(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوځ او طالبانو تر منځ خبری اتری او سوات کی د جینکو سکولونو د تړلو ګواښ

[27.Dec.2008 - 13:07] دپښتونخواپه ناقرارې سيمې سوات کې دځايې طالبانو يو مشر مولانا شاه دوران دخپل ايف ايم راډيو له لارې خلکو ته اخطار ورکړى دى چې د15مې جنورۍ څخه وروسته خپلې جينکۍ سکولونو ته ونۀ ليږدوي. دطالبانو وياند مسلم خان خبريالانو ته ويلي دي هغوي پريکړه کړې ده چې ترڅو په سيمه کې شرعي نظام نۀ وي پځايې کړل شوى تر هغې به جينکۍ سکولونو ته نۀ پريښودل کيږي. طالبانو دغه پريکړه په داسې حال کې کړې ده چې تر دې مهاله دسوات په بيلا بيلو سيمو کې د120څخه زيات سکولونه يا مکتبونه تباه کړي دي چې په هغې کې زياتره سکولونه دجينکو دي. بل لوري هم په سوات کې په بيلا بيلو ساحو خوازه خيله،ګاشکوړ،علم ګنج اؤ شکردره کې دتندلارو پر ضد دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري اؤ په علم ګنج کې په کورونو دګوليو پريوتو له امله ددوؤ ښځو په گډون پينځه کسان وژل شوي دي. تيره شپه امنيتي ځواکونو دمينګورې دپوليسو په تاڼه بريد هم کړى دى خودپوليسو لخوا دځوابي کارروايۍ څخه وروسته تندلاري وتښتيدل. امنيتي ځواکونو مينګوره، خوازه خيله اؤ شکردره کې دنامعلومو مودې دپاره ګرځ بنديزپځايې کړى دى. دسوات سره په پيوست قبائيلي سيمه باجوړ کې هم دامنيتي ځواکونو په ګوله بارۍ کې څلور جنګيالي وژل شوي دي. دغه بمباري دباجوړ دماموند په خرکئ سپر کې شوې ده. همدغه راز په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې دحليمزئى قبيلې سره تعلق لرونکي ٦٨تندلاري پوليټيکل انتظاميې ته سپارل شوي دي. پوليټيکل انتظاميې له دې وړاندې حليمزو قبائيلو ته د70ؤ کسانو يو فهرست ورکړى ؤ اؤ هغوي ته يې ويلي وؤ چې دغه کسان بايد حکومت ته وسپارل شي. دمليشې يا ايف سي وياندوايي تر دې مهاله 310تندلارو ځانونه انتظاميې ته سپارلي دي. بلخوا د تحریک طالبان پاکستان ویاند مولوی عمر ویلي د پاکستان او هند تر منځ تاو تریخوالی وروسته د قبایلي مشرانو د لاری د پوځ او طالبانو تر منځ خبرو اترو کې ډیر پرمختګ شوی دی. ډیوه ته د ټیلي فون د لارې مولوی عمر ویلي په قبایلي سیمو جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان ، مومند او باجوړ ایجنسو نیمه قبایلي سیمه دره ادم خیل او سوات کې به دخبرواترو تر مخه پوځ او طالبان په یو بل بریدونه نه کوي. طالب ویاند ویلي جنګیالي به د پولی بل اړخ ته په افغانستان کې هم عملیات نه کوي. د یو بل سوال په ځواب کې مولوی عمر وویل په شمالي سیمه سوات کې د طالبانو لخوا د جینکو سکولونو بندولو پریکړه د تحریک طالبان پاکستان پریکړه نه ده - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته