(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لاريون کې ګډون وکړئ

[26.Nov.2008 - 14:49] افغان وژنه بس کړئ ! هسکه مينه! شينډنډ! هودخېل! څاروان کلا! نادعلي! زرمت! شاه وليکوټ! نور چېرته؟ نور کله ؟ او نور مو څومره وژنیء!؟ خالقه بيـــــــــا مې پر وطن باندې اوريږي ګولۍ بيــــامې د هيلو په غوټيــــــــو کې لګيږي ګولۍ مځکه آسمان کلی بانډه وچ اولانده مې سوځي پرماتو څانګومې د ګل پر ځای غوړيږي ګولۍ داډزې بندې کیء زهره مې چوي د خـــــــدای دپاره ډزې ولې کوئ افغـــــان وژنـــــــه نوره بس کـئ اې په وير ويرژلو او په زړو خوږمنو افغانانو! هره ورځ مو وژني، ښادۍ مو په غمونو اړوي او ختمونه مو په محشرونو بدلوي ، نه مو پر زړو او ځوانانو رحم کوي او نه موپرښځو او ماشومانو! نور به څومره ورته ګورو اونوربه څومره دا ظلم او ناروا زغمو؟ حديث شريف دی ، چې که تاسو يو ناروا عمل ووينیء نو په لاس يې د مخنيوي هڅه وکړیء ، که دلاس وس مو نه درلود نوپه ژبه توصيه ورته وکړیء او که دا وس مو هم نه درلود نو په زړه کې کرکه ورځنې وکړیء، چې دا وروستی يې تر ټولو کمزوری ايمان دی . نو اې غيرتي او مؤمنو افغانانو ! که په رښتيا له خپلو هغو هېوادوالو سره ، چې بهرنيو بمونو يې ښادۍ په وير اړولي ، د چا يې ټوله کورنۍ او د چا يې ډېر خواږه عزيزان ترې اخيستي ، که له هغوی سره لږه خواخوږي هم لریء، او که غواړیء د خپلو نورو هېوادوالو د وژنې په مخنيوي کې مو خپل ديني ، ملي او انساني مسووليت ادا کړی وي ، نو راځیء چې خپل غږ اوچت کړو او دغه ناروا عمل په خپلو ژبو وغندو او په هغه درنه مظاهره کې ، چې له همدې امله د پنجشنبې په ورځ د قوس په اوومه نېټه له پارک زرنګار څخه پيل کيږي ګډون وکړو او د خپلو بې ګناه او معصومو هېوادوالو وژنه په يوه غږ او ښه اوچت غږ وغندو. په افغاني درد او احساس د مظاهرې وخت: پنجشنبه د قوس ۷ مه نېټه ، د غرمې ۱۲ بجې د راټولېدو ځای : استقلال لېسې ته مخامخ د زرنګار پارک - د افغانستان ملي سراسري جرګه
بېرته شاته