(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګلزار عالم له یو وسله وال برید څخه بچ شو

[17.Oct.2008 - 11:12] 17.10.2008:د پښتو ژبی وتلی او پیژندل شوی خوږ ژبی سندر غاړی ښاغلی ګلزار عالم په پیښور کی د خپل کور په لور چی دباچا خان مرکز سره نزدی د پجګئ په روډ په یو ټکسی کی روان وو چی د دوه د نا پیژندل شویو ټوپکیانو له خوا پری یو وژونکی برید وشو. پدی برید کی کلزار عالم بچ شوی او نور چا ته څه ځانی تاوان ندی رسیدلی او ټوپکیان په تیښته بریالی شوی دی ښاعلی ګلزار عالم وايي چی ماته د نا پیژندل شویو کسانو له خوا په ټلیفون کی ګواښولی یم چی سندری ویل پریږدم ګلزار عالم د ملایانو د حکومت په وخت کی کوټی ته تللی ؤ د پښتنو د حکومت په وخت کی بیرته پیښور ته راغلی اوعوامی نشنل پارټئ ANPورته په باچا خان په مرکز کی کار ورکړی دی. تیرو ورځو کی د پښتو ژبی یو بل وتلی سندرغاړی ښاغلی هارون باچا ویلی ؤ چی سیمه ایزو طالبانو دې اړ کړم ترڅو په امریکا کې ژوند غوره کړم. طالبانو د ټلیفون، لیکونو او لیکلو پیغامونو له لارې ګواښولم تر څو له موسیقۍ څخه لاس په سر شم. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) په ښاغلی ګلزار عالم مرګونی برید په کلکه سره غندی. اودعوامی نشنل پارټئ او د پښتونخوا حکومت څخه غوښتنه کوی چی د پښتنی کولتور اود پښتو ژبی د هنر مندانو ساتنه وکړی.
The singer, Gulzar Alam, reported to the police that two unidentified people opened fire at him when he was on his way home near the Baacha Khan Markaz at pejjagi road Peshawar. FIR had been registered against unidentified attackers. Police confirmed According to Gulzar Alam, two armed men opened fire at a taxicab he was traveling in but he escaped unhurt by jumping out of the taxi. Later, a motorist gave him a lift to the Markaz, He said he had been receiving threats over telephone asking him to stop singing. “I cannot say anything about the attackers and it is the government’s responsibility to trace them,” he said. Gulzar moved to Quetta during the Muttahida Majlis-e-Amal rule in the NWFP but returned to Peshawar on the invitation of the Awami National Party, which gave him a job at the Bacha Khan Markaz. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته