(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپيښور په بمی چاودنه کی عالمزيب خان وژل شوى

[11.Feb.2009 - 20:46] 11.02.2009:په پيښور کې ديوې بمي چاؤدنې له امله دواکمنې سياسي ډلې عوامي نيشنل پارټۍ ANPغړی او د پښتونخوا سوبائی اسمبلۍ ممبر عالمزيب خان وژل شوى اؤ 13 کسان نور ژوبل شوي دي. دغه بمي چاؤدنه نن د منځنئ ( شورو یا چارشنبی) په ورځ سحر مهال په دله زاک روډ مومن ټاؤن سيمه کې هاغه مهال وشوه چې دسوبائی اسمبلۍ غړى عالمزيب خان دخپل کور څخه په ګاډي کې کښيناستو. دبمونو خنثي کوونکي پوليس وايي دا دريموټ کنټرول بم چاؤدنه وه چې پکې د5ؤ کیلو پورې چاؤديدونکي مواد کارول شوي دي. په پيښور ښار کې دسوبايي اسمبلۍ په غړي دغه بريد په داسې مهال شوى دى چې دافغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکا ځانګړى استازى رچرډ هالبروک دپيښور په سفر تللى اؤ هلته ورته دترهه ګرۍ اؤ تندلاريتوب په ضددروانې جګړې په هکله دګورنر په ماڼۍ کې احوال تير کړل شوى دى. داطلاعاتو صوبايي وزير ميا افتخار حسين دعالمزيب خان وژنه دغندلې ده اؤ ددې مقصد ئی سوبايي حکومت دامن دټينګښت دلارې څخه په شا کول دي خو حکومت به کله هم دترهه ګرو مخې ته خپل سرونه نۀ ټيټوي. مياافتخار حسين وويل عوامي نيشنل پارټۍ ته زيات ګواښونه پيښ دي خو زمونږه ولولې به دترهه ګرو په وړاندې نۀ کمزورې کيږي. له دې وړاندې دعوامي نيشنل ګوندپه مشر اسفنديارولي خان هم چارسده کې دخپلې حجرې دننه ځانمرګي بريد ترسره شوى اؤ په سوات کې دعوامي نيشنل ګوندپه مرکزی مشر ښاغلی افضل خان لالا هم څو واری مرګوني بریدونه شوی او د داى اين پي ګڼ شمير نور مشران ياخو دتندلارو لخوا په شوؤ بريدونو کې وژل شوي اؤ يا هم کورونه اؤمارکيټونه يې په بمونو الوځول شوي دي. ارواښاد عالمزيب خان د۱۹۶۰ کال دمارچ پر ۱۱ نېټه په دير کې زېږېدلی او دقانون پوهنې په برخه کې يې خپلې زده کړې ترسره کړې وې. نوموړي پر ۲۰۰۲ کال دعوامي نېشنل ګوندANP په چوکاټ کې عملي سياست پيل کړ.د۲۰۰۸ ز کال په ايالتي ټولټاکنو کې دپېښور له لومړۍ حلقې PF1نه کانديد ؤ چې په درانه اکثريت يې رايې وګټلې او دايالتي اسامبلې دغړي په توګه وټاکل شو. نوموړی نن سهار ۱۱/فبرورئ /۲۰۰۹ نیټه هغه وخت دماين په چاودنه کې ټپي او وروسته په روغتون کې وفات شو چې دکور مخې ته يې ځای پرځای شوی ماين پرې وچاودېد. تر دی دمه هیچا ددی بمی برید پړه چا په غاړه نده اخستلی.
Peshawar Bomb Blast: MPA Alam Zeb Khan passes Away
Wednesday, 11 February 2009 Haji Alam Zeb Khan, Awami Natinal Party´s MPA from PF-1 Peshawar is seriously injured in a bomb blast here in Peshawar a while ago along with 13 other people including his brother. He is under intensive care at Lady Reading Hospital Peshawar. He was the main target of the attack. We are sorry to inform all our visitors & party workers that Alam Zeb Khan passes away in operation theater. د پښتنو ټولنیز اولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Patry - PSDPد ارواښاد عالمزيب خان مړینه پښتون ملت ته لویه ضایعه بولی او د زړه له تله خفګان څرګندوی،د اروښاد د کورنۍ غړو او ټولو سیاسی ملګرو سره یی پدغه دروندغم کې ځان شریک ګڼی. روح دی ښاد وی، جنت فردوس دی په نصیب شی. په درنښت د پښتنو ټولنیز اولسولیزګوند - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته