(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فرنټيير هاوس ماڼۍ د پښتونخوا هاوس په نوم ونومول شوه.

[12.Jan.2009 - 11:54] Scprd 12.01.2009: په اسلام باد کې د فرنټيير هاوس په نوم ماڼۍ د پښتونخوا د ايالتي حکومت په کوښښونو ، چې د عوامي نيشنل ګوندANP په اکثريت او د خلکو د ګوند په ملاتړ رامنځته شوې د ډېرو هلو ځلو څخه وروسته پر( پښتونخوا هاوس )واړه و.
که څه هم په صوبه سرحد کې ځنې نورو گوندونو لکه د پاکستان مسلم ليګ (ن) ، د پاکستان مسلم ليګ (ق) او نورو يې مخالفت وکړ، خو د واکمن ګوند حليف او د خلکو ګوند يې ملاتړ اعلان کړ. د عوامي نيشنل ګوندANP اوس هلې ځلې کوي، چې د ټول سرحد نوم پر پښتونخوا واړوي، خو د دغه نوم د بدلون لپاره يو څه قانوني پړاوونه پاتې دي. لومړى به د پښتونخوا د نوم پريکړه ليک په ايالتي اسمبلۍ کې وړاندې کيږي د ايالت ګورنر (والي) به يې مني بيا به قامي اسمبلۍ ته وړاندې کيږي او د هغې له منلو وروسته به سنا مجلس ته وړاندي کيږي او ولسمشر به يې لاسليک کوي ، نو نوم به په رسمي توګه بدل شي. په اسلام آباد کې اوس پر (فرنټيير هاوس) د (پښتونخوا) لوحه په رسمي توګه لګیدلی ده. ـــ فضل قادر انډیوال ـــ
Daily Times, PESHAWAR: The provincial government has renamed Frontier House, Islamabad, Pakhtoonkhwa House. “The NWFP government is pleased to change the name/nomenclature of Frontier House, Islamabad, to Pakhtoonkhwa House, Islamabad,” said an official notification here on Tuesday. According to the notification, the word “Frontier” mentioned on other buildings in the province would also be replaced with the word “Pakhtoonkhwa”. The decision comes into effect immediately all over the province, said the official notification. staff report - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته