(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لندن کې د سوات په پیښو قهرژنه مظاهره و شوه

[02.Feb.2009 - 20:31] 02.02.2009:پرون په ۱/فبرورئ ۲۰۰۹ نیټه د لری او بری پښتونخوا په سلګونو مظاهره چيانو په سوات کې روان پوځي عملياتو اود طالب جنګيالولخوا د عامو خلکوحلالولو او وژنو پر ضد د برطانيي پايتخت لندن کې د صدراعظم ګورډن براؤن دفتر مخې ته مظاهره وکړه احتجاج کوؤنکو د پاکستان حکومت او پوځ پر ضد شعارونه وهل. مظاهره کې د سوات سره تعلق لرونکي يو تن عالم خان ډيوه ريډيو ته ويلي په سوات کې پوځيان او طالبان د شپې ملگري وي او د ورځې د دروغو دښمنان وي. د خبرو په مهال عالم خان وويل پوځ او طالبان په سوات کې د پښتنو په وژنه کې يو شان شريک دي. دوى د لاريون په پاى کې ياداښت وسپاره چې په افغانستان او پاکستان کې ترهگري او په قبايلي سيموکې د نجونو پر زده کړه بنديز پکې غندل شوى دی . مظاهره چيانو د لومړي وزير د فتر (ډاوننيگ سټريت) ته یو لیک کې د پاکستان حکومت او پوځ نه سوات کې پخپله او د طالب جنگيالو لخوا د عامو خلکو وژنې اودرولو او د طالب جنگیالو پر ضد کلک گامونه پورته کولو غوښتنه اوکړه. همدارنګه دوی له برتانوي حکومته د مرستې غوښتنه کړې ده . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته