(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمنی کی دباچاخان نړيوال سيمينار جوړ شو

[01.Dec.2008 - 22:14] د افغانستان د کلتوري ودي ټولني په ۲۸/۱۱/۲۰۰۸ نیټه د جرمني د هورت په ښار ایوینټ پلاسټ کی ( باچاخان ، دامن او عدم تشدد سترمبارز) تر سرليک لاندي نړيوال سيمينار جوړ کړی ؤ. په دې سيمينار کي ګڼ شمیرپوهانو ، ليکوالانو او د باچاخان مینه والو برخه اخستې وه . دغونډې د سټیج چاری میرمن سهيلا اضغري اوډاکتر شیرولی شیر پرمخ بیولی. ښاغلي سيد هاشم پاچا دقران کریم دڅومبارکو ايتونو په تلاوت سره سیمینارپيل کړ اود باچا خان روح ته یی دعا وکړه . په جرمنی کی د کلتوري ودي ټولني سرپرست ښاغلي استاد سيدحسن سید، ميلمنوته دهرکلی وروسته دسيمينار دجوړيدو پر اړتيا خبرې وکړې ، ټولنی ددې سيمينار دجوړيدو په وياړ د باچا خان ليکونه،باچا خان په افغانستان کې ،زما ژوند اوجدو جهد کتابونه هم چاپ کړی ؤ همداشان دافغانستان د کلتوري ودي ټولني مشرښاغلی زرین انځور او د ننګرهار کولتور پال والی ښاغلی ګل اغا شیرزی په جلال اباد کی د یوی غونډی په ترڅ کی د باچا خان مزار ته تللی ؤ او پرمزار يې د ګلو ګيډۍ کيښودی وی . غونډی ته ښاغلي پروفيسر رسول امين له اسټراليا څخه دتیلیفون پر لیکه وینا وکړه او وړانديزیی وکړ ، چې په افغانستان کې دې دباچا خان په نوم يو پوهنتون جوړ شي ورپسی ښاغلي عبدالله بختاني د باچا خان دمبارزې په هکله اوږدی خبرې وکړې بیاښاغلي پوهاند ډاکتر رحمت ربي زيرکيار دباچاخان، دامن او عدم تشدد په هکله وینا واوروله، ورپسی ښاغلی مولوي شهزاده شاهد،خبری وکړی لدی ور وسته ښاغلي محمداجان يار، ښاغلي مطيع الله روفي اوښاغلی نسیم ستوری دباچا خان په هکله خپل لیکلی شعرونه ولوستل . دسیمینارځنی ګډونکوونکو وړاندیزونه او خپل نظرونه هم وړاندی کړل ،بیا د شمشاد پښتو تلویزون بنسټ ایښودونکی ښاغلی فضل کريم فضل په هیواد کی د پښتنو په اوسنی ترینګلی اوغمجن حال پوره رڼا واچوله،ده وویل چی د پښتون قوم دتباهۍ لپاره دسیسی روانی دی او باید دجوړو شوو دسيسو مخنيوی وشي . همدا راز دکلتور ودې ټولنې له خوا یوڅو ويب پاڼو ،اوپښتنی کولتور ته دخدمتونوله امله عبدلولی برهان ، نسیم ستوری اوځنی نوروسړیتوبونوته ستاينليکونه ورکړل شول . د ټنګ ټکور په برخه کی خوږ ژبي سندر غاړي ښاغلي انجينير عبدالطيف راهي او ښاغلي الياس په زړه پوری ترانی او سندری وویلی . غونډه دشپې په دوه بجې پای ته ورسيده . یو څو انځورونه له لر او بر څخه
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته