(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات کې د٦� ؤ تندلارو دوژنې اودره ادم خيل کی ۱۶۸ دنيولو ادعا

[18.Oct.2008 - 20:06] دپاکستانی پوځ وياند ادعا کړې ده چې تيره ورځ پۀ سوات کې دتندلارو په مرکزونو دهوايي بريدونو له امله لږ ترلږه ٦� تندلاري وژل شوي دي خو دطالبانو وياند حاجي مسلم خان ددغه وژنو د رد کولو په ترڅ کې وايي اوس هم يو تښتول شوى چينايي انجنئير دهغوي په ولکه کې دى. نړيوالې ميډيا دپاکستاني پوځ دوياند له خلې ويلي دي په سوات کې دطالب جنګيالو په ضد عملياتو کې پوځيانو توپې اؤ هيلي کاپټرې کارولي دي اؤ دهغوي دوه روزنيزمرکزونه يې په بشپړ ډول له مينځه وړي دي. پوځي وياند وايي دتندلارو په ضد عمليات وروسته له هغې پيل کړل شول چې يو تښتول شوى چينايي انجنئير دطالبانو دپنجې څخه په تيښته بريالى شو. هغۀ وويل دعملياتو په مهال پوځيانو ته هيڅ رقم مرګ ژوبله نۀ ده اوښتې. بل لوري ته دطالبانو وياند حاجي مسلم خان وايي په هوايي بريدونو کې دهغوي ملګري نۀ دي وژل شوي. نوموړي نن خبريالانو ته وويل تښتول شوي دواړه چينايي انجنئيران دسوات په غرونو کې ديو ځايې څخه بل ځايې ته وړل کيدل چې په دغه مهال دواړو دتيښتې هڅه وکړه. هغۀ وويل يو چينايي انجنئير په تيښته بريالى شو خو بل ګړنګ ته دغورځيدو له امله په پښه ژوبل شوى اؤ بيرته نيول شوى دى. طالب وياند زياته کړه ترڅو چې دهغوي ١٣٦ ملګري پرې نۀ ښودل شي طالبان به چيني انجنئير نۀ خوشې کوي. بايد وويل شي دغه چيني انجنئيران په ٢٩ اګست وسله والو طالبانو ددير دتورمنګ سيمې څخه هاغه مهال تښتولي وؤ چې ديو ګرځنده تيلي فوني شرکت دستنې له جوړولو وروسته بيرته په سړک روان وؤ. اخوا امنيتي ځواکونو دتيرو دوؤ ورځو په عملياتو کې لږ ترلږه ١٦٨ جنګيالي نيولي دي. دغه جنګيالي د دره ادم خيل اؤ بيلا بيلو قبائيلو سيمو څخه نيول شوي دي. ويل کيږي په نيول شوؤ تندلارو کې ازبک اؤ افغان وګړي هم شته چې څيړنې ترې روانې دي - عرفان الله کوټوال
بېرته شاته