(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغان حکومت اوطالبانودخبروبل پړاوبه په اسلام ابادکې ترسره شي

[10.Oct.2008 - 15:48] 10.10.2008یوې بهرنۍ ورځپاڼې لیکلي دي چې د طالبانو مشرملاعمر اوس له القاعده ترهه ګر تنظيم سره هيڅ اړیکې نه لري او په دې لړ کې د سعودي عرب حکومت هلې ځلې کوي چې هغه دافغانستان له حکومت سره پخلاکړي . د عربې ژبې اخبارشرق الوسط له خوا له خپورشوي راپورسره سم په سعودى عرب کې د افغان حکومت او د طالبانو ترمينځ ملاقات د دې خبرى پخلی کوي چې طالبانو اوس له القاعده تنظيم سره خپل اتحاد ختم کړى او د خبرواتروله لارې له افغان حکومت سره دامن هڅه کوي . د ورځپاڼې د سرچینوله مخې په دې ملاقات کې د افغان حکومت لخوا اوولس غړي او د طالبانو لخوا يوولس غړو شرکت کړی وو. شرق الوسط زياته کړې ده چې د مذاکراتو دویم پړاو به په اسلام اباد کې وي . د طالبانو د پلاوي (وفد ) يو مهم غړى شيخ فصيخ د دشرق الوسط ورځپاڼې سرچینو ته وویل چې مولوى عمر اوس له القاعده سره په اړیکې نه لري اوخپل ايتلاف یې ورسره شلولی دی . د سعودي عرب حکومت په دې لړ کې هڅې کوي چې طالبان د القاعده له اتحاد نه بيل کړي ځکه چې القاعده په نړۍ کې د يو ترهه ګرتنظيم په توګه بدنوم لري . dawat. - شيرعلي خان
بېرته شاته