(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعوت پرله پسې ۲۱۱ ګڼه چاپ او خپره شوه

[01.Nov.2008 - 20:40] 01.11.2008:دعوت پر له پسې۲۱۱ ګڼه چې د سریزې تر څنګ یو لړ په زړه پورې لیکنې پکې خپرې شوي دی چاپ او خپره شوه. په سرلیکنه کې لولو: امريکا او ناتو پښتون وژنه مو نه منو مرګ د پښتنو په وژونکو په تیرو دریو لسیزو کې افغان ولس د مرګ ژوبلې، بدبختۍ، هیواد ورانۍ او په اصطلاح افغاني حاکمانو د پردیو ساز ته د نڅیدو پرته بل څه نه دي لیدلي. افغان باتور، غیرتي خو تش لاسی ولس هم د نورو انسانانو په څیر په خپل کور، کلی او هېواد کې د غریبانه خو ابرومند ژوندانه حق لري. د تیرور دریو لسیزو په ترڅ کې افغانان په پرله پسې ډول د یوې بلا نه خلاص نه وي چې بله بلا پرې نازله شوي وي. موږ به د تیرو اوو کلونو غمیزو یادونه وکړو چې افغان ولس د لویدیځو د ولسواکۍ د اور په لمبو کې سوزي او کړیږی. د ښاغلي کرزي په راتګ سره د غلو، داړه مارو، او وطن دښمنه عناصرو ته میدان خالی او په اصطلاخ شغالي شوی دی دا افغان دښمنه عناصر په هره وسیله چې وي د روسانو او ایرانیانو د پخوانیو نقشو او شومو پلانونو د پلي کولو له مخې ټوله هڅه یې دا وي چې پښتانه په هېواد کې په څه ډول ضعیفه او بیوسه کړي د امریکایی اشغالګر پوخ ته د هر ډول غلطو راپورونو او په اصطلاح دښمانانو نښه کولو له پاره ورته د پښتنو، کور کلی او سیمه په نښه کوي. امریکایان او ناتو د خپل غرور، زور او ټوپک په منطق غواړي د پښتنو په وینو د پښتنو زړونه خپل کړي. خو کومه لار چې دوئ نېولې د دې اصطلاح په بنسټ (دا لار ترکستان ته تللی). امریکایان او ناتو به په خپله پښتون وژنه په افغانستان او سیمه کې خپل عمر کم کړي چې د دې پرته به یې هیڅ په لاس ورنشي او د افغانستان نه به د افغانانو د زړونو د خپلولو پر ځای به د خپلو مړو او ټپیانو شمیره بیشمیره کړي. هغه پښتانه چې د حکومت په مشرانو کې په یوه نومره مځکه او یو موټر پلورل شوي د پښتنو له خوا د تف لعنت څخه پرته بل څه د ځان نه کړي. د پښتنو زړونه د پښتنو په احترام او عزت ګټل کیږي. او هر څوک چې د هر عنوان لاندې د پښتنو سپکاوې او د وینې توییدو سبب شي د پښتنو له خوا په هیڅ ډول نه بښل کیږي او د پښتنو د غچ او بدل انتظار دې وباسي یادونه: درنو هېوادوالو که وغواړۍ چې دعوت ستاسې په پوستي پته تاسې ته درورسیږی نو په خپل ګډون سره دا کار کولای شئ. دعوت د افغان ولس غږ چې د خپلو هېوادوالو د مالي مرستو پرته مو.هیڅ مالي منبع نه لرو. Dawat P.O.Box 289, 2001 Lillestrøm Norway E-mail::[email protected]

www.dawatnetfreemedia.org

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته