(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جګړه نۀ غواړو خوخپله دفاع کولى شو

[22.Dec.2008 - 12:55] :22.12.2008دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي پاکستان جګړه نه غواړي او دامن ليواله دى خو کۀ چیرې دبل چا لخوا پرې جنګ وتپل شي نو دخپلې دفاع بشپړ حق لري، کوټلى دفاعي توان لري اؤ پوځيان يې دبشپړې دفاع لپاره چمتو دی. دملتان په هوايي ډګر ميډيا سره دخبرو په مهال دبهرنيو چارو وزير وويل دهند سره بشپړې مرستې ته تيار يو خو کوټلي شهادتونه دې راکړي. هغۀ وويل دخراب موسم له امله جمهوررئيس افغانستان ته نۀ دى تللى خو هغه به ډير زر افغانستان ته ځي اوپه راتلونکې کې به پاک افغان اړيکو کې ښۀ والى راشي. دبهرنيو چارو وزير وويل پاکستان دممبۍ دترهه ګريزو بريدونو دلمړۍ ورځې څخه غندنه کړې وه اؤ په دغه هکله زمونږ دريځ په ډاګه دى. هغۀ وويل جنګ دځان سره تباهي راوړي اؤ دچا په ګټه هم نۀ دى. دهند ددې غوښتنې په ځواب کې چې دممبۍ ترهه ګريزو بريدونو مسؤلين دې وروسپارل شي قريشي وويل مونږ به دخپلو قوانينو سره سم کار کوؤ اؤ هند هم دخپل پارلمان اؤ قوانينو پابند دى. دهغۀ وينا وه جذباتي خبرې کول اسان وي خو دا وخت دهوښيارتيا دى. هغۀ وويل دپاکستان نظر يواځې په هند نۀ بلکې په ټوله نړۍ دى اؤ مونږ به ټولې نړۍ ته په کتلو سره پريکړه کوؤ. نوموړي دا تاثر عبث وبللو چې ګنې پاکستان په نړۍ کې يواځې پاتې دى اؤ وې ويل هند چې څه وايي ورته پوره حق ترلاسه دى اؤ په چا دخبرو نۀ کولو بنديز نۀ شي لګيدلى. هغۀ وويل په اندازو کله هم پلټنې نۀ شي کيدلى اؤ کله چې کوټلي ثبوتونه مخې ته راشي نو بيا به فکر وکړو. بل خوا دهند دبهرنيو چارو وزير پرناب مکهرجي يو وارې بيا دګواښ په ژبه ويلي دي هند دممبۍ دپيښو په هکله پاکستان ته زيات ثبوتونه ورکړي دي خوکۀ چرې پاکستان پرې غوږ نۀ ګروي نو بيا هند دخپلې دفاع دپاره دپاکستان په ضد ديو اړخيزه عملياتو کولو حق لري. يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال پرناب مکهرجي وويل هند ته دپاکستان په ضد ديو اړخيزه بريد لاره پرانستې پرته ده. پرناب مکهرجي وويل پاکستان ته يې دممبۍ دترهه ګريزو پيښو په هکله زيات شهادتونه ورکړي دي خواوس هغه نۀ پوهيږي چې پاکستان نور څه غواړي،پاکستان دې ورسره کوټلې مرسته وکړي اؤ له نور وخت ضائع کولو پرته بايد سخت ګامونه واخلي. ښاغلي مکهرجي وويل پاکستان دې دانکار تګلارې پريښودلو سره عملي ګامونه واخلي اؤ دممبۍ بريدونو مسؤلين دې هند ته وسپاري. بلخوا پاکستانی جنګی الوتکو د پنجاب ایالت په سرحدی سیمو پروازونه شروع کړی او ټول پوځ د تیارسئ په حال دی. وی او ای - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته