(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کريکټ ملي لوبډلې تود هرکلى وشو

[14.Oct.2008 - 19:54] 14.10.2008:د افغانستان کريکټ لوبډلې د هرکلي لپاره د افغان چارواکو او د ملي شورا د ځينو استازو په ګډون په سلګونه کسان د کابل هوايي ډګر ته ورغلي وو. د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې په تنزانيا کې شپږ و هېوادونو ته له ماتې ورکولو وروسته لومړى مقام خپل کړ .
انځور له غورځنکه د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې الوتکه د سهار په لسو بجو د کابل په هوايي ډګر کې راښکته شوه. د دغې لوبډلې د هرکلي لپاره په سلګونه خلک چې ځينې حکومتي چارواکي او د ملي شورا استازي هم پکې و د کابل هوايي ډګر ته ورغلي وو. د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې له اتلانو نه د کابل په هوايي ډګر کې د ډولونو په وهلو او لوبغاړو ته د ګلونو د ګېډيو په ورکولو تود هرکلى وشو. د کريکټ د ملي لوبډلې د هرکلي لپاره د کابل په ځينو لارو کوڅو کې هم ګڼ خلک را وتلي وو چې ځينو يې په ګلونو پوښل شويو موټرونو کې د کريکټ له لوبغاړو عکسونه اخيستل . د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې د هرکلي لپاره د کابل په غازي لوبغاړي کې ځانګړې غونډه جوړه شوې وه. د غونډې ويناوالو د يکرکټ د غه اتلولي په افغانستان کې د ملي يووالي يوه نښه وګڼله . د افغانستان د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي د ولسي جرګې دغو لوبغاړو ته د ستاين ليکونو د ورکولو ژمنه وکړه: موږ به دغه ګران لوبغاړي شورا ته وغواړو او معنوي تقدير به يې کړو. ځکه چې د ملت کور يوازې له تقديرولو پرته نور څه نه لري . او زه د دغه مايکروفون له شانه له ټولو شتمنو کسانو غواړم چې د المپيک ملي کمېټه او په ځانګړې توګه له دغو لوبغاړو سره مرستې وکړي چې له بې وزلۍ سره نور مخامخ نه شي. که څه هم د ځينو حکومتي سرچينو او شخصي شرکتونو له لوري د کريکټ له ملي لوبډلې سره د نغدي پيسو د مرستې ژمنه وشوه، خو دغه ژمنې هغومره نه وې چې وړاندې يې تمه کېده . د غونډې په ترڅ کې د افغانستان د يکرکټ د فدراسيون مشر الله داد نوري پر ټولو شخصي شرکتونو غږ وکړ چې د راتلونکو نړيوالو سياليو لپاره دې د دوى له لوبډلې سره مالي مرستې وکړي : کومو شرکتونو چې له موږ سره مرستې کړې، موږ ترېنه مننه کوو، او په راتلونکې کې زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان د کريکټ د فدراسيون تر شا ودرېږي ترڅو موږ وکولاى شو په افغانستان کې دکريکټ ميدانونه، د کريکټ د لوبې وسايل او دغه ټيم پر خپلو پښو ودروو. او د کريکټ د سياليو د درېيم پړاو لپاره يو ښه پياوړى ټيم ولرو اوس د افغان کريکټ لوبډله له هغو اسانتياوو بې برخې ده چې نور هېوادونه يې په دې برخه کې لري خو په افغانستان کې د کريکټ لپاره د لوبغالي نشتوالى بيا هغه لويه ستونزه ده چې د چارواکو په وينا د کريکټ په نړيواله شورا کې يې د افغان لوبډلې د ورګډېدو مخه ډب کړې ده . د کريکټ يو تن لوبغاړى سيد رحمن احمد زى د کريکټ برخې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي: د نورو هېوادونو لکه هانګ کانګ او بحرين اوعمان په نسبت، چې ډېر امکانات ورسره دي، موږ له خپل حکومت، سوداګرو او شرکتونو نه غوښتنه کوو چې له دغه ټيم سره مرسته وکړي او ملاتړي يې شي . په تانزانيا کې افغان لوبډلې وکولى شول چې د شپږو هيوادونو په سياليو کې د هانګ کانګ کريکټ لوبډلې ته په ماتې ورکولولومړى مقام خپل کړي . دغه لوبډله به د راتلونکي ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې په ارجنټاين کې د درېيم پړاو په لوبو کې ګډون وکړي. افغان لوبډله به هله ٢� ١١ کال په نړيوالو لوبو کې د لوبېدو جوګه شي چې د ارجنټاين په سياليو کې پاى لوبې او د اى سي سي يا د کريکټ د نړيوالې شورا په سياليو کې نيمه پايلوبو يا سيمي فاينل ته ورسېږي . افغان لوبډله څو مياشتې وړاندې په برتانيا کې د جرسي ټاپو لوبډلې ته په ماتې ورکولو د ١٢ هېوادونو په منځ کې اتله شوې وه . ــ بی بی سی ــ - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته