(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچاخان اؤ ولي خان په کليزه د اسفنديار ولي خان او افراسياب خټک پېغامونه

[24.Jan.2009 - 13:21] د اسفنديار ولي خان او پېغام عمر لکه د باد تېرېږي، د باچا خان او ولي خان د نومونو اورېدو سره راته د هغوي دژوند د يوې يوې لمحې سره د هغوي د تلين هغه منظرونه هم نېغ سترګو ته ودرېږي، په کومه کومه ورځ چې هغوي د پښتنو سره اخري پرېکړه کړې وه او دغه د پېښور د لوئی کننګم پارک او خواوشا لارې کوڅې يواځې د غمژنو پښتنو نرو او ښځو نه ډکې نۀ وې، بلکې په هر طرف اوښکې هم وې او د سلګو اوازونه هم وو چې زړونه به ئې غوڅول، دا مياشت د باچا خان د يوويشتم ا و ولي خان د درېم تلين مياشت ده. شلمه جنورۍ د باچا خان او شپږ ويشتمه جنورۍ د ولي خان زمونږ سره د جدائۍ اخري ورځ وه. چې پېدا شوې تا ژړل خلقو خندا کړه داسې مړ شه چې تۀ خاندې خلق ژاړي
د دې هر څۀ باوجود لکه زما د هر پښتون زړۀ او ذهن د وياړنې د هغې سرور نه ډک دی چې دغو دواړو بې بدله شخصيتونو په خپل ځان او ژوند لوبې وکړې خو د وخت ظلم او جبر ته ئې سرونه راټيټ نۀ کړی شو او خلقو ته د نۀ رسايۍ باوجود ئې خپله فلسفه او پېغام ور ورسول او هغه فرض ئې ادا کړل د کوم چې هغوي د لوئی خدائی پاک او پښتنو سره لوظونه کړي وو. د وياړ او زړۀ غټاوي خبره دا ده چې د پښتنو ټول تاريخ د يو قسم تورې او مړانې نه ډک دی او د باچا خان او ولي خان توره او مړانه د يو نوي قسم تاريخ آغاز کوي او دوي ته يو انفراديت وربخښي، دغه تاريخ د عدم تشدد د فلسفې امن، مينې، ورورولۍ، قلم، کتاب، ذهن او شعور تاريخ دی او په نړۍ کښې د يو قوم په حېثيت د ځان پېژندنې تاريخ دی او دا زمونږ د پښتون قام د ژوند ژواک يو داسې بختوره مرحله ده چې زمونږ فکرونو ته د الوت وزرې ورکولې شي. کومو رهبرانو چې يوه پېړۍ د امن او عدم تشدد دپاره کار وکړو نو دا ډېر د افسوس او ارمان ځائی دی چې د هغې خلقو وطن نن په ټوله دنيا کښې يواځينی ځائی دی چې هر خوا وينې دي او د اور لمبې دي او پښتانۀ قتلېږي او پکښې سوزېږي. دا هم د افسوس مقام دی چې غلطۍ د دې ملک غېر جمهوري حکمرانانو وکړې او ملبه ئې ټوله د پښتنو په سر راپرېوته. بيا هم مونږ له د پښتنو اجتماعي غېرت او د باچا خان او ولي خان د عملي جدوجهد فکر او فلسفې رڼاګانې ډاډ راکوي چې د قومونو په ژوند کښې دغسې حادثې راځي. هغه ورځ لرې نۀ ده چې مونږ په دغه قسم ټولو حالاتو بری ومومو او ټول پښتانۀ د وحدت په يوه لاره د منزل په لور روان وساتو. مونږ د خپل تاريخ په دې موړ د دغو دواړو تاريخي هستيو د روحونو سره لوظ تازه کوو چې زمونږ ټولې هلې ځلې به د هغوي دخيال او فکر، فکر او عملي فلسفې په نوم وي. د پښتنو د بقاء د جنګ په دغه مرحله کښې به مونږ د لوئی خدائی د رحم و کرم سره سره د هغوي او د هغوي د ملګرو روحونه هم د خپلې رهنمايۍ دپاره رابلو. زمونږ ژوند او ژواک د پښتنو د اجتماعيت د بقاء نۀ يواځې يوه برخه ده بلکې دا زمونږ سره د پښتنو هغه امانت دی چې هېچرې به خيانت کېږي نۀ. د باچا خان او ولي خان کردار او عمل زمونږ د پښتنو په لاسو کښې هغه رڼاګانې دي چې د هرې تورې تيارې سينه غوڅولی شي او مونږ خپل منزل ته رسولی شي. انشاءالله اسفنديار ولي خان باچاخان مرکز پېښور د عوامي نېشنل پارټئ صوبائي صدر ښاغلي افراسياب خټک پېغام د غلامۍ او بې وسۍ په يو داسې دور کښې چې هر خوا مايوسي او بې حسي خوره وه او په ټول برصغير د پېرنګي د راج بېرغ رپېدو او بل خوا د پښتنو په ژوند تورتم راخور وۀ او دوي په سياسي، معاشي او معاشرتي توګه د يو زپلي شوي قوم په رنګ وو، د تاريخ په دې نازک پړاؤ الله تعالٰي د لارښودنې دپاره يو داسې ستر انسان پېدا کړو چې په تاريخ کښې د باچا خان او خان عبدالغفار خان په نوم يادېږي. باچا خان د پښتنو د ژوند بېړۍ د ډوبېدو نه بچ کړه او چنګ ونګ او تس نس پښتانۀ ئې په يو سوچ، په يوه نظريه او يو مرکز راټول کړل. باچا خان د پښتنو کلي په کلي، کوڅه په کوڅه او کور په کور وګرځېدو، خپل د امن، مينې او يووالي پېغام ئې ټول اولس ته ورسولو، خلق ئې د خپلو مسئلو نه خبردار کړل او د کشالو د هوارولو لار ئې هم ورته په ګوته کړه. باچا خان خپله فلسفه پښتنو ته وړاندې کړه. پښتنو د باچا خان، د هغۀ د فلسفې، عمل او کردار موازنه د خپل عمل او کردار سره وکړه او چې څۀ غلطۍ په دوي کښې وې هغه ئې د باچا خان د فلسفې په رڼا کښې لرې کړې. د تاريخ په هر پړاؤ د باچا خان او ولي خان فلسفو د هغوي عمل او کردار پښتنو ته لار سمه کړې ده. د هغوي د تلينونو په موقع مونږ خپلې زندګۍ د هغوي په عمل او کردار د قربانولو دپاره نذرانه کوو. الله تعالٰي دې په خپل رحم او کرم د هغې دوو سترو مشرانو د لارښودنې سېوری تل د پښتنو په سر لري. آمين - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته