(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بشيربلور د ځانمرګي بريد څخه بچ شو

[11.Nov.2008 - 22:38] :11.11.2008 په پيښور کې دقيوم سپورټس کمپليکس پر مرکزي دروازه کې ځانمرګي بريد شوى دى چې له امله يې ديو ماشوم په ګډون ٣ کسان وژل شوي اؤ١٤ نور ژوبل شوي دي. دسرچينو له مخې دصوبو ترمينځ دلوبو ددستورې په مهال دغه چاؤدنه دپښتونخوا دمشر وزير بشيربلور دراوتلو سره سم دهغه ګاډي سره نزدې وشوه خو نوموړى ددغه بريد څخه بچ شوی دى. له چاؤدنی وروسته دقيوم سټيډيم څخه بهرمنډې ترړې جوړې شوي. ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دپيښور ليډي ريډنګ روغتون ته رسول شوي چې پکې ٢ پوليسان هم شامل دي. بل لوري ته دپښتونخوا داطلاعاتو وزير میا افتخار حسین ددغه پيښې څخه وروسته وويل چی دلوبو ميدان کې لږ ترلږه ١٢ سوه لوبغاړي اؤ شاوخوا١� زره ننداره چيان موجود وؤ خو هغوي خوندي دي. هغۀ وويل چاؤدنه ځانمرګي وه چې پکې ٣ کسان وژل شوي اؤ٧ نور ژوبل شوي دي. هغۀ وويل دترهه ګرۍ په ضد جګړه روانه ده. ويل کيږي په دغه ځانمرګي بريد کې ٧ کلو چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ نيويارک: د عوامي نېشنل ګوند ANPمرستيال حاجي محمد عادل چې د نيويارک د ښار د بروکلين په ويلېج هوټل کې خبريالانو ته وويل چې دا جګړه په اصل کې د پښتنو پرضد ده چې د دۀ په قول د پولې په دواړو خواوو کې پښتانه تر تېغ وزي. دۀ دا هم وويل چې دوی د تحريک طالبان پاکستان سره خبر اترو ته چمتو دي، خو له بهرنيو جنګياليو سره د ډغرې وهلو لپاره د نړۍ مرستو ته سخته اړتيا لري . ښاغلي عادل پر نړيوالو غږ وکړ که د ترهګرۍ پر ضد جګړه ګټل غواړي، نو له موږ سره له مرستي پرته بله چاره نه لري . ده نړيوالو ته خبرداری ورکړ چې په سيمه کې د ترهګرۍ پرضد جګړه زموږ له مرستې پرته څوک ‎نه شي ګټلی او ان تصور ‎يې نه شي کولای . ده وويل که دا جګړه موږ بايلو نو د ده په خبره ټوله نړۍ يې هم نه شي ګټلای. ښاغلي عادل زياته کړه چې امريکا به هېڅکله هم په بې پيلوته الوتکو دا جګړه ونه ګټي. دۀ همدارنګه د امريکا د لښکرو له خوا په قبايلي سيمو کې هوايي بريدونه په ټينګه وغندل. ښاغلي عادل د امريکا د نوي ولسمشر بارک اوباما د دې نظامي ستراتيژۍ په باب چې افغانستان ته نور لښکر استوي هم رډ مخالفت څرګندکړ. ده وويل چې د خبري حل په خبرو اترو کې دی او د ده په خبره غوټه چې په لاس خلاصيږي خولې ته حاجت نشته. ښاغلي عادل وويل چې د دوی عوامي نېشنل ګوند له لويه سره په سوله ييزه مبارزه باور لري او همدې ته به دوام ورکوي . ده وويل چې هر څوک او په هر نامۀ چې زموږ هېوادوال راوژني موږ د قاتل په سترګه ورته ګورو او پښتون وژنه يې بولو. بلخواد پاکستان پوځ واېې چې د سوات په دره کې د مټی او کابال په علاقو کې له تندلارو سره په شخړو کې اوه تندلاری وژل شوې اوڅو تنه نور زخمی شوېدی . د خیبر په دره کی پرون ۱۰/۱۱/۲۰۰۸ دېارلس لارۍ چا برمته کړېدی چې په افغانستان کې ېې خارجې قواوته مهمات ور وړل.س د خېبر دری مسوول چارواکی ووېل چې دغه لارۍ موټرونه په څلور مختلفو ځاېونو کې ونېول شوې. دغه لاره ټوله ٣٥ کېلومتره اوږده ده او شپېتو تنو ټوپک والاو چې تور وربوزونه ېې وهلی وو په لارېو باندی حمله وکړه. هغه ددغو لارېو د برمته کولو پړه پر هغو افراطېانو واچوله چې د بېت الله مسېد پلوېان دی. د خېبر دره هغه مهمه لاره ده چې دغربی عسکرو لپاره په افغانستان کې مهمات ور رسوی - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته