(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمشرانو د جرګی غیررسمی غونډه

[06.Mar.2006 - 12:53] د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ( PSDP ) د فرانکفورت د څانګی په نوښت د ګوند د مشرانو د جرګی غیررسمی غونډه په ۱۸ /۲/ ۲۰۰۶ نیټه د ماښام په ۷ بجو په فرانکفرت کې د لالا اقبال په دفتر کې جوړه شوی وه. په غونډه کې د ګوندی کارونو په پر مختګ هر اړخیزه رڼا واچول شوه. د بحث او غور ورسته ټولو ملګرو په یوه اتفاق سره دا لاندی ټکی تصویب کړل. ۱ ـ ګوند او ملګری باید فعال شی د ښه کیدو او د لامنظم کیدو د پاره باید لاری چاری ولټولی شی. ۲ ـ ټول ملګری دی وهڅول شی چې د ګوند د پرمختیا لپاره هلی ځلی وکړی. ۳ ـ د سیمی ، منطقی او نړیوال حالتو په هکله باید ګوند جوتی او څرګندی لاری چاری په ګوته کړی. ۴ ـ راتلونکی حالات د پښتنو د ملی ګټو او ملی بهیر د پاره ګټور بریښي ددغه حالتو څخه باید ګټه واخستل شي. ۵ ـ د ګوند د بنسټیزی ( منشور) او پروګرام په کلکه ملاتړ وشو. ۶ ـ په راتلونکی کې باید یوه بله غونډه ددی غونډی په تسلسل کې جوړه شی. د غونډی برخه وال: ډاکتر کبیر ستوری، علی خان محسود، محمد شیرین ګردیوال، هدایت بنګښ، مبارز څاپی، لالا اقبال، نصیر خان، حاجی عبدالنصیر ستوری، سید عارف جان، سید علی شاه، اکبر خان، لطیف اپریدی ،ډاکتر ماخان(میږی) شینواری، محمد طاهر، میا ضیاالحق، وحید خان، نسیم خان ستوری، سید حبیب، طاهر شاه، سید عالمګیر. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته