(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دطالبانو دخبرو په وړانديز کې اخلاص نشته

[21.Oct.2008 - 15:47] 21/10/2008:دعوامي نيشنل ګوند ANPصوبايي مشر افراسياب خټک وايي دطالبانو لخوا دخبرو اترو وړانديز مخلصانه نۀ دى. پيښور کې ميډيا سره دخبرو په مهال ده وويل چی قبائيلي سيمې دجنګيالو په مرکزونو کې بدلې کړل شوي دی طالبانو دميډيا له لارې حکومت ته دخبرو وړانديز کړى چې اخلاص پکې نشته ، ولې چې دغه وړانديز په سياسي اؤ انتظامي توګه هم کيدى شو. ښاغلي افراسياب خټک زياته کړه قبائيلي سيمو کې دجنګيالو اډې داوردکوهي په څير دي چې ددې څخه راپورته کيدونکې داور لمبې دډيورنډ دکرښې دواړو خواؤ ته خلک اغيزمن کوي.دهغۀ په وينا ترهه ګرو قبائيل يرغمال کړي دي. داى اين پي ANPصوبايي مشر وويل سوات کې تندرويان سکولونو ته اور اچوي چې مقصد يې دمغرب غلبې لپاره لاره هوارول دي. ښاغلي خټک په ډاګه کړه چې دغه جنګيالي په هيواد کې خپلسرى نظام ټينګول غواړي چې يو صورت کې به هم نۀ زغملى کيږي. بلخوا دپاکستان دقباييلي سيمو سره تعلق لرونکو دقامي اسمبلۍ قبائيلي غړو نن دجمهوررئيس اصف علي زرداري سره اسلام اباد کې وليدل اؤ ورسره يې قبائيلي سيمو کې دتندلاريتوب په ضد دروانې جګړې په هکله هر اړخيزې خبرې او دپوځي عملياتو ختمولو په هکله وړانديزونه کړي دي اؤ په ډاګه کړې يې ده چی قبائيلي اولس دسولې پلوي اؤ دترهګرۍ پر ضد دي. وکړې. په دغه ليدنه کې دپښتونخوا گورنر اويس احمد غني اؤ وزيراعلي امير حيدر خان هوتي هم برخه درلوده. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته