(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د انجنير عبدلوکيل متين او ډاکتر عبدالرحمن زماني په وياړ غونډه جوړه شوه

[09.Feb.2009 - 20:17] د کليفورنيا په ايالت کې افغاني کلتوري ټولنې د هېواد د پېژندل شوي شاعر او ليکوال ښاغلي انجنير عبدلاوکيل متين د اشعارو، او د ښاغلي ډاکتر عبدالرحمن زماني د نوؤ کتابونو د خپرېدو په وياړ د فريمانت په ښار کې يوه درنه غونډه رابللې وه چې زمونږ ګڼ شمېر هېوادوالو په کې ګډون درلود � دا غونډه د پاک کلام د مباره کو ايتونو په لوستلو سره چې د الحاج ډګروال احمدسعيدخان خوګېاڼي له خوا قرائت شوه ،پېل او بيا د افغاني کلتوري ټولنې مشر ښاغلي الحاج عزيزالله زمريالي دا درنه غونډه په خپله وينا او ګډونوالو ته د ښه راغلاست، او هر کلي په وړاندې کولو سره پرانېستله� وروسته د غونډې وياند ښاغلي حبيب هوتکي ويناوالو ته په خپل نوبت سره د خبرو بلنه ورکوله چې دا لاندې ښاغلو او اغلو ويناوالو په نوبت سره د غونډې د اجندا په اړه خپلې ويناوې او شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړې، چې د ګډونوالو د تاوده هرکلي سره مخامخ شوې� د غونډې په لمړيؤ شيبو کې د دواړو ليکوالانو لنډه پېژندنه د انجنير فريد وردګ له خوا غونډې ته وړاندې شوه� ١-ښاغلي پوهاند داکتر محمد حسن کاکړ ٢-ښاغلي داکتر سيد عبدالله کاظم ٣-ښاغلي فضل الغني مجددي ٤- ښاغلي داکتر صبحان هاتفي ٥-ښاغلي ا نجنير سميع ستانکزۍ ٦-مېرمن ناجيه کريم قيوم ٧-ښاغلي محمد حامد الوتاند ٨-ښاغلي عبدلا سلام فرزام ٩-ښاغلي حېدر جبارخېل ١� -ښاغلي تېمورشا ه مست خېل د يادونې وړ ده چې دا لمانځنې ته زمونږ هېوادوالو د نړۍ له ګوډ ،ګوډ څخه خپلې ليکنې او اشعار را استولي وه چې د کنړ د ولايت څخه د ښاغلي سلطان محمود سالمزي شعر د غونډې وياند ښاغلي حبيب هوتکي او د کانادا د تورنتو د ښار څخه د ښاغلي انجنير سېدا جان کليوال مقاله د ښاغلي الحاج محمد حسن شېرزاد له خوا ولوستل شوه� په پای کې د کليفورنيا د هېوارد د ښار د پوهنتون رئيس ښاغلي داکتر عبدالقيوم قيومي له خوا دا درنه غونډه وه ارزول شوه� - حميد الوتاند
بېرته شاته