(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امنيتي ځواکونو کواټ کی 38 ازبک جنګيالي نيولي دي

[16.Oct.2008 - 20:01] 16.10.2008 تاند :امنيتي ځواکونو کواټ ته څيرمه 38 ازبک جنګيالي نيولي دي. د ائ ايس پي ار له مخې دا ازبک له دره ادم خيل څخه د کواټ په لور راروان ؤچې له تونل سره نژدې ونيول شول. دا جنګيالي کراچۍ ته تلل چې د تلاشۍ په وخت ونيول شول.نيول شوي ازبک د پلټنو لپاره نامعلوم ځای ته انتقال کړای شوي دي. دا لومړی ځل دی چې دپاکستان امنیتي ځواکونه په یوواردومره شمېربهرني سخت دریځي نیسي . په پاکستان کې د دومره زیات شمېربهرنیوترهګرونیونه د دې ښکارندويي کوي چې بهرنیوترهګروپه دغه هیواد کې څومره ریښې ځغلولي دي . د 2001 کال په پای کې په افغانستان کې د طالبانود رژیم له پرزېدو وروسته په تېرو شپږو – اوو کلونو کې دالقاعده شبکې ټول مهم مشران په پاکستان کې نیول شوي دي . د پاکستاني ځواکونو له لوري د (اته دېرشو) ازبک جګړه مارو نیونه کېدای شي د افراطیت په وړاندې دپاکستان د نوي حکومت د جدیت نښه وي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته