(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وسله والو دناټو کنټينرونه سوځولي دي

[07.Dec.2008 - 20:36] وی او ای :وليس وايي دپيښور په رينگ روډ دخالي په شپه شاوخوا ٣� � ؤ وسله والو جنگيالو افغانستان ته دائتلافي ځواکونو لپاره د سامان وړونکو کنټينرونو په دوؤ اډو د راکټونو اؤ نورو خودکاره وسلو بريد وکړو چې له امله يې110 ټرکونه سوځيدلي اؤ داډې يو ساتونکى وژل شوى دى. په دغو بريدونو کې شاوخوا110ؤ کنټينرونو ته اور واچول شو چې په بشپړ ډول تباه شوي دي. داوروژنې عملې له دريوؤ ساعتو هلو ځلو څخه وروسته په لگيدلي اور قابو وموندله. په تباه شوؤ گاډو کې بکتر بند اؤ داور وژنې گاډي هم شامل دي. دځايې خلکو وينا ده له د وسله والو طالبانو لخوا د٢٥ؤ څخه تر٣� ؤ پورې راکټونه داغل شوي دي. دسرچينو وينا ده په پاکستان کې دناټو پر کاروان بيگاه دشپې دغه ترسره شوى بريد دنور کله په پرتله ترټولو لويې بريدؤ. پوليس سرچينې وايي شاوخوا ٢٥� ؤ وسله والو جنگيالو دپيښور څخه بهر دغه کاروان پخپله ولکه کې واخستو اؤ کنټينرو ته يې داور اچولو څخه وړاندې لس ، دولس امنيت ساتونکو څخه وسله راټوله کړه. لوړپوړي پوليس چارواکي عبدالقدير قمر خبريالانو ته وويل په دغو ټرکو نو کې افغانستان کې دناټو ځواکونو لپاره مواد بار وؤ. پيښور اؤ دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ کې دناټو لپاره پر سامان وړونکو کاروانونو دغه دريم بريد دى چې دوسله والو جنگيالو لخوا پرې ترسره کيږي. تيره مياشت هم قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ کې په لسگونو مخ پټو وسله والو جنگيالو په افغانستان کې دناټو ځواکونو لپاره خوراکي اؤ نور شيان وړونکي شاوخوا ١٢ ټرکونه تښتولي اؤ٢ ساتونکې يې وژلي وؤ وروسته دغو جنگيالو لوټلي ټرکونه دغرۀ ترڅنگ پريښودي وؤ له دغه پيښې وروسته دپاکستان حکومت دڅو ورځو لپاره دامنيتي ستونزو له امله دخيبرايجنسۍ دلارې ناټو ته دسامان وړونکو ټرکونو په تيريدلو بنديز لګولى ؤ، خو څو ورځې وروسته دغه بنديز لرې کړل شو. څو اوونۍ وړاندې دطالبانو کمانډر حکيم الله محسود خبريالانو ته ويلي وؤ ترڅو پورې چې قبائيلي سيمو کې امريکايي جاسوسي الوتکې بريدونه بند نۀ کړي هغوي به ناټو لپاره پر سامان وړونکو کاروانونو بريدونو ته دوام ورکړي. بلخواښاغلی اوباما نن د اېن بی سی په ېوه پروگرام کې چې له مطبوعاتو سره ملاقات نومېږی ووېل چې ډېرو افغانانو هېڅ انکشاف په بنېادی خدماتو کې لکه د امنېت په ساتلو، د قاچاق په مخنېوی کې او د قانون په تعمېل کې ندی لېدلی. هغه ووېل چې امرېکا د ېو څو انکشافی پلانونو په عملی کولو کې په مجموعی ډول ثبات راوستلی سی په دې برخه کې باېد موثر نظامی عملېات او دېپلوماسی دواړه په کار واچول شی. د امرېکا منتخب جمهور رئېس ووېل چې امرېکا په افغانستان کې د اوږدی مودې لپاره د کوم اشغالی پلان په تعمېل بوخته نده. خو هغه ووېل چې دا هېواد د امرېکا پر خلاف د حملو لپاره دېوه مورچل په توگه هم نشی استعمالېدلی. ښاغلی اوباما ووېل چې د افغانستان ستونزه د پاکستان د ستونزو د حل کولو نه پرته نشی حل کېدلی. د امرېکا پوځ واېې چې په افغانستان کې به په راتلونکی کال کې شل زره نور عسکر هم واچول شی.
KhyberNews-Peshawar: Police says that about 300 militants attacked two transport terminals used as basis for NATO and US supplies in neighboring Afghanistan, on the ring road, close to Peshawar city, the capital of Pakistan North West Frontier Province. Kamran an official of Pishtakhara Police Station confirmed that the militants killed a guard and burnt down more than 250 containers. Pakistan’s historic Khyber Pass is the only route for 75 % supplies to US-led Forces in Afghanistan but after militants’ control over the tribal areas attacks on Afghanistan bound containers have been intensified. Kifaytullah Jan, Manager of Port World Logistics told BBC that Sunday morning, about 300 militants armed with automatic weapons and rockets first encircled the whole area around the terminal and then entered the terminal and set the 106 containers on fire including 62 containers that were carrying Humvees. Shah Iran, Supervisor of Alfaisal Terminal said that this is the 2nd attack on the terminal. After the first terminal he imporved on the security of the terminal but no one can compete with hundreds of militans armed with heavy weapons. 120 destroyed. It merits a mention here that last month also militants affiliated with Baituallah Mehsud attacked 12 militants in Khyber Tribal Agency, close to Pak-Afghan border and abducted 26 staff members of NATO supplies administration. A few months back Hakimullah Mehsud, assistant of Baitullah Mehsud chief of Pakistan Taliban Movement had warned that they would continue to attack NATO and US supplies unless US air attacks were not stopped inside Pakistan. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته