(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بارک حسین اوبامه د امریکا د ولسمشرۍ ټولټاکنې وګتلې

[05.Nov.2008 - 14:43] 05.11.2008:د خبری سرچینو له مخی بارک اوباما د امریکا په تاریخ کې لومړنی تورپوستکی ولسمشرغوره شو. کله چې د رایو شمیرې حسابیدلې او د بارک اوباما پلو دروند شو ، جان مکین مخالف او د جمهوریت غوښتونکي ګوند نوماندکاندید اوباما ته دبریالیتوب په خاطر مبارکي وویله . د اوباما په بریالیتوب په زرګونو امریکایان کوڅو ته راووتل او دهغه په بریالیتوب یې د خوشالۍ نڅاوې وکړې . راپورونه وايي چې تر یوسلو لس ملیونو زیاتو امریکایانوپه انتخاباتو کې ګډون وکړاو ښاغلي اوباما تردوه پنځوس فیصدو زیاتې رايې ګټلي دي . دا په داسي حال کې ده چې مکین ته په سلو کې اووه څلوېښت رایې اچول شوي دي . مکین اوباما ته ټېلفون وکړ اوهغه ته یې د دې بریالیتوب مباکي وویله .مکین دغه راز خپلو پلویانوته په وینا کې وویل : دامریکا خلکوخپل نظر څرګند کړ اودهغوی نظر ښکاره دی . له بلې خوا ولسمشر بوش هم ښاغلي اوباما ته مبارکي وویله .بوش له مکین سره هم ټېلفوني خبرې وکړې او د هغه انتخاباتي مبارزه او دبارک اوباما په وړاندې غبرګون یې وستایه . جان مکین دخپلې ماتې دمنلو په ترڅ کې وویل چې دا انتخابات تاریخي ول.مکین زیاته کړه چې داوباما بری د ملیونونو افریقايي الاصلو امریکایانولپاره یونوی پیل دی . هغه په عین حال کې وویل چې د اوباما بري وښودله چې په امریکاکې ټولوانسانانوته یو راز فرصتونه برابر دي . همداراز دامريکا نوي ټاکل شوي جمهوررئيس باراک حسين اوباما ويلي دي هغه نړۍ ته پيغام ورکول غواړي چې امريکا په ټوله نړۍ کې امن ته ليواله ده. دجمهوري رياست په ټاکنه کې لۀ برياليتوب ترلاسه کولووروسته په شکاگوکې دوينا په مهال ښاغلي اوباما وويل اوس په امريکا کې دبدلون وخت رارسيدلى دى اؤډيرزربه گټورې پايلي مخې ته راشي، نوموړي وويل دډيموکراټانوگټه دامريکايي اولس گټه ده اؤڅرنگه چې امريکايي اولس پرما باورکړى دى زۀ يې مننه کوؤم دباراک اوباما وينا وه په امريکايي ټاکنه کې دهغۀ کمپائن دامريکا دتاريخ ترټولوسترکمپائن ؤ اوباما وويل هغه دخپل مخالف کانديدجان مکين هم مننه وکړه او هغه له یې مبارکې ورکړه اوهيله لري چې مرسته به ورسره وکړي. داوباما وينا وه هغه دډيموکراسۍ دروح ترمخه کارکول غواړي اؤداولس دپاره داولس لۀ لارې داولسي حکومت منونکى دى. بايدوويل شي دجمهوري رياست په ټاکنه کې لۀ بريالي کيدووروسته به ښاغلى باراک حسين اوباما په ٢� مه جنورۍ دلومړي افريقايي امريکايي وگړي په توگه دهيواد٤٤م جمهوررئيس په صفت دخپل منصب لوړه کوي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته