(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاچا خان ،دامن او عدم تشدد سترمبارز نړيوال سيمينار

[09.Nov.2008 - 20:57] د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه له تاسو درنوهیوادوالو څخه په درناوي هیله کوي ، چې له موږ سره د پاچاخان ، د امن او عدم تشدد ستر مبارز نړیوال سیمینار کې ګډون وکړﺉ او په خپل راتګ سره دغه غونډه لا درنه کړﺉ. په درنښت د ټولنې د مشرتابه جرګه د غونډې پروګرام : غونډي ته راتګ 16:00 بجې د سیمینار پیل 17:00 بجې پرانستونکې وینا 1 ــ علمي غونډه : په علمي غونډه کې دغه پوهان مقالې او ویناوې اوروي : ــ ښاغلی راجموهن ګاندي ( د امکان په صورت کې ) ــ ښاغلی سر محقق عبدالله بختانی خدمتګار ــ ښاغلی افضل خان لا لا ــ ښاغلی ډاکټر فضل الرحیم مروت ــ ښاغلی پروفیسور رحمت ربي زیرکیار ــ ښاغلی اسفندیار ولي خان 21:00 بجې دمه ، (خوراک او څښاک ) 2 ــ جشني برخه ټنګ ټکور او ملي اټنونه ــ انجینیر لطیف راهي د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په دې ویاړلي مناسبت دغه نوي ( 6 ) ټوکه کتابونه د چاپ پر ګاڼه سمبال کړل او خپل ( 106 م ) نومره کتاب یې هم خپلو هیوادوالو ته وړاندې کړ: 1ــ د باچا خان لیکونه 2 ــ باچا خان په افغانستان کې 3 ــ زما ژوند ، جد او جهد 4 ــ د کمیا قاموس 5 ــ جینیتیک 6 ــ افغانستان او باچا خان وخت : 28.11.2008 د جمعې ورځ ، مازدیګر 16:00 بجې پتـه : Event Palast Max – Planck – Str. 9 a 50354 Hürth bei Köln Tel.: 02233 – 71 79 80 Mobil: 0173 – 24 35 35 0 event-palast.com ضروري یادونه : درنو هیوادوالو او په سیمینار کې ښاغلو ګډون کونکو ! د ټولنې د کارونو د ښه سمبالښت په موخې ، له تاسو څخه په درنښت هیله کیږی ،چې خپل دایمیل ادرسونه ، زموږد ټولنې د ایمیل په پته راولیږﺉ او یا دا چې د سیمینار په ورځ د ټولنې مسوول کسانو ته وسپارﺉ . [email protected] ډیره مننه د ټولنې د مشرتابه جرګه - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته