(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جلال اباد کې پريس کلب پرانستل شو،کابل کی هنري جشن جوړ شو

[15.Oct.2008 - 12:53] په جلال اباد کې د روان ۲۰۰۸ ع کال د اکتوبر په ۱۲ نیټه پريس کلب پرانستل شو . دغه پريس کلب چې د رسنيو د کور په نوم نومول شوى، د المان هېواد په مرسته د افغانستان د مطالعاتو د مرکز او ميتوديک لخوا جوړ شوى دى . د خبريالانو لپاره د کمپيوټر او انټرنيټ ترڅنګ ټولې اسانتياوې پکی شتون لري . د رسنيو په کور (پريس کلب) کی به نوي خبريالان روزل کېـږي او د سيمې ژورنالستانو ته به د ګاونډيو هېوادونو دسفر زمينه هم برابروي . د ننګرهار داطلاعاتو او کولتور رييس اورنګ صميم ددغه مرکز جوړېدل او پرانستنه مهم ګام وباله او وويل چې لدې مرکز سره د ختيځې سيمې ژورنالستان له هېوادنۍ کچې څخه نړيوالې کچې ته لاره مومي او مسووليتونه هم يې زياتېږي . د ميتوديک مشر عبدالغني هاشمي وویل چی په راتلونکيو دوو کلونو کې به دوى وکړى شي چې ديوه خبري سرويس له لارې د سيمې او د ډيورنډ د پولې ددواړو غاړو داوسېدونکيو ستونزې رابرسېره او د حل لپاره يې اقدامات وکړي . همدا راز د 2008ع کال داکتوبر د میاشتی په 12 مه نیټه د هنر د ورځي له امله دکابل په انترکانتي ننټال هوټل کي يو هنري جشن جوړ شو . داکتوبر د میاشتی شپږمه نيټه چی په هيواد کي دهنر د ورځي په نامه نومول شوي ده د هنري جشن د جوړولو هدف په هيواد کي هنر او هنرمندانو ته درناوي دي . په هغي غونډه کي چي له همدي امله جوړه شوي وه لومړي د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامدکرزي پيغام د اطلاعاتو اوکولتور د وزير عبدالکريم خرم له خوا ولوستل شو، چي په يوه برخه کي يي ويل شوي دي . دخوشالې ځاي دي چي داطلاعاتو اوکولتور وزارت په هيواد کي د هنر اووني نمانځي ، دا نمانځنه په حقيقت کي په ټولنه کي دهنر او هنرمند مقام ته درناوي او په هيواد کي د هنرونو دودي او غوړيدو په لاره کي يو ګام دي . زموږ هنر مندان د هيواد د ډول ډول لرغونو هنرونو هڅوني او پاملرني او څارني ته اړتيا لري . د هنر داووني نمانځنه بايد يوازي په خبرو کي نه وي بلکي د هنر دبډايني او دهنرمندانو د هڅوني په لاره کي عملي ګامونه واخيستل شي . دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دهنري اثارو د رامنځته کولو او جوړولو په لاره کي د بيلابيلو برخو د هنرمندانو رول او دهنر د ارزښت په اړوند خبري وکړي او ويي ويل هر هنري اثر بايد خپل هنري رسالت اوپيغام ولري. ده وويل :د افغانستان په شان په بيرته پاتي او بي وزلي ټولنه کي لازمه ده چي د هيواد داصيل هنر دودي اوبډايني په خاطر پرله پسي هلي ځلي وشي او دهنر بډاينه دهر هنرمند او داړوندو ارګانونو رسالت دي . په دي غونډه کي دفرهنګ او هنر لوي رئيس عماد الدين بيژن سلجوقي د هنر او هنرمند دمقام په باب خبري وکړي او ويي ويل بايد داسي هنر رامنځته کړو چي نه يوازي دخلکو او د ټولني دردونه بيان کړي بلکي د دردونو دعلاج او درملني لاري چاري هم بيان کړي . دغوندي په بهير کي دموسيقي د زده کړي درياست دهنرمندانو له خوا دموسيقي پارچي او دکابل تياتر او د راديو تلويزيون تياتر د ممثلينو له خوا د تياتر پارچي اجرا شوي. دغه راز داطلاعاتو اوکولتور وزير د لرګي پرمخ د انځور ګري ، ميناتوري ، خطاطي ، پاستلي او دکيندني اثار چي ننداري ته وړاندي شوي ؤ وکتل . په دي غونډه کي داطلاعاتو او کولتوروزارت معينانو،رئيسانو ا و د هيواد يو زيات شمير هنرمندانو ګډون کړي ؤ . Pa Jalal Abad ki Press Club pranistel sho au pa Kabul ki Honari Jeshen joor sho- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته