(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په افغانستان او سعودي کې دسمبر اتمه او په پاکستان کې به په نهمه به لوى اختر وي

[29.Nov.2008 - 21:25] شنبه (خالي) ٢٩/١١/٢� � ٨ SCPRD,پېښور:نن د ذوالحجې د مياشتې لومړۍ نېټه ده په افغانستان او سعودي عربستان کې به د دسمبر د مياشتې په اتمه نېټه د دوشنبې په ورځ لوى اختر وي. د پاکستان د مياشتې د ليدو کميټۍ مشر مفتي منيب الرحمان تېره شپه اعلان کړى، چې د دسمبر د مياشتې په 29نېټه د سې شنبې په ورځ به لوى اختر وي په دې حساب تېره شپه د پاکستان په سيمو کې د ذوالحجې مياشت نه ده ليدل شوې ، خو د افغانستان د ستورو پېژندونکي ټولنې مشر عبدالله قندهاري اعلان کړى،چې تېره شپه ورته دننگرهار په شينوارو کې د ذوالحجې د مياشتې د ليدو شواهد تر لاسه شوي نو په دې اساس د دسمبر د مياشتې اتمه نېټه، چې د ليندۍ د مياشتې د 18مې سره سمون خوري د لوى اختر ورځ وي او شرعي اعلان به د افغانستان ستره محکمه کوي. -
بېرته شاته