(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په خیبر او اورکزئ ایجنسیو کی ٥٢تندلاري وژل شوي دي.

[06.Feb.2009 - 17:53] 06.02.2009:دخيبراؤاورکزئ ايجنسيوپه ګډه پوله دمليشه ځواکونو بمباری لۀ امله لږترلږه ٥٢ تندلاري وژل شوي اؤګڼ نورژوبل دي. دسرچينولۀ مخې دغه ګوله باري په چهپرئ فيروزسيمه هغه مهال وشوه کله چې مليشه ځواکونوپه سيمه کې په لويه پيمانه دتندلارودموجوديت خبرترلاسه کړو. لومړي راپورونه وايي په ګوله بارۍ کې دتندلارو پنځه مرکزونه هم لۀ مينځه وړل شوي دي اؤ ددې ترڅنګ دهغوئ اته ګاډي تباه کړل شوي دي. تردې مهال دپاکستاني پوځ لخوا د دغوعملياتوپه هکله په رسمي ډول کوم بيان دمطبوعاتو په واک کې نۀ دى ورکړل شوى خودسيمې څخه ازادوسرچينو او د خېبر ایجنسۍ پولیټکل ایجنټ طارق حیات خان میډیا ته ویلي ترسره شوې ګوله بارۍ کې لږ ترلږه ٥٢تندلاري وژل شوي دي. بلخواپه خيبرايجنسۍ کې يو ځانمرګي خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک ګاډى دامنيتي ځواکونو دپوستې سره ټکر کړى چې له امله يې شپږ کسان ژوبل شوي دي. په ژوبل شوؤ کې يو خاصه دار اؤ دوه ماشومان هم شامل دي. دغه پيښه نن دجمعې په ورځ دخيبرايجنسۍ د جمرود تحصيل دټيډي بازار سره نزدې رامينځته شوې ده. دجمرود پوليټيکل چارواکي بختيار مهمند خبريالانو ته وويل ځانمرګى تن په يو موټر کې ناست وؤاؤ خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک ګاډى يې دامنيتي پوستې سره ټکر کړو چې له امله يې يوه درنه چاؤدنه وشوه. دهغۀ وينا وه په دغه پيښه کې ١عسکر اؤ٥ عام خلک ژوبل شوي چې دتداوۍ لپاره روغتون ته رسول شوي دي. دچاؤدنې له امله خواؤشا ولاړو نورو ګاډو ته هم زيان اوښتى اؤ دپیښور جلال اباد ترمينځ لويه لار تر څه وخته دګاډو دتګ راتګ لپاره بنده پاتې شوه. دپاکستاني طالبانو دغورځنګ وياند مولوي عمر ددغه پيښې دمسؤليت په غاړه داخستو په ترڅ کې خبريالانو ته وويل ترڅو چې دپاکستان حکومت په خيبرايجنسۍ، سوات اؤ نورو قبائيلي سيمو کې دطالبانو په ضد روان عمليات ختم کړي نۀ وي هغوي به دغه رقم بريدونو ته دوام ورکړي. مولوي عمر ګواښ وکړو چې دپوځي عملياتو دنۀ بندولو په صورت کې به افغانستان کې ميشتو دناټو ځواکونو ته دپاکستان دلارې درسول کيدونکو مالونو درسد مخه نيسي اؤ زمکنۍ لاره به يې قطع کوي. دهغۀ وينا وه طالبانو دتيرو څو ورځو په عملياتو کې خلکو ته وښودله چې دناټو ځواکونو ته دسامانونو درسد دمخنيوي بشپړ توان لري. په شمالي وزيرستان کې دوه کسان دځايې طالبانو لخوا امريکا ته دمخبرۍ کولو په تور وژلي دي چې مړي يې د ميران شاه درزمک بازار سره نزدې ترلاسه شوي دي. ددغه کسانو دمړو سره يو ليک هم موندل شوي چې پکې وژل شوي کسان امريکا ته دجاسوسۍ په تور تورن کړل شوي اؤ نورو خلکو ته پکې ګواښ شوى دى چې هر څوک دامريکا دپاره مخبري کوي ددغه رقم انجام سره به مخ کيږي. يو قبائيلي امنيتي چارواکي احمدخان خبريالانو ته ويلي دي امريکا ته دجاسوسۍ په تور وژل شوي دغه دواړه کسان ځايې دي اؤ دهغوي پيژندګلو دعلم پير اؤ خان په نومونو سره شوې ده. خان وويل په ليک کې خلکو ته خبردارى ورکړل شوى چې له غرمې څخه وړاندې دغه مړي څوک پورته نۀ کړي. هغۀ وويل کيدى شي دغه کسان بيګاه دشپې وژل شوي وي ځکه چې ځايې اوسيدونکو دټوپک ډزې اوريدلې وې. په شمالي اؤ جنوبي وزيرستان کې جنګيالي اکثره وخت قبائيليان تښتوي اؤ وروسته يې امريکا دجاسوسۍ په تور وژني. په يوه مياشت کې امريکا لپاره دمخبرۍ په تور ٣� تنه وژل شوي چې پکې ځايې اؤ غيرملکي وګړي شامل دي. طالبان وايي په هغوي دامريکا جاسوسي الوتکې بريدونه دځايې خلکو په مخبرۍ کوي خو طالبانو تراوسه په دغه هکله ميډيا ته کوم ثبوت نۀ دى وړاندې کړى. همدا راز دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي په سوات اؤ قبائيلي سيمو کښې به په هر قيمت حکومتى واک ټينګولى شي اؤ ترهګر به کله هم خپلسرۍ ته پرې نۀ ښودلى شي. نن دجمعې په ورځ پيښور ته له رارسيدو وروسته ګورنر هاؤس کې دقبائيلي سيمو، سوات اؤ صوبې دامنيت په هکله جوړې شوې داوچتې پايې يوې غونډې ته دوينا په مهال جمهوررئيس زرداري وويل حکومت دتندلاريتوب اؤ ترهګرۍ دله مينځه وړلو لپاره جنګ ته په اخلاص مټې رابډ وهلي دي اؤ په هر قيمت به دسوات اؤ قبائيلي سيمو په ګډون په ټول هيواد کې امنيت ټينګوي. جمهوررئيس وويل تندلارو ته به کله هم ميدان خالي پرې نۀ ښودل شي اؤ حکومت به په پوره توان سره دهغوي ناوړه ارادې شنډوي. ښاغلي زرداري زياته کړه دترهه ګرۍ په ضد روانې جګړې ګټلو دپاره به نړيوالې ټولنې ته پاکستان سره بشپړ مرستې کول وي. هغه دا هم وويل په قبائيلي سيموکې دترهه ګرۍ په ضد دبوختو خاصه دارو دمعاش اؤ نورو اسانتياوؤ ، په وړانديز حکومت غور کوي. اصف علي زرداري وويل حکومت به دترهه ګرۍ په ضد روانه جګه کې دبرياليتوب ترلاسه کولو دپاره ټولې وسيلې پکار راولي. ده په نړيوالو موسيسو غږ وکړو چې په سوات اؤ قبائيلي سيمو کې دترهه ګرۍ په ضد روانه جګړه کې څومره بې ګناه خلک اغيزمن شوي بايد دهغوي په هکله بشپړ مالومات راغونډ اؤ دمرستې دپاره ورسره عملي ګامونه واخستل شي. ټاکل شوې ده جمهوررئيس اصف علي زرداري به سبا دپيښور په ګورنر هاؤس کې دقبائيلي مشرانو يوې جرګې سره هم ويني اؤ ورسره به قبائيلي سيمو کې دروانو پوځي عملياتو په هکله خبرې اترې وکړي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته