(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په باجوړ کې قامي لښکر او دکابل ښار کي ځانمرګي برید

[27.Nov.2008 - 21:01] : Nov 27, 2008تاند د خبر له مخی په باجوړ ایجنسۍ کې د سلارزو قبایلو لويه جرګه د تحصيل په هيډکوارټر پشت کې وشوه چې پکې د پشت دسیمې مشر شهاب الدين خان ، ملک مناسب ، ملک عبدالسلام ، ملک کمال او نورو مشرانو په ګډون اته سوه قبایلي مشرانو د طالبانو خلاف د شل زره ځوانانو قامي لښکر دجوړولوفیصله وکړه . جرګې په سيمه کې د امن وامان د رواستلو لپاره په شل زره قبایلي ځوانانو مشتمل د قامى لښکر او ورسره د يو شمير نویو چيک پوسټونو ( دتلاشۍ پوستو) د جوړولو فېصله وکړه . په دغو چيک پوسټونو کې به قبایلي رضا کار ګومارل کېږي . جرګه کې دا فېصله هم وشوه چې شرخوښو ته د پناه ورکوونکو کورونه به سوځول کېږي او ټوله کورنۍ به له ایجنسۍ نه شړلی کيږى او ورسره به پرې د شل لکه روپو جرمانه هم لګول کېږي . هغوی داراز پرېکړه وکړه چې سلارزوته به د نورو علاقوخلکو پابندي لګوي . جرګې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په سيمه کې د حکومت د واکمنۍ دټینګولوپه لړ کې دې په فوري توګه امنیتي ځواکونه(سيکورټى فورسسز) نور چيک پوسټونه جوړ کړي او ګڼ شميرامنیتي ځواکونه دې ځای پرځای کړي . سلارزي به له سیمه ییزې ذمه وارۍ سره سم امنيتى اهلکارو ته پوره پوره تحفظ ورکوي او له دوى سره به اوږه په اوږه جنګيږي .بی این ای :نن سهار دکابل ښار ددريم مکروريان په واټ کي دځانمرګي بريد له امله څلور تنه شهيدان اواووه تنه نور ټپيان شول .دمرکز دساحوي زون دامنيه قومانداني مرستيال جنرال عليشاه احمدزي باخترا ژانس ته وويل : ځانمرګي چي په کرولاډوله موټر کي سپور و ددريم مکروريان په واټ کي دامريکايي پوځونو ترشاه خپل په چاوديدونکو موادو بار موتر وچاوه .عيني شاهدانو ددغي پيښي دټپيانو اوقربانيانوشمير په لسګونو تنه ښودلي دي . پژواک خبري اژانس د روان نومبر پر ٢٥د امريکا په متحدو ايالتونو کې د ‌ژورنالېستانو د دفاع د کمېټې له خوا د٢� � ٨ کال د رسنيو د ازادۍ نړيواله جايزه وګټله . د خبرونو له مخې، دغه جايزه د نيويارک په ښار په يوه غونډه کې د پژواک خبري اژانس مشر دانس کړوخېل او د دغه اژانس مسوولې مدېرې فريدې نېکزاد ته ورکړل شوه . په غونډه کې د پژواک خبري اژانس مشر وويل چې پژواک يوه کاري ډله ده او زه دغه جايزه همدې ډلې ته ورکوم، ځکه چې دغه جايزه ما د دوی د کاري ظرفيتونو او زيار په پايله کې تر لاسه کړې ده . د غونډې بلې ويناوالې فريدې نېکزاد هم وويل او په افغانستان کې يې د شته خنډونو پر وړاندې د ښځينه کارکوونکو پر هلو ځلو خبرې وکړې . په غونډه کې يو شمېر نورو ژورنالېستانو ته هم جايزې ورکړل شوې . تردې وړاندې پژواک خبري اژانس هم ورته جايزې گټلې وې، چې لومړۍ هغه يې په کاناډا کې د تېر کال د لړم په مياشت او دويمه يې د عکسونو په برخه کې د اسپانيا په اسټوپونيا ښاد کې ترلاسه کړې . پژواک خبري اژانس له ١٣٨٣ کال راپدېخوا د تحليلي فيچرونو او رپوټونو سربېره، په درېيو (پښتو، دري او انگليسي) ژبو فعاليتونه کوي . پژواک خبري اژانس د افغانستان په ٢٣ ولايتونو کې خبريالان لري، او سربېره پردې، له هېواده بهر د پاکستان، مسکو او امريکا په څېر هېوادونو کې هم فريلانس خبريالان لري، چې د افغانستان اړوند خبرونه برابروي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته