(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون مېشتو سيمو په نا امنيو کې پنجابي طالبان لاس لري

[23.Jan.2009 - 10:25] ٢٣/� ١/٢� � ٩ اسلام اباد: پژواک خبري اژانس د سلواغې پر درېيمه څرگنده کړې، چې : دعوامي نېشنل گوند وايي دسوات او نورو قبايلي سيمو په نا امنيو او ورانيو کې د پنجابيوطالبانو لاس دى . د عوامي نېشنل گوند وياند زاهد خان پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې دا مهال په سلگونو پنجابي طالبان په سوات کې فعاليت کوي . هغه زياته کړې، چې دغه پنجابي طالبان په لويه کچه روزل شوي او بيا دغه طالبان په سوات او نورو قبايلي سيمو کې خلکو ته د ځانمرگي بريد او بمي چاودنو روزنې ورکوي. ده زياته کړه : (( موږ داسې پاخه ثبوتونه لاسته راوړي، چې د پنجاب ايالت له بېلا بېلو سيمو څخه راغلي سلگونه پنجابي طالبان دا مهال د سوات په بېلا بېلو برخو کې د بېگناه پښتنو په وژلو لاس پورې کړى دى . )) د نوموړي په وينا، دغه طالبان دسويلي پنجاب اوسېدونکي دي او په گڼ شمېر کې ورانکاريو لپاره افغانستان ته هم ځي . دى وايي، چې په افغانستان کې له وژل کېدو وروسته ددې پنجابيو طالبانو مړي سويلي پنجاب ته انتقالېـږي . د پاکستان د بشري حقونو د سازمان پخوانى رييس او د عوامي نېشنل گوند دسرحد ايالت مشر افراسياب خټک هم دا خبره تائيد کړه چې په سوات کې پنجابيان په وسلوالو عملياتو بوخت دي. هغه زياته کړه چې د سوات ترڅنگ د (پنجابي طالبانو) په نامه ډله په سويلي وزيرستان کې هم فعاليت کوي . د خټک په وينا، دغه طالبان، چې په پنجابيو طالبانو مشهور دي ، زيات خطرناک او د ورانکاريو زياته روزنه يې ليدلې ده . ده زياته کړه : (( مونږ په وار وار له ځايي طالبانو غوښتي، چې د پرديو خلکو لپاره په خپله سيمه اور نه بلوي او نه دې خپل خلک وژني . )) نوموړي له ځايي طالبانو وغوښتل، چې پردي له خپلو سيمو وباسي او د خبرو اترو لاره دې خپله کړي . په سرحد ايالت کې د جماعت اسلامي د گوند پخواني وزير حسين کانجو هم دا خبره تاييد کړه ،چې د سوات او قبايلي سيمو په گډوډيو او نا امنيو کې پټ لاسونه ککړ دي. د تاند د خبر له مخی په سوا ت کښې حالات بدستورکړکيچن دي تحصيل مټه کښې دطالبانواومقامي وکيل صاحب زاده کورنۍ ترمينځه ډزوکښې يوطالب کمانډرشاه خالدووژلې شو اوددې واقع وروسته طالبانوصاحبزاده وکيل اودهغه ځوئې امجداقبال ووژل اوصاحبزاده وکيل مړې ئې نزدې سکول سره په ستنه پورې زوړن کړو اواعلان ئې اوکړوچې دامړې به سباپورې پروت وي اوترآخري اطلاع ترمخه دغه مړې ستنه پورې زواړن دې بلخوامدين کښې دمولوي خانزاده او دهغه زوي تحصيل خان مړې په داسې حالت کښې موندې شوې سرونه ئې تن نه جدادې دغه رنګ تحصيل کبل کښـې طالبانودريوتنانوته دغلاپه تورکښې يوکم څلويښت کوړې دخلقومخامخ ورکړيدي سيکورټئ فورسزمينګوره کښې مقامي کاغذفيکټري باندې شيلنګ کړيدې چې له امله ئې دفيکټرۍ مالک پشمول اووه تنان سخت ژوبل شويدي ياده دي وي چې سوات کښې ديولوئ اپريشن افواګاني چليږي اودنامعلومه وخت پورې دکرفيولګيدوويره ده ولې دسوات ميډياترجمان ترمخه څۀ قسمه اوږده کرفيونشته بلخواد پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري تېره ورځ په خپلې وينا کې داسې هوډمنې اشارې کړې، چې له مخې به يې د صوبه سرحد نوم په پښتونخوا واړول شي. نوموړي د پاکستان د عدليې (قانون) وزارت ته لارښوونه کړې، چې په دې اړه وړانديزونه برابر کړي. اصف علي زرداري په خپلې وينا کې څو ځله د صوبه سرحد په ځاى د پښتونخوا نوم اخيسته او ويلي يې دي، چې د پښتونخوا د صوبې د پرمختيايي چارو لپاره به له ټولو وسيلو کار اخلو او د پښتونخوا د مالي ستونزو د حل لپاره به د صوبايي حکومت سره هر ډول مرسته کوو. د پښتونخوا صوبې او قبايلي سيمو پرمختگ د مرکزي حکومت په لومړيتوبونو کې شامل دى. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته