(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مرورې د نيول شوي ولسوال عبدالغياث اعدام څو ساعته وځنډيده.

[21.Nov.2008 - 11:48] 21.11.2008: SCPRD.COM دخبر له مخی دکونړ ولايت د طالبانو سيمه يز وياند قاري ضيا الرحمن ايس سي پي ار ډي ته د ټيلفون په ليکه وويل، چې د کونړ ولايت طالبانو پرېکړه کړې وه، چې د مرورې نيول شوى ولسوال عبدالغياث نن اعدام کړي، خو د سيمه يزو قومي مشرانو د جرگې له مخې د نوموړي اعدام څو ساعتونه وځنډيده .نوموړي زياته کړه، چې د کونړ والي واحدي ويلې دي، چې طالبان د عبدالغياث اعدامول د شخصي تربگنۍ له مخې کوي ، خو طالبان غواړي، چې د عبدالغياث په اعدام سره د کابل د ادارې له خوا د سياسي بنديانو د اعدامولو مخه ونيول شي او دولتي چارواکي اړ شي، چې د بنديانو تبادلې ته غاړه کيږي په داسې حال کې، چې طالبانو د کابل له ادارې غوښتي که د دوى پنځوس نيول شوي طالبان راخوشې نه کړي نو دوى به د کونړ ولايت د مرورې نيول شوى ولسوال عبدالغياث اعدام کړي. د عبدالغياث ورور محمد شيران خبريالانو سره په خبرو کې له طالبانو غوښتنه کړې، چې د ده ورور دې راخوشې کړي. عبدالغياث څوارلس کاله د خلقيانو له خوا بندي شوى و،نوموړى مسلمان دى ، ميرمن او ٧ کلن زوى يې عصبي ناروغان شوي دي. محمد شيران زياته کړې، چې زه په خپله غريب سړى يم د سبزې په منډه يې کې مزدورې کوم نه بل ورور لرم او نه بل خواخوږى، چې زمونږ غم وخوري د خبر تر ليکولو پورې جرگه روانه ده، چې وروستۍ پرېکړه به د کابل په وخت له غرمې وروسته درې نيمې بجې کيږي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته