(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

((افغان وژنه بس كړئ)) لاريون تر سره شو

[29.Nov.2008 - 21:32] د ((افغان وژنه بس كړئ)) په نامه په پلازمېنه كابل كې د ليندۍ په اتمه نېټه، د زرګونو افغانانو په ګډون د افغانستان ملي سراسري جرګې لخوا يو ستر لاريون تر سره شو. چې په جنګ شي نو په ننګ شي، stop killing afghans ، افغان وژنه بس كړئ، زموږ ودونو ته د بمونو ډالۍ مه رالېږئ، او. . . هغه شعارونه وو، چې د اسقلال ليسې څخه د ملګرو ملتونو دفتر پورې د ګډونوالو لخوا ويل كېدل.
افغانستان ته د بهرنيوځواکونو (ناټواوايساف)له راتګ څخه اوه کاله اوړي، په دغو اوو کلوکې د دې ترڅنګ چې نړيواله ټولنه د امنيت د ټينګولو په اړه په خپلو ډېرو ژمنو کې پاتې راغلې، له بده مرغه د ملکي وګړو وژنه هم ورځ په ورځ زياتېږي.که څه هم له هماغه لومړۍ ورځې څخه د افغانانو له ژوند سره په مجموع کې او د ملکي وګړو له ژوند سره په ځانګړې توګه په ډېرې بې پروايۍ چلند شوی، خو په دې وروستيو وختو کې دغو وژنو ډېر پراخ اوغمجن ابعاد غوره کړي، د استوګنو پر سيمو پرله پسې ړندې بمبارۍ ترسره کيږي او ډېر کله د ودونو او ښادۍ مراسم په وير اړول شوي او د واده جوړې ته بمونه او توغندي د ډالۍ په توګه اورول شوي دي، چې هسکه مېنه ، شينډنډ، وچ باختواو شاه وليکوټ يې ورو ستۍ بېلګې دي. د افغان ولس د پرله پسې نيوکو او اعتراضونو سربېره، نه يوازې د وژنو په کچه کې کوم کمی نه دی راغلی، بلکې بهرني ځواکونه معمولاٌ پر پېښو او واقعيتونو سترګې پټوي. اګر چې وسله وال مخالفين هم د ملکي وګړو له ژوند سره له پوره بې پروايۍ کار اخلي، خو دا په دې مانا نه ده چې نړيوال ځواکونه دې د استوګنې پر سيمو ړندې بمبارۍ وکړي او بيا دې پړه پر نورو واچوي. د بهرنو ځواکونوله بې پروايۍ او بې رحمۍ ډک چلند د افغان ولس ترمنځ ناهيلي او ژوره کرکه رامنځته کړې او هغه ځواکونه چې په پيل کې د مرستندويانو په سترګه ورته کتل کېدل ، اوس ورو ورو د نيواکګرو څېره غوره کوي. د دغو ټولو پېښو ترمنځ له بده مرغه د افغانستان دولت هم ونه شوکولی د يوه ملي دولت دنده او مسووليت ترسره کړي ، د افغانانو د ژوند له حق څخه دفاع وکړي، د بې ګناه وژنو مخنيوی وکړي او د وژنو عاملين محاکمې ته راکاږي. د افغانستان ملي سراسري جرګه ، چې د شاوخوا سلو سياسي ، ټولنيزو،مدني سازمانانو او قومي شوراګانو استازېتوب کوي ، د همدې لاريون له لارې دغه لاندې ټکي او غوښتنې وړاندې کوي. 1- موږ په افغانستان کې پر ټولو نړيوالو ځواکونو( ناټو، ايساف او امريکايي ځواکونه) غږ کوو،چې نور دې په قطعي ډول د استوګنو پرسيمو له بمباريو او ړندو عملياتو ډډه وکړي. موږ ته نور په هېڅ نوم او پلمه د استوګنو پرسيمو بمباري د منلو وړ نه ده. 2 – دابايد په ياد ولرو، چې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره دځانګړو عواملو له مخې د بهرنيوځواکونو شتون زغمل شوی، خو که د ملکي وګړو وژنې همداسې دوام ومومي اوسنی زغم به په کرکه اوعمومي پاڅون بدل شي. 3 – موږ په افغانستان کې د دموکراسۍ تر شعار لاندې د تش په نامه لوکسو حقونو د مخه د ژوند او مصوونيت حقونو ته اړتيا لرو. که زموږدا طبيعي حقونه تر پښو لاندې کيږي ، نو بهرني ځواکونه دې هم نور له افغان ولس څخه د سوله ييز غبرګون تمه نه کوي. 4 – که د نړيوالو ځواکونو لپاره په رښتيا د افغانانو ژوند ارزښت لري ، نو يوازې د (ساري) ويل کفايت نه کوي، بلکې د دې ترڅنګ چې بايد له ړندو بمباريو کلکه ډډه وشي ، لومړی د ې د تېرو پېښوعاملين په ډاګه او محاکمه شي او بيا دې د دغو ړندو عملياتو او بمباريو قربانيانو ته د نړيوالو معيارونو له مخې خونبها او خساره ورکړل شي. 5 – څرنګه چې له بده مرغه د نړيوالو ځواکونو شتون اوعملياتو تراوسه د امنيت په برخه کې تر ګټې تاوان زيات رسولی ، د دې ترڅنګ چې له وسله والو مخالفينو سره د تفاهم او خبرو پر اړتيا ټينګار کوو ، د بشپړې سولې تر ټينګيدو پورې د جګړې له ټولو اړخونو غوښتنه کوو ،چې د ملکي وګړو د ژوند حق او د جګړې د نړيوالو قوانينو کلک درناوی وکړي. 6 – موږ له نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو له نړيوالو موسسو غوښتنه کوو ، چې له خپل توان اوصلاحيت څخه دملکي وګړو د وژنو په مخنيوي کې کارواخلي او د جګړې مجرمين او د ملکي وژنو عاملين نړيوالو محکمو ته راکاږي. 7 – که د افغانستان دولت په رښتيايو منتخب ملي دولت اود خپل ولس د حقونو ساتونکی وي، نو له يوې خوا دې له خپلو وسله ځواکونو څخه په ځانګړې توګه د جګړو په سيمو کې مشکوک او مفسد عناصر وباسي او له بلې خوا دې د ملکي وګړود بهرنيووژونکو پروړاندې په نړيوالو محکمو کې دعوا وکړي. 8 – موږ د دولت له ټولو وسله والو مخالفينو څخه هم په کلکه غوښتنه کوو، چې له ملکي وګړو څخه دې د انساني ډال په توګه کار وا نخلي او چېرته چې د ملکي وګړو ژوند ته د زيان امکان موجود وي هلته دې له هرډول عملياتو په قطعي ډول ډډه وکړي. د افغانستان ملي سراسري جرګه ټينګار کوي، چې که د دوی دا مشروع غوښتنې ونه منل شي دوی به د خپلو هېوادوالو د وژنې د مخنيوي لپاره پرنورو جدي لارو چارو فکر او اقدام وکړي. دافغانستان ملي سراسري جرګه - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته