(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولسي شاعر حاجي جمال سنګراو حافظ شريف حنفي په حق ورسیدل

[06.Nov.2008 - 12:41] پېښور، پنجشنبه زیارت 06.11.2008: دپښتو ژبې نامتو ولسي شاعر حاجي محمد جمال سنګر داتيا کالو په عمر دورپېښې ناروغۍ له لامله مړ شو،چې جنازه به يې نن ماسپښين دوه بجې دګنداو په بازار کې اداء شي ،نوموړي دمومن خان او شيرنۍ ولسي کيسه دمکمل ډېر غم په نامه په نظم کې ليکلې ،چې په دې سره يې په ولسي کچ ډېر مينه وال پيدا کړي وه . همدا رازپه پېښور کې دعبدالرحمان بابا دزيارت دجومات امام حافظ شريف حنفي دورپېښې ناروغۍ له لامله په په ۵/۱۱/۲۰۰۸ نیټه په حق رسيدلی اودعبدالرحمان بابا په هديره کې پرون خاورو ته وسپارل شو. امام حافظ شريف حنفي يو شمېر ادبي او کولتوری کتابونه ليکلي دي . دپښتـنـو ټولنیز ولسولیز ګوند د(PSDP) دلوی خدای له درباره د خدای بښخلو هر یو حاجي محمد جمال سنګر او امام حافظ شريف حنفي كورنیو ، خپلوانو او ملګرو ته د زړه صبر غواړۍ اوپه غم کۍ ورسره خان شریک ګڼۍ ۰ اروا دی ښاده او جنت فردوس دۍ په نصېب شی. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته