(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دقصه خواني د بمی چاودنی دخونړئ پیښی دمړو شمیره 35 ته ورسیده

[06.Dec.2008 - 22:05] 06.12.2008 پښتونخوا: د پېښور په مشهور اؤ مصروف بازار قصه خواني كې په محمدعلي جوهر روډ دشعيه ګانو يوی امام بارګاه ته څیرمه تېره شپه د 7 بجو او 35 دقيقو په شاوخوا کې د موټر بم چاودنه وشوه چی دمړو شميره یی نن 35ؤ ته رسيدلې ده اؤ دملبې دلاندې دنورو مړو انديښنه ده. په دغو وژل شوؤ کسانو کې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي ،دغه چاؤدنه په يوه تنګه کوڅه کې شوې وه اؤ ويل کيږي چی چول شوی ګاډي کې لږ ترلږه ٨� کیلو چاؤديدونکي مواد ځايې پځايې کړل شوي ؤ. چاودنه دومره زوروره وه چې بېخي تر لېري پرتو سيمو يې اواز رسېدلى وو او د پېښې سيمې ته څېرمه ډېره ځمكه يې ولړزوله. له چاودنې سمدستي وروسته د پېښې په ځاى كې اور هم ولګېد چې ډېر خلك د لګېدلي اور له امله هم وسوځېدل. د چاودنې له امله د دېرشو په شاوخوا كې موټرونو ، تر سلو زيات دوكانونو،هوټلونو او ګڼ شمېر كورونو ته زيان رسيدلى دى. پوليسو دغه سيمه دهر رقم تګ راتګ لپاره بنده کړې اؤ سيمې ته تلونکې ټولې لارې يې په خنډانو سره تړلي دي. دپيښور په لويې روغتون ( ليډي ريډنګ) کې د90ؤ څخه زيات کسان تر تداوۍ لاندې دي چې پکې دزياترو حالت مرګونى ښودل کيږي اؤ له دې امله دمړو په شميره کې دزياتوالي انديښنه ده. د پښتونخوا وزیر اعلی امیر حیدر خان هوتی د پیښی قربانیانو کورنیو ته د یویو لک کالدارو او ژوبل شوو ته د پنځوس زره کالدارو د ورکولو اعلان کړی دی . هوتي وویل چی د ژوبلو کسان علاج به په سرکاری خرڅ کیږی. بل لوري ته پښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وايي ترهه گر غواړي چی اولس حوصلې وبائيلي. خبريالانوسره دخبرو په مهال ميا افتخار وويل پښتونخوا حکومت امنيتي ادارو ته دچمتو اوسيدو امر کړى دى. هغۀ وويل ترهه ګر جوماتونو اؤ عبادت خانو کې دترهه ګرۍ کولو سره داولس مورال راټيټول غواړي. ښاغلي افتخار وويل ترهه ګر به پخپلو ناوړو ارادو کې کاميابيدو ته پرې نۀ ښودل شي. د يو بل خبر له مخې تېره شپه په لس بجې او پېنځلس دقيقې د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه كې د امريكا څارګرو الوتكو تېره شپه د ميرعلي په قطيره كلي كې د كليم په نوم د سيمې د يو تن اوسېدونكي په كور دوه توغندي توغولي دي چې له امله يې درې تنه مړه او دوه نور ټپيان شوی دي - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته