(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رچرډ هالبروک دمومندايجنسۍ څخه ليدنه وکړه

[11.Feb.2009 - 20:31] 11.02.2009:دپاکستان اؤ افغانستان دپاره دامريکايي جمهوررئيس باراک اوباما ځانګړي استازي رچرډ هالبروک نن د منځنئ ( شورو یا چارشنبی) په ورځ د مومندايجنسۍ څخه ليدنه کړې اؤ دغلته ورته دترهه ګرۍ اؤ تندلاريتوب په ضد دروانو پوځي عملياتو په هکله احوال تير کړل شوى دى. هالبروک چې د دوه نئ (ګل یا دوشنبی) په ورځ دپاکستان په څلور ورځني سفر پلازمينى اسلام اباد ته رسيدلى ؤ پرون يې دپاکستان جمهوررئيس ، صدراعظم ، دبهرنيو چارو وزير اؤ نورو لوړپوړو چارواکو سره ليدنې ترسره کړې وې اؤ نن د دوه نئ (ګل یا دوشنبی) په ورځ په سختو امنيتي تدابيرو کې د پيښور ښار ته رارسيدلى دى. دامريکا جمهوررئيس ځانګړى استازي رچرډ هالبروک په داسې حال کې دمومندايجنسۍ څخه ليدنه ترسره کړه چې په ځمکنيو لارو دسخت امنيتي تداوبيرو ترڅنګ په هوا کې هم هيلي کاپټرو ګزمې کولې. مومند ايجنسۍ ته له رسيدو وروسته دمومندرائفلز په هيډکوارټر کې نوموړي ته دقبائيلي سيمو کشر سکترياايډيشنل چيف سکترحبيب الله په قبائيلي سيمو کې دروانو عملياتو په هکله حال احوال تير کړو اؤ هاغه برياليتوبونه يې ورته په ګوته کړل چې ددغو عملياتو په مهال امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي. نوموړی لنډي کوتل ته هم تلی وو. دسيمې څخه باوري پوځي سرچينو ډيوه ته وويل رچرډ هالبروک ته دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا په قبائيلي سيمو کې دترسره شوؤ بريدونو له امله داوښتو زيانونو په هکله هم خبر ورکړل شو. دامريکايي جمهوررئيس ځانګړي استازي نن دسوبائی ګورنر سره هم ليدلي اؤ ورسره يې دترهه ګرۍ په ضد په روانه جګړه، دافغانستان اؤ پاکستان دګډو پولو په وضعيت، قبائيلي سيمو کې دپرمختيايي پروژو اؤ نورو مهمو چارو په اړوند خبرې اترې کړي دي. سرچينې وايي ګورنر سره دليدنې په مهال رچرډ هالبروک وويل هغه پاکستان ته ددې غرض لپاره راغلى ترڅو په زمکنيو حقيقتونو ځان پوهه کړي اؤدترهه ګرۍ په ضد روانه جګړه کې دسيمه ييزې همکارۍ غوره لارې چارې ولټوي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته