(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون وتلی هنرمندعالم زيب مجاهددهنرڅخه توبه ګار

[16.Jan.2009 - 22:17] پيښور16.01.2009: دپښتودمزاحيه ډرامواؤسي ډي فلمونونوميالي وتلی هنرمندعالمزيب مجاهدچی خلک ئی د جانان په نوم پيژني دتښتوونکيودمنګولوڅخه لۀ راخلاصيدلووروسته دفن اؤهنر نړۍ سره مخه ښه کړې ده اؤويلي يې دي نوربه په ډرامواؤفلمونوکې کله هم کارونۀ کړي ښاغلى مجاهدڅلورورځې دمخه دپيښوردحيات ابادسيمې څخه نامعلومووسله والوتښتولى ؤ اؤپرون يې بيرته خوشې کړى ؤ خودانۀ ده معلومه شوې چې دهغه په تښتونه کې دچالاس ؤ اؤدکوم غرض دپاره يې تښتولى ؤ. نن دجمعې په ورځ پيښورکې يومطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال عالمزيب مجاهد خبريالانوڅخه هيله وکړه چې دهغه څخه به دتښتول کيدوپه هکله پوښتنې نۀ کوي خووئ ويل هغه يواځې دااعلان کول غواړي چې نوربه په ډرامواؤفلمونوکې کارنۀ کوي ،حق حلاله روزي به پيداکوي اؤداسې ژوندبه کوي چې الله ورڅخه راضي شي ، بايدوويل شي تيره مياشت دپښتوډرامودوه نورو لويې هنرمندانو ارشدحسين او میراوس هم نامعلومووسله والوتښتولى ؤ اؤچې کله چې بيرته خوشې کړونوهغه هم دهنردنړۍ څخه دتوبې کولواعلان کړى ؤ - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته