(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ایران اټومي وسلې نه منو

[08.Nov.2008 - 13:08] 08.11.2008: دخبری رسنیو او وی او ای د خبرونو له مخی امریکا نوي منتخب شوې جمهوررئیس براک اوباما د ټاکل کیدو وروسته خپل لومړی مطبوعاتی کانفرنس ته ویلي د امریکا اقتصادي واضعې ښه کولو لپاره یې ملگري صلاح مشورې کوي. ښاغلی اوباما زیاته کړه څنگه چې د راتلونکې جنورۍ په شلمه نېټه واک تر لاسه کړي نو د اقتصادي کړکېچ ختمولو لپاره به سم لاسي گامونه اخلي. هغه وویل په ملیو کې د کمې پلان به یې منځنۍ طبقې امریکایانو ته گټه ورکړي. ښاغلي اوباما د اقتصاد ښه کولو خپل پلان په واضحه توگه څرگند نه کړو خو زیاته یې کړه چې د اقتصاد پدې وضعې ښه کولو لپاره د مخکې نه اعلان شوي مالي امداد په کانگرس کې د دواړو گوندونو همکارۍ ته اړتیا لري. اعلان شوې امدادي پلان ٧� � ملیارده ډالر دی خو وایي چې یو بل امدادي پېکج ته هم اړتیا ده. د یو بل سوال په ځواب کې ښاغلي اوباما وویل چې د ایران جمهوررئیس احمدي نژاد لخوا ورته د مبارکې خط رسیدلی دی او ځواب به یې د جاج اخستلو وروسته ورکوي. نوموړي زیاته کړه امریکا د ایران اټومي وسلې په هېڅ صورت نه مني. په مطبوعاتي کانفرنس کې نه خو براک اوباما او نه هم خبریالانو د ترهگرۍ پرضد جگړې یا افغانستان یا عراق په اړه خبره وکړه. د مطبوعاتي کانفرنس نه وړاندې امریکایي خبري ادارو اټکل کولو چې کیدې شي نوی منتخب شوې جمهوررئیس به د عراق او افغانستان جگړو ترڅنگ په پاکستان هم خبرې وکړي. د یوې بلې پوښتنې په ځواب هغه زیاته کړه د کابېنې په ټاکلو کې به د بیړې نه کار نه اخلي او دیې ومنل چې د استخباراتي ادارو لخوا یې رپوټونه اوریدل پېل کړی دي. په لومړي مطبوعاتي کانفرنس کې ښاغلي اوباما ټولې پوښتنې د خپلې خوښې خبریالانو نه اخستې دي. ښاغلي اوباما د امریکا جمهوررئیس بوش لخوا سپېنې ماڼی د بلنې نه مننه وکړه. نوموړي دا مطبوعاتي کانفرنس شکاگو ښار کې کړی دی. د کانفرنس په وخت د ښاغلي اوباما نوې ټاکل شوې مرستیال جمهورئیس جوبائیډن او نور ملگري هم موجود وؤ. د ښاغلي اوباما د لومړی خبري کانفرنس نور حال تاسو د اشفاق مومند په رپوټ کې اوریدې شۍ. بلخوا د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیره زیپي لیوني وایی چی د ایران سره به هر راز خبري کول د کمزورۍ نښه وی. هغې نن د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو په رادیو کی وینا وکړه او د امریکا انتخاب شوي جمهور رئیس ته یې د خپل حکومت لومړنی رسمي یاد داشت واستاوه. ښاغلي اوباما د انتخاباتي مبارزې په دوران کی ویلي و چی دی غواړی د ایراني مشرانو سره خبرو ته کښیني. لیوني چی د بل کال په سر کی به په انتخاباتو کی د کدیمه د گوند مشري په غاړه واخلی وایی چی په داسی وخت کی خبري کول به چی نړۍ په ایران باندی د بندیزونو لگولو نه لاس اخیستی ستونزي را پیدا کړی. د امریکا اوسني حکومت په ایران باندی د نورو بندیزونو لگولو پیشنهاد کړی، مگر د روسیې او نورو له خوا یې دا پیشنهاد رد سوی دی. لیوني وویل چی دا باور لری چی ښاغلی اوباما نه غواړی چی ذروي وسلې لرونکی ایران دی ومنی.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته