(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مومند ايجنسۍ او کاپیسا کی ۶۴ جنګيالي او شمالي وزيرستان کی دمخبرۍ په تور شپږ کسان وژلي شوي

[20.Jan.2009 - 20:53] پاکستاني پوځيانو په مومند ايجنسۍ کې دهوايي الوتکو له لارې دجنګيالو پر پټ ځائيونو بمباري کړې ده چې له امله يې لږ ترلږه ١٧ طالب جنګيالي وژل شوي دي. خپلواکه سرچېنو ددغې وژنې پخلې نه دی کړی. دمومند ايجنسۍ پنډيالي اؤ صافي تحصيل کې دجنګيالو په ضددامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري اؤ نن سحر دايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کې جيټ الوتکو دجنګيالو پر سنګرونو ګوله باري کړې ده. دپنډيالي تحصيل په شاتي کور سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دالوتکو له لارې بمبارۍ کې ١٢ تندلاري وژل شوي اؤ دصافي په کریړ سيمه کې هم دګوله بارۍ له امله ٥ تندلاري وژل شوي دي. لکړو تحصيل کې دامن وامان په نظر کې نيولو سره دلويې لارې دواړو خواؤ ته دخالي کورونو اؤ دوکانونو نړولو لړۍ نن په ٥مه ورځ هم دوام لري. تراوسه ٩٤ خالي کورونه، په لسګونو دوکانونه، دتيلو پمپونه، سکولونه اؤ دروغتيا مرکزونه ړنګ کړل شوي دي. په سيمه کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي اؤ په دننيو اؤ بهرنيو لارو دګاډو لټه روانه ده. بل خوا شمالي وزيرستان کې طالب جنګيالو امريکا ته دجاسوسۍ په تور شپږ تنه وژلي دي. دسرچينو له مخې دګل (دوشنبی) اؤ نهې (سه شنبی)ترمينځ شپه کې دشمالي وزيرستان بيلا بيلو سيمو څخه ٦ مړي ترلاسه شوي دي. دشمالي وزيرستان ميرعلي سيمې څخه په ګولو دسورو ٤ؤ کسانو مړي ترلاسه شوي. همدغه راز ميرانشاه کې دتيلو پمپ سره نزدې ددوؤ کسانو مړي چې مجيد اؤ ګلدار علي نوميږي ترلاسه شوي دي. دمجيد تعلق دکرک ضلعې سره ښودل کيږي اؤګلدار افغان وګړى دى. دوژل شوؤ کسانو دمړو سره په خوا کې يو ليک موندل شوي چې پکې هغوي امريکا ته دجاسوسۍ په تور تورن کړل شوي اؤ خلکو ته خبردارى ورکړل شوى چې امريکا ته دجاسوسۍ کوونکو انجام به هم دغه رقم وي. په دغه ليک کې دا هم ښکل شوي چې کۀ دماښام څخه وړاندې دغه مړي څوک پورته کړي نو هغه به هم دبدو پائيلو سره مخ شي. پوليټيکل چارواکو دټولو کسانو مړي دپيژندګلو لپاره وړلي دي. دتيرو٣ؤ اوونيو په مهال امريکا ته دمخبرۍ په تور لږ ترلږه ٢� کسان وژل شوي دي طالبانو له دې وړاندې هم په لسګونو کسان دمخبرۍ په تور وژلي اؤ ادعا لري چې دغه کسان په افغانستان کې ميشتو امريکايي ځواکونو ته جاسوسي کوي اؤ هم ددغو کسانو په ملاتړ امريکايي جاسوسي الوتکې دهغوي پر پټن ځائيونو بريدونه کوي. امريکايي ځواکونه وايي په افغانستان کې يې دبيلا بيلو عملياتو په مهال د٢ؤ طالب کمانډرانو په ګډون ٢٢ تندلاري وژلي دي. امريکايي ځواکونو په يوه بيانيه کې ويلي دي پوځيانو دافغانستان په کاپيسا ولايت کې دعملياتو په مهال ديوطالب کمانډر په ګډون ١٨ جنګيالي ووژل. بيانيه زياتوي دغو جنګيالو پرافغان اؤ بهرنيو ځواکونو بريدونو کې لاس لرلو. بيانيه وايي دکاپيسا په عملياتو کې ائتلافي ځواکونو ٨ شکمن جنګيالي هم نيولي دي. امريکايي ځواکونه وايي په شمالي کندهار ولايت کې يو طالب کمانډر اؤ ورسره په زابل ولايت کې هم دوه تندلاري وژل شوي دي. پوځ دا نۀ ده په ډاګه کړې چې ددغو عملياتو په مهال بهرنيو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله اوښتې که نه اؤ نۀ هم مخالف لوري تر دې مهاله هغوي ته داوښتي ځاني زيان په هکله څه ويلي دي. وی او ای - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته