(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باجوړ او سوات کی جګړی،کونړ کی برغمل او اسلام اباد کی امن جرګه

[26.Oct.2008 - 20:05] 26.10.2008: د باجوړ ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کې دامنيتي ځواکونو لخوا عملياتو کې 10 جنګيالي وژل شوي دي. دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو دباجوړ په ناواګئ، چارمنګ، ماموند اؤ دلويې سم شاوخوا سيمو کې دهيلي کاپټرو له لارې دجنګيالو پر پټن ځائيونو بمباري وکړه چې له امله يې 6 تندرويان ووژل شول. نن سحر دامنيتي ځواکونو اؤ جنګيالو ترمينځ نښته کې هم 4 جنګيالي وژل شوي وؤ. دباجوړ ناواګئ، چارمنګ اؤ ماموند سيمو کې کرفيو هم هاغه شان پځايې ده. دپاکستان يو ذاتي تيليويزيون ادعا کړې ده چې دامنيتي ځواکونو لخوا دجنګيالو په ضد عملياتو کې دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند مولوي عمر وژلى شوى دى. دغه طالب مشر دبډانو سيمه کې په يو غار کې پټ ؤ چې امنيتي ځواکونو پرې بمباري وکړه ، دبمبارۍ له امله دغه غار ړنګ شوى دى. اخوا سوات په توتانو بانډه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته جنګيالو راکټ راغلى دى چې له امله يې 1 پوځي ژوبل شوى دى. همدغه راز دسوات په منډال ډاګ سيمه کې شوې يوه نښته کې دتندرويانو دمهم کمانډر ملا شمشير په ګډون 5 جنګيالي اؤ9 اولسي خلک وژل شوي دي همدارازپه کونړ کې چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د هاليوډ په نامه دسړک جوړونی د يو شرکت 17 تنه کارکوونکي تښتولي دي، د کونړ دوالي وياند ادريس غروال په وينا دغو کارګرو د ماڼوګي ولسوالۍ په شوړيک سيمه کې پر يو سړک کار کاوه، چې وسله والو طالبانو له ځانه بوتلل، غروال زياته کړه چې سيمې اوسېدونکو او قومي مشرانو څوتنه کارګر د طالبانو له منګولو ژغورلي او يو شمېر اوس هم له هغوی سره یرغمل دي، وسله والو طالبانوتر دې دمه لا د تښتول شويو مزدورانو په اړه څه نه دي ويلي. بلخوا دافغانستان اؤ پاکستان ترمينځ دډيورنډ دکرښې دواړو غاړو ته دسولې اؤ امن راوستلو په غرض ګډه جرګه سبا دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې کيږي. په دغه 25کسيزه جرګه کې به دډيورنډ دکرښې څخه دواړو خواؤ ته پراتۀ قبائيلي مشران ګډون کوي. دپاکستاني هيئت مشري دپښتونخواګورنر اويس احمدغني کوي چې غړي به يې دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان، پخوانى وزير جي جي جمال، افراسياب خټک، مولانا محمد خان شيراني اؤ سردار يعقوب خان ناصر وي. افغان هيئت به دپارلمان پر غړو مشتمل وي چې مشري به يې پخوانى دبهرنيو چارو وزير کوي. دغه جرګه ګۍ کې دپولې دواړو غاړو ته دامن لپاره دقبائيلو ترمينځ دمرستې سيوا کولو په لارو چارو غور کولى شي. له دې وړاندې دغسې يوه جرګه پروسکال په کابل کې هم ترسره شوې وه چې پکې دپاکستان اؤ افغانستان مخوريزو قبائيلي اؤ پښتنو سياسي مشرانو برخه اخستې وه. بايد وويل شي دافغانستان اؤ پاکستان حکومتونه دتيرې څه مودې راهسې ديو بل په ضد دتورونو لړۍ دوامداره ساتلې ده اؤ دواړه خواوې پخپلو هيوادونو کې دامنيت دخرابې وضعې لامل يو دبل لاسوهنې ګرځوي ـ وی او ای ـ - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته