(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مولانا فضل الرحمان ستونځه پښتونستان نه بلکې د رشوت ځمکې دي

[11.Nov.2008 - 13:22] د پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسېن د "لوى پښتونستان" د لوحو او په دې جنجال د جمعيت علماء اسلام د نيوکو په ځواب کې وويل چې عوامي نېشنل گوند نه د پښتونستان خبره کړې ده او نه يې داسې لوحې لگولې دي؛ اصلي ستونځه دا نه ده بلکې د پروېز مشرف د حکومت په دوره کې مولانا فضل الرحمان ته شپږ زره کاناله ځمکه د رشوت په توگه ورکړاى شوې وه او حکومت اوس ترې هغه ځمکه بېرته اخيستې ځکه چې دغه ځمکه د مشرف شخصي نه بلکې د پښتونخوا د حکومت ده. د وزير په وېنا د جمعيت علماء اسلام مشرانو ته دغه ځمکه د دې لپاره ورکړاى شوې وه چې په اساسي قانون کې د اولسمې مادې د زياتولو لپاره د مشرف ملاتړ وکړي او په دې توگه هغه په سياسي مېدان کې پياوړى کړي. د جمعيت علماء اسلام په گډون د ديني گوندونو اتحاديې متحده مجلس عمل پارليمان څخه د دغې مادې په منظورولو کې د متقاعد جنرال پروېز مشرف مرسته کړې وه. ميا افتخار زياته کړه چې د جمعيت علماء اسلام مشرانو د مشرف او نورو ديکتاتوري حکومتونو څخه ډېر رشوتونه ترلاسه کړي دي او اوس د خپلو دغو تورو کړنو د پټولو لپاره د پښتونستان د لوحو او نورو ورته وړو وړو مسئلو نه غټ سياسي جنجال جوړوي او خلکو له دوکه ورکوي. هغه د جمعيت علماء اسلام د مولانا گل نصيب د دې تور په ځواب کې چې د باچا خان مرکز لخوا جوړو شويو ښوونځيو کې د "پاکستان شادباد" په ځاى د ملي ترانې په توگه د غني خان "اى زما وطنه د لالونو خزانې زما" غږول کېږي، وويل چې پښتو ژبه خپل غټ غټ او ښه ښه شاعران لري او د هغوى ترانې سپېڅلى فکر لري چې وياړ پرې کېداى شي ځکه نو د نورو ژبو د ترانو غږولو ته اړتيا نلري. لدې وړاندې د پښتونخوا اعلى وزير امير حېدر خان هوتي د پېښور او بنو د پوليسو د مشرانو په گډون يوه کمېټي جوړه کړه څو د "لوى پښتونستان" د لوحو د معاملې څېړنه وکړي او پکې ککړ کسان ونيسي. اعلى وزير وويل چې د "لوى پښتونستان" لوحې د عوامي نېشنل گوند د حکومت د بدنامولو يوه هڅه ده او عاملين به يې خامخا د قانون منگولو ته سپاري. له هغه وړاندې د مولانا فضل الرحمان د جمعيت علماء اسلام د ډلې ايالتي مشر مولانا گل نصيب په پېښور کې يوې غونډې ته وېنا وکړه او وې ويل چې عوامي نېشنل گوند په سيمه کې د لوى پښتونستان د جوړولو توطيه جوړه کړې ده او په دې توگه غواړي پاکستان او افغانستان مات کړي چې دا کار جمعيت علماء اسلام او نورو اسلامي گوندونو ته د منلو وړ ندى. هغه عوامي نېشنل گوند تورن کړ چې دا هر څه يې پخپله جوړ کړي خو اوس د خلکو د عکس العمل سره د مخ کېدو له امله يې نه مني. لدې وړاندې د همدې ډلې مشر مولانا فضل الرحمان په وزيرستان او ځينو نورو سيمو کې په هغو لوحو هم نيوکه کړې وه چې د حکومت لخوا د افغان کډوالو وطن ته د ستنولو په لړ کې د تشويقولو په موخه لگول شوې وې او د حمزه بابا دا شعر پرې ليکل شوى و چې "وروځې لېمه سترگې باڼه پښتانه + څنگه يو ځاى شول پښتانه پښتانه." د مولانا فضل الرحمان د جمعيت علماء اسلام وېنا ده چې په دې لوحو هم د افغانستان او پاکستان د پښتنو د سيمو يوه جلا نقشه جوړه شوې ده او دا د دې مانا ورکوي چې عوامي نېشنل گوند د لوى پښتونستان د جوړولو لپاره د خلکو ذهنونه اماده کوي. د پښتونخوا اعلى وزير امير حېدر خان هوتي درې ورځې وړاندې مردان کې يوې غونډې ته د وېنا پر مهال دغه تورونه رد کړل او وې ويل چې دا د عوامي نېشنل گوند د بدنامولو يوه هڅه ده. هغه زياته کړه چې عوامي نېشنل گوند په لوى پښتونستان نه بلکې د پاکستان دننه د صوبو په يووالي يقين لري او د همدې هدف لپاره کار کوي.
پښتونخوا کې د پښتونستان د مسلې د اوږد تاريخ په نظر کې نيولو سره ويل کېداى شي چې د سياسي پوهې لرونکي خلک په دې خبره تقسيم دي. عوامي نېشنل گوند چې د نېشنل عوامي گوند او د خدايي خدمتگار تحريک له خېټې راوتلى اوس د پښتونستان په اړه پخوانى دريځ ردوي او ان تر دې وايي چې ولي خان هم د پښتونستان خبره نه ده کړې. خو د سخت دريځو مذهبي گوندونو او مسلم ليگي سوچ خلکو لخوا پرې تور لگول کېږي چې عوامي نېشنل گوند يو واضح دريځ نلري، ځکه چې کله د پښتونخوا او پښتونستان خبره کوي او کله يې پرېږدي. اما د پښتنو دويم گوند، يانې د محمود خان اڅکزي پښتونخوا ملي عوامي گوند بيا په خپل دريځ کې د عوامي نېشنل گوند څخه په دې مسله وړاندې او په واضحه توگه د پښتنو د يووالي خبره کوي. د عوامي نېشنل گوند يو مرکزي رهبر افضل خان لالا هم د لر او بر پښتون د وحدت ښکاره داعي دى او وايي چې پښتانه د ډيورنډ کرښه نه مني او بالاخر به يو کېږي. د پښتونخوا ملي عوامي گوند يو کارکوونکي سلېمان کامل د دې لوحو يا بل بورډونو په اړه وويل چې دا دومره غټه خبره نه ده ځکه چې دلته په پېښور او مردان کې ځاى په ځاى د اسامه بن لادن او طالبانو په ملاتړ هم لوحې لگېدلې دي او حکومت يا بلې کومې ډلې پرې نيوکه نده کړې نو که د پښتونستان يا پښتونخوا لوحې ولگېدلې حکومت او جمعيت علماء اسلام ته يې څه تکليف دى. هغه زياته کړه چې د حکومت او جمعيت علماء اسلام دواړو سره دا مهال کومه سياسي تگلاره نشته چې خبره پرې وکړي نو د دا ډول وړو خبرو نه مسلې جوړوي. ښاغلي سلېمان کامل وويل چې دې نه د دې دواړو گوندونو دوه مخې تگلارې او د خلکو د دوکه کولو رجحان روښانه کېږي. Rapoor Abdul Hadi Hairan Independent Scholar, Journalist - عبدالهادي حيران
بېرته شاته