(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ننګرهارکی د ډاکټر خان صیب او پژواک په یاد غونډی جوړی شوی

[29.Dec.2008 - 13:53] د خداي خدمتګارانو او د عدم تشدد پاليسي دويم سپه سالارډاکټر خان صیب دمرګ پنځوسم تلين په ننګرهار کی د قومونو او قبايلو چارو د وزارت لخواو نماځل شو. اروښاد ډاکټرخان صیب له نن څخه پنځوس کاله وړاندي له دي نړۍ سترګي پټي کړي چې په چارسده کې خپله پلرنئ هدیره کی خاورو ته سپارل شويدي دغونډی په پیل کی ولسمشر حامد کرزي راليږل شوي پيغام واورول شو. ولسمشر په پیغام کی دډاکټرخان صیب هڅي چی دپښتنو لپاره یی کړی وی، ستايل شوي اوويلي دي چې نوموړي دعدم تشدد دپاليسي بنسټګر او خداي خدمتګار خان عبدالغفارخان (باچاخان) مشر ورور دي چې د خپلو پښتنو د حقوقو غوښتلو لپاره کلکه مبارزه کړيده دپښتنو ددغي مبارزي کورني غړي ډاکټرخان صیب دعمر اوږده کلونه د پاکستان په بيلابيلو محبسونو کې هم تيره شويدی. دغونډ په پای کی د غونډي برخوالو له نړيوالي ټولني څخه غوښتنه وکړه چې د پښتنو حقوقو په اخيستلو کې له دوي سره مرسته وکړي همدا راز د افغانستان د بهرنيوچارو وزارت په نوښت د اروښاد پژواک د زوکړي د پنځه نويمي کليزي په وياړ په ننګرهار کی هم یوه پرتمینه غونډه جوړه شوی وه چی ګڼ شمیر پوهانو پکی د ارواښاد عبدالرحمن پژواک په کارنامو هراړخیزه رڼا واچوله. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته