(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په خوست او غزني کې د کانکور ازموينې

[27.Dec.2008 - 12:29] غزني او خوست په غزني او خوست ولايتونو کې د 1388 لمريز کال لپاره د څه دپاسه له شپږو زرو زده کوونکيو څخه د کانکور ازموينې د مرغومي په ٤مه، پيل شوې . په غزني ولايت کې دغه ازموينه به په دريو ورځو او په خوست ولايت کې به په دوو ورځو کې واخيستل شي ، چې لا مل يې د ځاى نشتوالى او د زده کوونکيو زيات شمېر بلل شوى دى . د غزني د پوهنې رياست مرستيال عبدالقدوس رسولي وايي چې د ځاى د نشتوالي او د څارنې د ښوونکيو د کمښت له امله به په درېو ورځو کې ازموينه واخستل شي ،چې د سږ کال په کانکور کې (996) نجونې هم برخه اخلي او پاتې نور يې هلکان دي . نوموړى زياتوي چې د زده کوونکيو په پورتنۍ شمېره کې د پکتيکا ولايت 196 زده کوونکي هم ازموينه ورکوي . په ورته توګه دکانکور د ازموينې د څارنې لپاره له کابله راغلى پلاوى هم په درېو ورځو کې د کانکور اخيستل د ځاى د ستونزې ترڅنګ د امنيت ستونزه هم ور سره يادوي . د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنځي استاد غلام محمد،چې د څارونکي پلاوي غړى دى وايي چې تر ډيره بريده يې امنيتي ګواښونه په پام کې نيولي دي . هغه وايي چې د سږ کال په کانکور کې يې 400 تنه داسې زده کونکي هم په ګوته کړي دي ، چې تېر کال يې هم ازموينه ورکړې او د پوهنتون زده کوونکي دي . نوموړى زياتوي چې دغه زده کوونکي و پيژندل شي ، دوى به يې د تل لپاره د لوړو زده کړو له حقه بې برخې کړي . د ازموينې پيل د ناڅرګندو لاملونو له امله غرمې ته وځنډيد، چې ځينو زده کوونکيو نارامې ښودله . له پکتيکا ولايت څخه راغلي يو تن زده کوونکي فضل الرحمن زرغونى وايي چې درې ورځې يې دلته تېري کړې دي او د ځاى د نشتوالي ستونزه لري . زرغونى زياتوي چې دوى ته د سهار په اتو بجو د ازموينې د پيل ويل شوي و، خو اوس څو ساعته وځنډېده. زليخا دغزني د جاغوريو ولسوالۍ يوه زده کوونکې ،چې دوه ورځې يې د کانکور په تمه په هوټل کې تېرې کړي دي ورته شکايت لري . هغه وايي چې کار نا منظم دى او زيات ځنډ د زده کوونکيو لپاره ستړى کوونکى دى. په غزني کې د تېرکال په پرتله سږ کال کانکور دوه مياشتې مخکې واخيستل شو او لامل يې دا بلل کيږي ، چې دوه مياشتي وروسته هوا ډيره سړه وي . دغه راز 24.12.2008 په خوست ولايت کې هم د لوړو زده کړو لپاره له سلګونو زده کوونکيو څخه د کانکور ازموينه پيل شوه . د پوهنتون رييس ډاکټر ګل حسن ولي زي پژواک اژانس ته وويل چې سږ کال 1999 زده کوونکيو داخله کړې وه، چې 14 تنه پکې نجونې وې . هغه زياته کړه چې نن له 1120 زده کوونکيو څخه ازموينه واخيستل شوه او پاتې نورو څخه به سبا واخيستل شي. يوه نجلۍ چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، وويل چې ددوى لپاره په پوهنتون کې د ټرانسپورټ او زده کړې نورې ځانګړې اسانتياوې برابرې شي . ننګرهار: د پژواک خبري اژانس د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په روان لمريز کال کې يې ١١٢ نوي ښوونځي تاسيس او د ٨� ښوونځيو د ودانيو لپاره يې پروژې ترلاسه کړې دي . ددې ولايت د پوهنې رييس محمد اقبال عزيزي د مرغومي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د بېلا بېلو سيمو د لېسو لپاره ٤� لابراتوارونه هم فعال کړي دي . هغه وايي چې دغه کارونه يې وروسته له هغه ترسره کړي، کله چې مامورين يې د تخنيکي سلاکارانو لخوا وروزل شول او په اداري چارو کې يې ښه والى راغى . عزيزي وويل چې ددوى مامورين اوس په ښه توګه کولى شي د پروژو لپاره پروپوزل وليکي ، ډيزان يې کړي او بيا له ډونر څخه فنډ ترلاسه کړي . د پوهنې رييس وويل چې د تخنيکي سلاکارانو د همکارۍ ترڅنګ يې د خپلو مامورينو کاري وړتيا ددې لامل شوې ، چې ډېرې پروژې ترلاسه کړي . نوموړي وويل چې د تخنيکي سلاکار په مرسته جوړ شوي پروپوزلونه يې د ولايتي پرمختيايي کمېټې غونډو ته وړاندې او بېلابېلو ډونرانو ته استولي دي، چې ډېرى يې تمويل شوي هم دي . اقبال عزيزي وويل چې دتخنيکي سلاکار په مرسته د جوړ شويو پروپوزلونو څخه د بېلګې په توګه د ښوونځيو د احاطو، د ښوونکيو د روزنې لپاره د ټرېننګونو تالار( کنفرانس هال ) ترلاسه کړې پروژې يادې کړې . هغه وايي چې له پروژو څخه د ليدنې او څارنې په موخه د پوهنې رياست د څارنې موظفين په کال کې څلور ځله ولسواليو ته سفرونه کوي ، څو اداري او تدريسي چارې وڅاري او ددې ترڅنګ د ولسوالۍ مامورينو ته د راپور ورکولو په برخه کې روزنه ورکړي . اقبال عزيزي وويل چې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې يې د راپور ورکولو نظام هم منظم او کمپيوټري شوى دى . هغه زياته کړه چې سږ کال يې ١١٢ نوي ښوونځي تاسيس کړي ، اتيا ښوونځيو ته يې د ودانيو د جوړولو پروژې ترلاسه کړې وې، چې يوشمېر يې بشپړې شوې او پر نورو کار روان دى . د پوهنې د رييس په وينا، هرکال د زده کوونکيو په تناسب د ښوونځيو شمېر زياتوي او شته ښوونځيو ته پراختيا په پام کې لري . اقبال عزيزي زياته کړه :(( په ننګرهار کې هرکال ٤� زره نوي زده کوونکي په ښوونيز پروګرام کې داخليږي او تر څنګ يې هرکال ٤� � � فارغ شوي زده کوونکي ټولنې ته وړاندې کوي . )) همداراز ترکيې د لومړي ځل لپاره د ليندۍ په ٥مه، د ختيځې سيمې د پوهنې په برخه کې د مرستو اعلان وکړ. دغه اعلان د ترکيې د ټيکا په نامه ديوې دولتي موسسې مشر د پوهنې له مرستيال صديق پتمن سره په ګډه په جلال اباد کې ښار کې وکړ. صديق پتمن وويل چې د ترکيې په پلاوي کې د ټيکا د موسسې د مشر ترڅنګ د افغان ترک موسسې مسؤولين هم شامل وو، چې جلال اباد ته راغلي وو. هغه زياته کړه چې د ترکيې د يادو شويو موسسو مسؤولينو ورسره ژمنه وکړه چې په ننګرهار ولايت کې ديوې مجهزې لېسې او ودانۍ د جوړولو ترڅنګ به د ننګرهار لېسې زړه ودانۍ هم ترميموي. نوموړي وويل چې دا ډول مجهزې لېسې ترکيې د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم جوړې کړې دي . د ترکيې دټيکا موسسې مشر صالح فولاد وويل چې دوى له ٢� � ٤ زېږديز کال راپدېخوا د افغانستان په بېلا بېلو ولاياتو کې دپوهنې په برخه کې مرستې کوي . هغه زياته کړه چې تر اوسه يې په کندهار، باميان، هرات، مزار او ځينو نورو ولايتونو کې ٥٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړې دي . ده وويل چې په نوي زېږديز کال کې به په جلال اباد ښار کې د يوې عصري لېسې لپاره ستره وداني جوړه کړي . فولاد که څه هم ددې پروژې مالي لګښت څرګند نه کړ، خو زياته يې کړه : (( هر څومره پيسې چې د پوهنې وزارت وغواړي موږ يې ورکوو. )) د ننګرهار د پوهنې رييس محمد اقبال عزيزي وويل چې د ننګرهار لېسې دوه ودانۍ زړې دې او پکې زده کوونکي هم نه ځاييږي. هغه زياته کړه چې د ترکيې لخوا ديادو شويو ودانيو د ترميم ترڅنګ به يوه نوې بله وداني هم جوړېږي . خاص کونړ: کونړولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې، د حکيم آباد د منځني ښوونځي ودانۍ بشپړه او د مرغومي په درېيمه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه . د کونړ د ښوونې او روزنې د رياست تدريسي مدير، عبدالقهار وويل چې د ښوونځي دغه ودانۍ د ولايتي بيارغونې د ډلې (PRT) په ١٨� امريکايي ډالره مالي مرسته، رغول شوې ده . هغه زياته کړه چې د ودانۍ کار په اتو مياشتو کې بشپړ شوى او په پاخه او اساسي ډول، په يوه پوړ او يوه جريب ځمکه کې جوړه شوې ده . د عبدالقهار په وينا، د ښوونځي ياده شوې ودانۍ ١٢ درسي او څلور اداري خونې او نور ملحقات لري . د حکيم آباد د منځني ښوونځي د سرښوونکي طلامحمد په وينا، دغه ښوونځي پخوا ودانۍ نه لرله او د ډيريو نجونو به، چې عمر زيات شو، نو د ودانۍ د نشتوالي له امله به يې ښوونځى پرېښود . هغه وويل: (( پخوا به زده کوونکيو په خيمو کې زده کړې کولې او چارديوالي يې هم نه لرله، نو ددې لپاره چې ځاى خوندي نه و ډيرو نجونو به زده کړې نيمايي پرېښودې . )) طلامحمد خوښي وښوده ، چې د نوې ودانۍ په لرلو سره به يې د زده کوونکيو شمېره زياته شي او د دوى په کارونو کې به سمون راشي . هغه وويل چې تر ٤� � پورې نجونې کولى شي په يوه وخت کې په دغه ودانۍ کې زده کړې وکړي . د کونړ ولایت د ښوونې او روزنې رياست چارواکيو په وينا، دا مهال په کونړ کې ٣٣٦ لېسې، منځني او لومړني ښوونځي شته، چې يواځې ١٥� يې ودانۍ لري . د هغوى د معلوماتو له مخې، په دغو ودانيو کې ٢٨ يې د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا جوړې شوي او ١١نورې هم ترکار لاندې دي . په يادو شويو ښوونځيو کې په ټوليزه توګه 143000 زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې ٤٤ زره يې نجونې دي . زابل: د زابل د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په روان کال کې يې د پنځو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې كړي،چې ورسره په زرګونو زده كوونكي له سړو اوګرمۍ ژغورل شوي دي. دهغوى په وينا، دغه راز د ظرفيتونو د لوړولو په پروسه كې سلګونو هغو مامورينو ته د ادارې ، كمپيوټر او انګريزي ژبې په برخه كې زده كړه وركول شوې، چې د زابل په دولتي اداروكې په كار بوخت دي . د زابل ولايت د پوهنې رييس عبدالنبي ودان وويل چې دغه مامورين د تير يونيم كال په بهير كې د پوهنې رياست او تخنيکي سلاکارانو لخوا په ګډو هڅو روزل شوي دي. ودان زياته كړه چې دا پروګرام اوس هم دوام لري او ټول لګښت يې د امريكا د متحده ايالاتو د نړېوالې پراختيا د ادارې (USAID ) له لوري وركول كيږي . د پوهنې رييس وايي چې په تېركال كې په زابل كې د نجونو لپاره درې نوي ښوونځي جوړكړي، چې يو يې د شاه جوۍ په ولسوالۍ كې دى ، چې تردې مخكې هېڅكله هم پكې د نجونو لپاره كوم ښوونيز مركز وجود نه درلود. د هغه په وينا، ددغو پروژو د ترلاسه کولو لپاره د تخنيکي سلاکارانو په مرسته يې پروپوزولونه جوړ او د ډونرانو لخوا منظور شوي وو . د زابل د پوهنېزوکارونو په بهير كې يوه تر ټولو ستره ستونزه پدې ولايت كې د مسلكي ښوونكيو نشتوالى دى، چې د پوهنې رياست چارواكي، سيمه ييز وګړي او زده كوونكي ورڅخه سر ټكوي، دا چې ددې ستونزې حل ته تركومه حده پاملرنه شوې ودان وويل چې په روان كال کې په زابل كې يو عالي دارالمعلمين پرانېستل شوى ، چې په دوو برخو کې نارينه او ښځينه ښوونكي په کې روزل كيږي. د پوهنې رييس وايي چې د پوهنې درياست دنوې ودانۍ، دا مهال د دارالعلوم ودانۍ، د دارالمعلمين ودانۍ، د يوې لوې ليليې، يوه لومړني ښوونځي او په شيخ متي عالي لېسه كې د يوه لوبغالي په ګډون يوشمېر رغونيزې پروژې تر كار لاندي دي، چې په نژدې راتلونكي كې به بشپړې شي. د پوهنې د رياست چارواكي وايي چې د ډيرى دغو پروژو لپاره يې بوديجه له مرستندويه ادارو څخه ترلاسه كړې، چې دا د ښو اړيكو د موجوديت لپاره يو ښه ثبوت دى . ودان زياته کړه : (( موږ د خپلو تخنيكي سلاكارانو په مرسته په زابل كې د ټولو مرسته كوونكيو ادارو لست لرو او وخت پر وخت منظمې غونډې ورسره جوړوو، چې پدې لاره كې يې له PRT,USAID, UNICEF,UNDP,UNAMA, او نورو سره يې د منظمو اړيكو په جوړولو خورا ډيرې لاسته راوړنې درلودلې دي. )) عبدالنبي ودان وايي چې پخپله يې له ټولو پروژو ليدنه كړې، لكه له لوبغالي ، د ليليې له ودانۍ، د سينك له ښوونځي، د دارالعلوم له ودانۍ او داسې نورو څخه او په هره پروژه كې يې د تخنيكي سلاكارانو په مشوره نيمګړتياوې په ګوته کړي او دسمون لپاره يې لارښوونې كړې دي. د هغه په وينا، د ارزونې ددې ليدنو ټول پلانونه او پروګرامونه يې د تخنيكي سلاكارانو له لوري تيار شوي دي ، چې وروسته يې رپوټونه هم ترتيب او اړونده ادارو ته لېږل شوي دي. د پوهنې رييس وايي چې روزمره د پوهنې وزارت ته د زابل د پوهنيزې وضعې رپوټ وركوي . ده وويل چې هره ورځ د رياست ، داطلاعاتو د څانګې او مشاورت د دفتر له لوري وزارت ته راپورونه لېږل كيږي ، چې دا د رپوټ په سيستم كې ښكاره پرمختګ په ګوته كوي او مخكې د رپوټ سيستم دا ډول نه وو. ميدان او وردګ: د ميدان وردګو په مرکز او بېلابېلو سيمو کې به د ګڼو حرفوي زده کړو نهه مياشتنۍ کورسونه په نږدې راتلونکي کې پيل او ١٥� مېرمنې او نارينه به په کې وروزل شي . دغه کورسونه دنړيوال پرمختيايي بانک د مهارتونو د ملي پراختيا پروګرام په مالي لګښت او په ياد شوي ولايت کې دسي اچ اې د موسسي په ګډه همکارۍ پيلېږي . ديادې شوې موسسي استازي انجنير محمد نبي بهادري دليندۍ په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه پروژه (۵۸۳۲۶) امريكايي ډالره لګښت راځي . د نوموړي په وينا، په دغو کورسونو کې به د ٢� استادانو له خوا د فلزكارۍ، نلدوانۍ،د موټرو د ماشينونو، برقي سامان الاتو ، د تلويزيون او CD د ترميم په برخه كې ٩� نارينه وو او دخياطۍ،د ميوو اوسبو دپروسس او مربا جوړولو په برخه كې به ٦� مېرمنو ته مسلكي زده كړه وركړل شي. د نوموړي په وينا، شاګردانو ته به د لارې کرايه او استادانو ته به مياشتنى معاش ورکول کېږي . انجنير بهادري وويل چې کورسونو کې شامل کسان د دوى ديوې سروې له مخې، ټاکل کيږي . دميدان وردګو والي محمد حليم فدايي ، دغه پروژه د بېکارۍ په مخنيوي کې مهمه وبلله . د نوموړي په وينا، په دې ولايت کې هركال د ۲۵۰۰ تنوپه شاوخواکې زده كوونكي له لېسو څخه فارغيږي، خو يواځې پنځوس په سلوكې يې د لوړو زده كړوموسسوته جذب او پاتې نور بېکاره پاتې کېږي . فدايي وويل چې همدغو بېکارو ځوانانو ته دسالم مصروفيت دپيداکولو په خاطر د نړيوال بانک دچارواکيو په همکارۍ دغه پروژه منظوره شوې ده . فدايي وويل چې د بېکارۍ د مخنيوي په خاطر به په راتلونکي کې دغه پروګرامونه نور هم پراخ شي . ارګون: د پکتيکا ولايت د ارګون په ولسوالۍ کې د درېو ښوونځيو د جوړولو کار ، په ټوليزه توګه دڅه باندې ١� � زره ډالروپه لګښت ،د ليندۍ په ٩مه، پيل شو . دپکتيکا ولايت دپوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد شفيق همت پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ښوونځيو کې دهلکانو دوه لومړني ښوونځي او دنجونو يو لومړنى ښوونځى شامل دي، چې هر يو يې په يوه پوړکې شپږ درسي خونې ،دوه اداري خونې او نور اړونده ځايونه لري . همت وايي چې دهلکانو د دوو لومړنيو ښوونځيو د ودانيو جوړونې ته دوه جريبه دولتي ځمکه ځانګړې شوې او دنجونو لومړني ښوونځي ته يو جريب ځمکه د خلکو له خوا ورکړل شوې ده. هغه زياته کړه چې ددې ښوونځيو کار به په شپږو مياشتو کې بشپړ او د سلګونو زده کونکيو د ګټې اخيستنې وړ به وګرځي ، چې اوس په ازاده فضا او تر خيمو لاندې زده کړه کوي . هغه زياته کړه چې ددې درېو ښوونځيو د جوړولو لپاره ١� ٣ زره ډالره، له نشه يې توکيو سره د مبارزې وزارت له خوا ځانګړي شوي دي . حاجي ابراهيم د ارګون ولسوالۍ دقومي شورا رييس وويل چې د ودانۍ نشتوالى ، د زده کونکيو يوه عمده ستونزه ده او د درېو ښوونځيو په جوړېدو سره د هغوى ستونزې لرې کيږي . هغه وويل چې دڅلورو ښوونځيو د ودانولو کار ديونيسيف (دماشومانولپاره دملګرو ملتو وجهي صندوق) د ارګون په ولسوالۍ کې دوام لري، او تمه ده چې ددې کال تر پايه پورې بشپړ شي . د ارګون ولسوال عزيزالله د ښوونځيو د ودانيو دکار په پيل کې دښوونځيو ودانول دپوهنې په پرمختګ کې مهم ګام وباله. د پکتيکا دپوهنې رياست چارواکي وايي چې په ټوليزه بڼه ١١٤ زره نارينه او ښځينه زده کونکي په نږدې ٣� � ښوونځيو کې روزل کېږي . د هغوى په وينا، ٦٥ ښوونځي ودانۍ لري او د٣� ښوونحيو د ودانولو کار دوام لري، خو پاتې ښوونځي ودانۍ نه لري او بيا رغونې او جوړونې ته اړتيالري . دغه درې ښوونځي په داسې حال کې له نشه يي توکيو سره دمبارزې وزارت له بوديجې څخه جوړېږي ، چې تېره اونۍ دپکتيکا په مرکز ښرنه کې ديوې مرکزي ليليې دجوړونې کار د پنځه سوه زره ډالرو په لګښت دهمدې وزارت له لخوا پيل شوى دى. محمداغه: د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ په زرغون ښار کې د نجونو د منځني ښوونځي د جوړېدو کار د ليندۍ په ٤مه ، پيل شو . د زرغون ښار د هلکانو د ښوونځي آمر عبدالقادر جانان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لومړى ځل دى ، چې په دغه سيمه کې نجونو ته ښوونځى جوړېږي . د نوموړي په وينا، د ښوونځي ودانۍ به په څلور جريبه ځمکه کې په څلورو کاري مياشتو کې جوړه شي . د جانان د معلوماتو له مخې ، دغه ودانۍ به اته ټولګي ، دوه اداري خونې او نور اړين ملحقات ولري او په يوه وخت به په کې شاخوا ٣� � نجونې زده کړه کولى شي . جانان زياته کړه چې پر دغې ودانۍ څه باندې ٨� زره امريکايي ډالره لګښت راځي او د نړيوال بانک له خوا ورکول کېږي . هغه دا هم وويل چې دغې ودانۍ ته ځايي خلکو ځمکه ورکړې ده . نوموړي ګيله وکړه ، چې ددغې ودانۍ د بنسټ د ډبرې ايښودو پر مهال د پوهنې رياست يوه چارواکي هم ګډون نه و کړى او د بنسټ ډبره د ځايي خلکو له خوا کېښودل شوه . د سيمې د يوه اوسېدونکي وزير احمد په وينا، د ښوونځي په جوړېدو به ټول خلک خپلې نجونې ور ولېږي . نوموړي وويل چې ددغې سيمې په لسګونو کورنيو د نجونو د ښوونځي د نشتوالي له امله نورو سيمو ته کډې کړې دي ، چې د ښوونځي په جوړېدو به بېرته راستنې شي . د لوګر د پوهنې رييس کمال الدين ځدراڼ ومنله ، چې د ياد شوي ښوونځي د بنسټ د ډبرې ايښودو په مراسمو کې ددغه رياست کارکونکيو ګډون نه دى کړى ، خو دغه نه ګډون يې د کاري بوختياوو له امله وګاڼه . ځدراڼ پژواک ته دا هم وويل چې په راتلونکيو لسو ورځو کې به د لوګر په بېلابېلو سيمو کې د لسو ښوونځيو د بنسټ ډبرې کېښودل شي او ١٥ نور به ګټې اخيستنې ته چمتو شي . تېره ورځ د لوګر د هلکانو يوې مرکزي لېسې ( جهادي لېسه ) ته د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه او د پخوانۍ ويجاړې شوې ودانۍ د بيا رغونې چارې يې پيل شوې وې . د لوګر د پوهنې د رياست چارواکيو په وينا، دا مهال په دغه ولايت کې ١٧� ښوونځي شته ، چې نږدې ١� � يې ودانۍ نه لري . دغه راز په دغه ولايت کې يواځې د روان کال په بهير کې شاوخوا اته ښوونځي د ناپېژندل شويو وسلوالو له خوا سوځول شوي، چې ډېرى يې د نجونو ښوونځي دي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته