. په دغو سیمو کې تندلارۍ ختمولو لپاره د سولې کمیټۍ د مخکې نه جوړې شوې وې. خو ځایي خلک وایي تندلارو په وران کارۍ لاس پورې کړی دی او د سیمې امنیت ګډوډولو ترڅنګ، عادي اسانتیاویې لکه اوبو، ګیس او بجلۍ ته یې هم زیانونه رسولی دي. په سوات،باجوړ او نورو سیمو کې د لښکرنو وروسته، په خېبر ایجنسۍ کې هم دغه ډول یوقومی لښکر نن ۲۵/۰۹/۲۰۰۸ نیټه د ځایي طالبانو دفترونه ړنګ کړې دي. لښکر طالبان په وران کارۍ تورن کړي وؤ. د پښتونخوا ايالت والي ښاغلی اويس احمد غني په ۲۲/۰۹/۲۰۰۸ نیټه د لاهور ښار کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال. وويل چې د پاکستان په خاوره کې کېدونکيو ځانمرګيو بريدونو او ترهګريزو پېښو کې د پنجاب د سخت دريځو خلکو لاس دى اوډېر ځانمرګي بريدونه د پنجابيانو لخوا ترسره کېږي چې ترهګر د پنجاب په سويلي سيمو کې زيات قوي دي په دغو سيمو کې د ترهګرۍ مرکزونه لري او په نورو کې هم دوى لاس لري . ښاغلی اويس احمد غني وویل چې په سيمه کې ترهګري ٣� کاله زړې جرړې لري او ددې جرړې په څو مياشتو کې نه شي ختمېداى او په قبايلي سيمو کې پيل شوي عمليات به تر راتلونکيو پنځو مياشتو دوام لري . د مزدور کسان ګوند مشر افضل خاموش ویلی دی چې په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ بنياد پنجاب اېښى دى او په افغانستان دشوروي اتحاد د ځواکونو له يرغل څخه وروسته په سيمه کې چې څومره ترهګري زياته شوې پدې کې د پنجاب لاس دى. همداراز سنا تور رضا محمد رضا وايي چې دوئ له پخوا څخه دا خبره کوله، خو چا نه منله . د پاکستان د يو شمېر چارواکيو لخوا طالبان او سخت دريځي پښتنو پورې تړل يوه نړيواله دسيسه ده. د القاعده مهم غړي او نور ډېرى ترهګر له پنجاب څخه نيول کېږي، خو تور پر پښتنو لګول شوى چې طالبان يا ترهګر دي. Talibano per zad walasi Lakhkarona peel shawi di- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته