(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ټوپک په زور خبرې نه کوؤ

[08.Oct.2008 - 10:41] 08.10.2008:په پیښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په خپله وینا کې د عوامي نیشنل ګوندANP مشر اسفندیار ولي خان وویل چی د ټوپک په زور خبرې نه کوؤ او هغو تند لارو سره خبرو ته تیاریو چې وسلې غورځوي. ده وویل چی د ټوپک په زور یې څوک خبرو یا سولې باندې مجبور لې نه شي او په کار ده چی په سیمه کې د سولې لپاره هغه وړاندیزونه عملي شي چې په کابل کې د پاکستان او افغانستا تر منځ په لویه جرګه کې وړاندې کړل شوي وؤ نوموړي په سیاسي او مذهبي ډلو غږ وکړو چې یا خو دې د سولې لپاره ودریږي او یا دې بیا د ترهګرو سره په صف کې ودریږي. بلخوا جمهور رئیس کرزي تیره اونۍ د کوچني اختر په لومړۍ ورځ وویل چې د سعودي له پاچا سره د تیرو دوو کلونو راهیسې په تماس کې دی او له هغه نه یې غوښتي چې د طالبانو سره د دوی د حکومت د خبرو منځګړیتوب وکړي. همدا راز د ماليې پخوانۍ وزير ښاغلي اشرف غنی احمدزي د امنيت په ټينګښت او له ترهګرۍ سره مبارزه کې د افغان حکومت هڅې ناکامې وبللې. دى وايي افغانستان په تېرو څو کلونو کې ونشو کړى له هغو امکاناتو ګټه پورته کړي چې نړيوالې ټولنې ورته چمتو کړي و . هغه وويل که سياسي جوړجاړى په افغانستان کې راشي حاضر دى چې د بل کال په ټاکنو ونډه واخلي ، خو دې ته چمتو نه دى چې د ښاغلي کرزي تر مشرۍ لاندې حکومت کې رول ولوبوي de topak pa zoor khabary na kawoo Asfandyar Wali Khan President Awami Nationla Party- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته