(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اورکزئ ايجنسئ، باجوړ او سوات کی نښتی روانی دی

[14.Oct.2008 - 19:50] 14.10.2008: دباجوړ ايجنسۍ په رشکئ اؤ چارمنګ سيمو کې جنګياليو يرغمال نيول شوي ٣ قامی مشران وژلي دي او دباجوړ ايجنسۍ قامي لښکر چې پکې زرګونه خلک ګډون لري د جنګياليو په ضد خپلې هلې ځلې تندې کړي دي اودتيرې ورځې راهسې دقامی لښکر اؤ ځايې طالبانو ترمينځ نښتې روانې دي او ديو بل په ضد مورچه شوي دي چی دواړه خواوې درنې وسلې کاروي .په نښته کی ګن شیپ هيلي کاپټرو اؤ جنګي الوتکو په باباړا، چنار ، جنت شاه ،ټانک خطا، رشکئ، بايي چين ، کوثر اؤ چارمنګ کې دتندرويانو پر پټ ځائيونو ګوله باري کړی. حکومت ادعا کړی چی په بمبارۍ کې د جنګیالو یو شمېر اډې له منځه تللي دي او لږ ترلږه ۱۲ طالبان وژل شوي دي چې پکې ٢ مهم کمانډران او ١٢ ځانمرګي بريد کوونکي هم ښودل شوي دي. همدا راز باجوړ کې پوليټيکل انتظاميې دجنګياليو په ضد دعملياتو نۀ کولو له امله دمومند قبائيلو د١� � ؤ څخه زيات کسان نيولي دي بلخوا جنګياليو دباجوړ په عنايت کلي، لويې سم، ټانک خطا اؤ رشکئ سيمو کې په ٢۹مه ورځ هم پرله پسې ګرځ بنديز يا کرفيو پځايې ده. بلخوا دسوات ضلعې دخوازه خيلې تحصيل کې امنيتي ځواکونو دځايې طالبانو په ضد دعملياتو په ترڅ کې ١� جنګيالي وژلي دي. دخوازه خيلې تحصيل کې دخالي اؤاتوار په مينځ شپه پر امنيتي ځواکونو له بريد وروسته کرفيو پځايې کړل شوې ده اؤ په دمې دمې سره دنښتو لړۍ هم دوام لري. همدا راز تیرو ورځو کی باجوړ اؤ اورکزئ ايجنسو کې دامنيتي ځواکونو عملياتو کې 37 جنګيالي وژل شوي دي. دری ورځې مخکې د تلې په ١٩مه، يوه ځانمرګي بريد کوونکي د اورکزو ايجنسۍ په يوه قبايلي جرګه بريد وکړ، چې له امله يې شاوخوا ١١٥ تنه ووژل شول او له دوه سوو څخه زيات ټپيان شول. دغه غونډه په سيمه کې د وسلوالو طالبانو پر ضد د يوه لښکر د جوړولو په موخه جوړه شوې وه . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته