(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښکلا شپږکلنه شوه او شپږديرشمه ګڼه یې چاپ شوه

[14.Oct.2008 - 11:55] د بېنوا فرهنګي ټولنې د دوه مياشتنۍ )له دې وروسته مياشتنۍ( ښکلا مجلې ٣٦ ګڼه د چاپ په پساله وپسولل شوه. د ښکلا په دې ګڼه د نورو په زړه پورې ليکنو تر څنګ د ښکلا په مېلمستون کې د کوزې پښتونخوا له تکړه ډاکتر، تکل ليکوال و شاعر ډاکتر اسرار سره د )زه هم عاشق وم؛ خو مزه مې نه وه( تر سرليک لاندې په زړه پورې مرکه شوې. ددې مرکې يو په زړه پورې والى دا هم دى، چې مرکه ورسره ګڼو مرکيالو )رحمت شاه سايل، مجروح يوسفزي، احسان الله درمل، امجد شهزاد او محمد يار- يار)کړې.
ښکلا مجله په ټوله نړۍ کي په اساني سره ترلاسه کيدای سي ،که غواړئ ستاسو کور ته هم ورسيږي لاندي تړاو کښېکاږئ :
www.larawbar.net/detail.php?id=6000
د ښکلا ددې ګڼې سرليکنه د ښکلا د تېر شپږ کلن يانه په په اړه ليکل، چې پاى يې د سليمان لايق په دغه شعر شوى: هغه ځوان چې د وطن په درد سوځېږي که سل ځله په مخ لوېږي پورته کېږي ما ترې زر ځله قربان او صدقه کړې چې د مرګ پر پوله ناست وي لا خوځېږي د ښکلا ددې ګڼې پاتې لړليک په دې ډول دى: افغانستان د آرين زړه، د رحيمه رشيد ژباړه، باميان په کتابو او زمانو کې د اکاډميسين لايق ليکنه، کندهاريا وروڼه، د م. معصوم هوتک ليکنه، د چکنور ملا صاحب، د ډاکتر فاروق اعظم ليکنه، د علي محمد مخلص په شعر کې د عرفاني ډکټورينو، اصطلاحاتو او تعبيرونو شننه... د هارون خپل ليکنه، توزک بابري يا بابري نامه، د افغانستان او سيمې د منځنۍ پېړۍ د تاريخ يو معتبر ماخذ، د محقق عبدالرحيم بختاني ليکنه، نړيواله او پښتو کره کتنه، د نصيب الله سيماب ليکنه، مکالمه، د اجمل پسرلي ليکنه، تخليقي کره کتنه، د عبدالمالک همت ژباړه، د مابعدالجديديت فکري او تاريخي بنسټونه، د برکت شاه کاکړ ليکنه، هغه پلا او دا پلا، د اکانديد اکاډميسين محمد انور نوميالي يونليک، د نړۍ د ادبياتو افسانه يي الوتونکي، د پوهنمل محمد نظري ليکنه، نوې په زړه پورې برخه )شعر، شعريت، شاعر( په دې ګڼه کې ددې بېلبرې )موضوع( په اړه د پير محمد کاروان او احسان الله درمل ليکنې راغلې. شرنګ د پايزېب، ټوخى، د ډاکتر اسرا تکل، حاضر ځوابئ، يو ځانګړى ادبي فن، د پوهنمل محمود نظري ليکنه، د نړۍ مانيز پاچاهان )مسلمان فيلسوف ابن رشد( د محمد نسيم رسولي ژباړه، او روحاني لاړ! د صالح محمد صالح ليکنه، له قرآن نه په تخنيک کې، د رفيع الله ستانکزي ژباړه، د انجنير صاحب عبدالله کندهاري مصاحبې ته يوه کتنه، د استاد سميع الله خان کرونه، د فدرالېزم سورڼى، د غلام سخي نوريوال ژباړه، د خپسو ځواک، د رحمت آريا ژباړه، ځوانان او انساني اړيکې، د شريف الدين عظيمي ليکنه، د حق پر لوري، د عبدالنافع ثنا ژباړه، د ښکلا ناول )وروستى پټان(، د عبدالخالق رشيد )پي. ايچ. ډي( ژباړه، عصري ښځه، د عبدالوکيل شينواري لنډه کيسه، شک، د بصير الله همکاري لنډه کيسه، د پير لېونتون، د ډاکتر محب زغم لنډه کيسه، د لارې کاڼى )لنډه کيسه(، د عادل اڅکزي ژباړه، بهانه )لنډه کيسه(، د علم ګل سحر ژباړه، بدمرغي، د نصير احمد احمدي لنډه کيسه، بدنيتى هلک، د ډاکتر شېر حسن ژباړه، دغه راز د ښکلا ددې ګڼې د پښتۍ پر دويم مخ د افغانستان د دولت له لوري د حضرت عبدالرحمن بابا د مزار د بيا رغونې راپور او د پښتۍ پر درېيم مخ يې )په پښتو چاپي آثارو کې دوه په زړه پورې زياتونې( تر سرليک لاندې د دانش خپرندويې ټولنې د دوو خپرويو شويو )بهيج انګليسي- پښتو سيند او له نويو زياتونو او سمونو سره د خوشال بابا د کلياتو د بيا چاپېدنګ ) خبر راغلى . د اړيکو او ترلاسه کولو لپاره : ښکلا مجله موسی خان سړک هرات دروازه - کندهارښار افغانستان E-mail:[email protected] Call & SMS +93700311279 په بهر کي د ښکلا ترلاسه کولو ، يا په ښکلا کي د تجارتي اعلانونو دخپراوي لپاره په لاندي پته تماس ټينګ کړئ : Skala Magazine Post Box 4400 2003EK HAARLEM The Netherlands Call &SMS +31622303611 [email protected] - بېنوافرهنګي ټولنه - ښکلا
بېرته شاته