(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تنکيوځوانانودکريکټ ملي ټيم جوړ شو

[01.Nov.2008 - 13:01] 01.11.2008:د افغانستان د کريکټ ملي فدراسيون وايي چی دافغان کريکټ د ملي لوبډلې ترڅنګ یی د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد د تنکيو ځوانانو د کريکټ ملي ټيم جوړ کړ، چې غړي يې له ١٧ کالو کم عمرونه لري . د کريکټ نړيوالې شورا هم د کمکيو ځوانانو د کريکټ د لوبډلو په کتار کې د افغان ځوانانو دغه لوبډله له ځان سره ثبت کړې ده . ټاکل شوې چې د افغان کمکيو ځوانانو دغه لوبډله به د روان ۲۰۰۸ عيسوي کال د نومبردمياشتې په ١٤ مه نيټه د ټايلينډ په لورې وخوځېږي . د کريکټ فدراسيون چارواکي وايي له شاوخوا ٢٥� ځوانانو نه د ازموينې تر سخت بهير وروسته ١٤ تنه افغان ځوانان د ملي لوبډلې په غړيتوب ومنل شول . د لوبډلې مدير نورعلم فريد بي بي سي ته وويل د افغان ځوانانو دغه لوبډله اوس په پېښور کې تمرينونه ترسره کوي چې تايلينډ کې اسيايي لپاره چمتو شي. دا به لومړۍ ځل وي چې د ١٧ کلونو نه په کم عمر کې افغان ځوانان يه دې کچه کريکټ په اسيايي لوبو کې گډون وکړي . په دغو لوبو کې ټولټال نهه هېوادونو سيالۍ کوي،چې افغانستان به د سعودي عربستان،کويټ ، قطر، عمان، سنگاپور او بحرين په وړاندې خپل بخت ازمايي. که افغانستان د دغه ټورنمنټ پاي لوبو ته ووځي،نو په نيپال کې به په کیدونکو نورو نړيوالو لوبو کې چې دوه مياشتې وروسته ترسره کیږې، د ګډون چانس ترلاسه کړي . په تانزانيا او جرسي ټاپو کې د افغان کريکټ ملي لوبډلې برياليتوبونو وښووله چې د کريکټ په برخه کې افغانان نور ښۀ ګامونه اوچت کړي - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته