(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د «ستوری » مجلې څلورمه ګڼه چاپ او پر لیکه شوه

[18.Oct.2008 - 20:26] ستوری» مجله دخاص کونړد ادبي او کولتوري ټولنې خپلواکه، ناپېيلې، کولتوري او ادبي خپرونه ده چی په څلور شپېته مخونو کې تازه له چاپه راوتلی او دانټرنټ پر مخ پر لیکه شوی ده د « ستوری » مجلی په دویم کال څلورمه ګڼه کې د پښتنو د ټاټوبی، پوهانو، ادیبانو، شاعرانواولیکوالانو په زړه پورې لیکنی، مرکی او شعرونه ځای شوی دي. د مجلی پدې ګڼه کې دغه ليکنې راغلې: په اسلامي شريعت کې د مساوات نظريه، له همايون خان سره مرکه التحقيق الوافي لحل مغلقات القاضي، غوسه د صحت او يادښت دښمنه ده، لرغونى افغانستان، رحمان بابا، د مرحوم کبير ستوري شخصيت، په ښوونه او روزنه باندې د نشه يي توکو يا د مسکراتو او روخانياتو... رښتين او پښتو د ساپوهنې په رڼا کې، د پور واده، د کونړ سيند وايي، انسان د "انسانيت" لپاره، حادثې، خدايه بل د ادب ستورى رانه لاړ، د افغان ادبي بهير غونډه، د ستورو قافلې، له ولسي شاعر خطاب الله سره مرکه، د ستورو کاروان ( شعرونه ، څلوریځي ، غزلی او نظمونه) او له محمدالله کټوازي سره مرکه، د ستوري مجلې اداره د خپلو ټولو درنو لوستونکو څخه هيله کوي، چې د مجلې په هکله خپل وړانديزونه او ليکنې د ادارې په پته راواستوي. ترڅو مونږ د لوستونکو په وړانديزونو د مجلې ليکنې کره او بشپړې کړو.

د مجلی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ

عرفان الله کوټوال د تنر کلی ـ طلائی بانډه د خاص کونړ ولسوالي د کونړ ولایت / افغانستان ټیلیفون :772931465-0093 E-mail: [email protected]

- عرفان الله کوټوال
بېرته شاته