(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنثار مظلوم په مړينه د قامي ليكوال ملګري اواكادمي ادبياتِ پاكستان غمرازي

[12.Dec.2008 - 22:05] د نوموړي ليكوال نثار مظلوم په مړينه د قامي ليكوال ملګري ﴿قلم﴾ اسلام آباد غمرازي اسلام اباد 12 دسمبر (ای پي پي) د پښتو ژبې ادبي تنظيم قامي ليكوال ملګري ﴿قلم﴾ اسلام آباد د نوميالي شاعر٬ اديب٬ دانشور او كالم نګار نثار مظلوم په وفات د ډېر غم دړد څرګندونه كړې ده او دده د بخښنې د پاره ئې دعا كړېده۔ ښاغلی نثار مظلوم رېډيو پاكستان پېښور كښې د پروډيوسر په حېث ډېر نوم ګټلی ؤ خو وروستو د خپل ځانګړي فكر او سياسي نظريو په بنا د احتجاج په توګه د رېډيو پاكستان څخه مستعفي شوی ؤ۔ دده پلار ښاغلی عبدالكريم مظلوم هم د رېډيو پاكستان پېښور په اولنو فنكارانو او ليكوالو كښې شامل ؤ۔ د پښتو مشهور ډرامه ليكونكی ؤ۔ ښاغلي نثار مظلوم په سياسي او ادبي ډګرونو د ژوند تر آخري ورځو شپو پورې قامي خدمت ته ملا تړلې وه۔ د پېښور ورځپاڼې ٫٫آج٬٬ د پاره به ئې كالمونه هم ليكل۔ مياشتنۍ ٫٫ليكوال٬٬ كښې هم د دوي مقالې او مضمونونه هم وخت په وخت شائع شوېدي۔ د قام پرستۍ په حواله دی د سياسي لارښود محمد افضل خان لالا كلك ملګری ؤ۔ ښاغلي م ر شفق٬ فېض ګدون٬ مختار اپريدي٬ نذير الحق كريم او د قلم ادبي تنظيم ټولو ملګرو د ارواښاد نثار مظلوم غمژنې كورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونه كړې ده۔ قلم اسلام آباد د نوموړي ژورنالېست عبدالقيوم صافي د خور بي بي په مړينه هم غمرازي كړې ده۔ د نوميالي شاعر٬ اديب او كالم نګار نثار مظلوم په وفات اكادمي ادبياتِ پاكستان د غمرازۍ دستوره وكړه پېښور 12 دسمبر (ای پي پي) ادكامي ادبياتِ پاكستان پېښور څانګې د غمرازۍ يوې دستوره كښې د نوميالي دانشور٬ شاعر٬ اديب٬ كالم نګار او سياسي لارښود نثار مظلوم په مړينه د ډېر غم دړد څرګندونه كړېده او د ارواښاد روح ته د ثواب رسولو د پاره ئې دعا كړې ده۔ د غمرازۍ دستوره كښې د نثار مظلوم خدماتو ته شاندارې پېرزوئنې وړاندې كړېشوې او د خدائۍ بخښلي غمژنې كورنۍ سره ئې خواخوږي ښكاره كړه۔ د اكادمۍ صوبائي ډائرېكټر پروفېسر ډاكټر محمد اعظم اعظم د غمرازۍ د دستورې صدارت وكړو۔
PESHAWAR, F.P. Report: Chairman Pakhtun Democratic Council Zar Ali Khan Musazai and General Secretary Ameer Khan have expressed deep sorrow and grief over the sad demise of the well-known Pakhtoon nationalist Politician, intellectual and writer Nisar Mazloom. They in a joint condolence message said that Nisar Mazloom was a real son of the Pakhtoon soil who had devoted himself to serve his nation with sincerity and commitment. They said Mazloon wished to see Pakhtoon unity in his life which he considered as the only solution to the lingering problems of this nation. Legends like Nisar Mazloom are born once in centuries and his death has created a vacuum which could not be filled in near future, they added. They prayed to Almighty Allah to rest the departed soul with peace and give courage to his son, friends and family to bear this loss with fortitude and steadfastness. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته