(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بهرني طالبان د هلمند اوسېدونکي ډاروي

[18.Feb.2009 - 22:32] په هلمند کې د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريالانو ليکنه تاند:افغانان په دې جګړه ځپلي ولايت کې وايي، چې زياتره ياغيان پښتانه، نه دي او له نورو هېوادونو څخه راغلي او د ځايي خلکو په وړاندې له ظلم او زور څخه کار اخلي. عبدالجليل لا اوس هم خپه دی، چې له لښکرګاه څخه خپلې ولسوالۍ، خانشين ته په لار کې د طالبانو له ناوړه او خراب چال چلند سره مخامخ شوی و. "زه ښا رته د کاروبار لپاره راغلی وم. د بېرته تګ پر مهال په لار کې طالبانو ودرولم. هغوی ولټولم او په جاسوسۍ يې تورن کړم. بيا يې خپل مرکز ته بوتلم. له ما څخه يې زياتې پوښتنې وکړې او راته يې وويل، چې حکومت ته جاسوسي کوم. هغوی راته ګواښ وکړ، چې که بيا د لښکرګاه پر لوري راشم نو وبه مې وژني." دا ځوان وايي نوموړي طالبان افغانان نه، بلکې بهرنيان وو او په هغه مرکز کې هم ټول هغه بهرنيان وو، چې هغه يې ورته د څېړنو لپاره بېولى و. هغه وويل: "هغوی زياتره پنجابيان وو. پاتې نور د نورو هېوادونو وو. که هغوی افغانان وای، نو دومره به خپه شوی نه وای. اوس بهرنيان له موږ سره لوبې کوي." هغه وويل د ياغيانو په مرکز کې يوه پلا له نېکه مرغه هغه يو ځايي طالب وليد، چې د مخه يې ورسره پېژندل او هغه ورسره په خوشې کېدو کې مرسته وکړه. د بهرنيانو شتون په جګړه ځپلي ولايت هلمند کې يوه چاودېدونکې موضوع ده، چې پرله پسې په کې د ياغيانو او نړيوالو پوځونو تر منځ سختې جګړې روانې وي، کله ناکله هره ورځ يو ځانمرګى بريد ترسره کېږي. زياتره اوسېدونکي وايي ناامني د هغوی ستره ستونزه ده. په هلمند کې خلک د امنيت د خرابوالی پړه يوازې پر افغان طالبانو نه اچوي، بلکې پر هغو طالبانو يې اچوي چې په پاکستان کې روزل کېږي او له پولې دېخوا ته رااوړي. په پاکستاني ښارونو، لکه کوټې او پېښور کې، ديني مدرسې او د روزنې مرکزونه ځانمرګي بريد کوونکي او جهادي جنګيالي روزي او هغوی بيا افغانستان ته رالېږي او د بدمرغيو لامل کېږي. دې موضوع د افغانستان اړيکې له ګاونډي پاکستان سره خړې پړې کړې دي. ولسمشر حامد کرزی او پروېزمشرف په برالا پر يو بل باندې تورونه لګولي دي. افغان ولسمشر خپل پاکستاني سيال تورن کړی، چې د بنسټپالو مخه نه شي نيولای او مشرف بيا په خپل وار په کرزي باندې په خپل هېواد کې په پېښو باندې د ناخبرۍ پړه اچولې ده. ايران هم په دې وروستيو کې طالبانو ته د وسلو د چمتو کولو له امله تر نيوکو لاندې راغلی دی. د هلمند اوسېدونکي وايي چې اوس د ايران د بلوچستان د سيستان له جنوب ختيځ ولايت څخه جنګيالي افغانستان ته رااوړي او هلمند ولايت ته راځي. بلوڅان د ايران د ډېرکيو شعيه ګانو برعکس سني مسلمانان دي. افغانان په دې باور دي، چې تهران په لاسي ډول جنګيالي افغانستان ته رااستوي. څنګه چې د ايران د هستوي دستګاه په وړاندې ناندرۍ روانې دي، ايران غواړي نړيوال پوځونه دلته بوخت وساتي ترڅو ونه شي کړای پر ايران باندې بريد وکړي. د هلمند اوسېدونکي وايي په هغو ولسواليو کې چې د طالبانو په لا س کې دي، د افغاني طالبانو په پرتله بهرني طالبان برلاسي دي. له پاکستان سره پر پوله د ګرمسېر او دېشو پرتې ولسوالۍ او همدارنګه خانشين اوس د بهرنيو طالبانو له خوا چلېږي او د زياترو خلکو په وينا شمېره يې له کورنيو طالبانو وراوړي. په دې سيمو کې اوسېدونکي خلک ادعا کوي، چې دغه بهرني طالبان ورسره ډېر ناوړه چال چلند کوي. په هغوی کې پاکستانيان، چيچينيان، ازبکان او بلوڅان شامل دي. هغه اوسېدونکي چې د افغان حکومت تر لاس لاندې سيمو ته تګ راتګ کوي وايي، چې کورونو ته د بېرته ستنېدو پر مهال له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي. بهرني طالبان هغوی دروي او حکومت ته په جاسوسۍ يې تورنوي. يو زيات شمېر ادعا کوي، چې د ورځو ورځو لپاره په بند کې ساتل کېږي، ترڅو خپل خپلوان يې راشي او د پيسو په بدل کې يې خوشې کړي. د خانشين اوسېدونکي، ٢٣ کلن رحمت الله وويل: "ټول واک د بهرنيو طالبانو په لاس کې دی. هغوی څنګه چې زړه يې وغواړي د دې ولسوالۍ پر اوسېدونکو باندې ظلم او تېری کوي." هغه وويل: "په خانشين کې يو لږ شمېر افغان طالبان شته. زياتره يې پنجابيان يا بلوڅان دي. له ځايي خلکو سره ډېر ناوړه سلوک کوي. که څوک لښکرګاه ته ځي، نو له راتګ څخه وروسته يې نيسي. خپل مرکز ته يې بيايي، د جاسوسۍ تور پرې لګوي او بيا يې وهي ډبوي. جريمه کوي يې، پيسې ترې اخلي او بيا يې خوشې کوي." زيات خلک له دې خطر سره مخامخ دي او له دې امله نه غواړي له بهرنيو طالبانو سره مخامخ شي. رحمت الله وويل: "زما ورور له شپږو مياشتو راهيسې په کور کې اوسېږي. هغه له کوره بهر نه وځي. که لاړ شي، نو خدای پوهېږي، چې څه چل به ورباندې وشي." د طالبانو يو قوماندان، چې د نوم د نه ښوولو په شرط يې خبرې کولې، په سيمه کې د بهرنيو طالبانو د شتون پخلی وکړ. هغه وويل: "هغوی د جهاد د سپېڅلې هدف لپاره دلته راغلي. هغوی له شريعت سره سم جګړه کوي. هېڅ بهرنی طالب د قوماندان په توګه نه ټاکل کېږي." نوموړي قوماندان د يو لړ ناوړه چال چلند خبره ومنله. هغه وويل: "داسې خبرې پېښېدای شي، په تېره بيا په دېشو او خانشين ولسواليو کې چې له پاکستان سره پر ګډې پولې پرتې دي. خلک بايد موږ ته ووايي، ترڅو له دغه ظلم او تېري سره مقابله وکړو. موږ چا ته اجازه نه ورکوو، چې ظلم او وحشت وکړي. موږ يو سيسټم لرو او که څوک ناوړه چال چلند وکړي، نو پوښتنې ګروېږنې ورڅخه کوو." خو په عمل کې دا سيسټم نه پلی کېږي او کار نه کوي. د دېشو د ولسوالۍ يو اوسېدونکي، ٣٥ کلن ماموخان وويل: "افغاني طالبان له موږ سره ښه چال چلند کوي. خو پنجابيان او بلوڅان خراب خلک دي. هغوی له موږ څخه پيسې اخلي، وهي ډبوي مو او په خپلو بنديخانو کې مو اچوي." هغه وويل، له دې امله د ېشو ولسوالي تر يوې کچې پورې عادي ژوند نه لري. ماموخان وويل: "کله چې د کاروبار خاوندان، سوداګر او نور خلک دلته راشي او موږ ته د خدمت خبرې وکړي دا بهرني طالبان يې نيسي او د ناتو او يا افغان حکومت ته په جاسوسۍ يې تورنوي او د مرګ له سزا سره يې مخامخوي." د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سيمو کې له محاکمې پرته د اعدامونو بېلګې هم موجودې دي. په دې کې د کابل اوسېدونکی، ترجمان، اجمل نقشبندي سر له تنې جلا شوی و، چې په اپرېل مياشت کې په نادعلي کې نيول شوی و او د ګريشک په ولسوالۍ کې يو پنځلس کلن هلک غرغره شوی و. له موسی کلا، سنګين، ګريشک او نورو ولسواليو څخه د خلکو په وړاندې د غرغره کولو رپوټونه هم رسېدلي دي. خو امنيتي ستونزې او ليرې ځايونو ته د نه رسېدا ستونزې ددې رپوټونو پخلی ګرانوي. د ماموخان د وينا له مخې د ظالمانه چال چلند په وړاندې بهرني جنګيالي مسوول دي. هغه وايي: "زموږ په ولسوالۍ کې د ګوتو په شمېرافغاني طالبان دي. زه له هغوی سره هر راز مرسته کوم، ځکه که څه پېښ شي، هغوی بيا هم افغانان دي." بهرنيان زياتره د هلمند په سهيلي سيمو کې شتون لري، خو داسې جنګيالي هم شته چې نورو ولسواليو ته لار پيدا کوي. د هلمند ولايت شمال ته د موسی کلا ولسوالي د فبرورۍ د مياشتې راهيسې د طالبانو تر سپين بيرغ لاندې وه او څو مياشتې کېږي له جنګ جګړو او جنايتونو څخه بېغمه ده، هغه چې د دغه ولايت نورې پاتې سيمې ورسره زياتې مخامخ دي. د اوړي په بهير کې زيات شمېر اوسېدونکو د طالبانو له ادارې څخه خوښي څرګندوله او ويل يې هغه امنيت چې هغوی راورستی و، د هغوی له خوا له لګول شويو محدوديتونو څخه خورا زيات ارزښت لري. د ځايي استوګنو د وينا له مخې د موسی کلا په څېر شمال ته پرتو ولسواليو ته بهرنيو طالبانو مخ په زياتېدونکي توګه لاره موندلې وه. په هلمند کې د ملي اردو مشر قوماندان، تورن جنرال غلام محى الدين غوري اسوشيټېد پريس خبري اژانس ته ويلي وو چې په موسی کلا کې بهرني جنګيالي شته او ښايي د ځايي قومي مشرانو او حکومت تر منځ د سولې په خبرو اترو کې خنډونه رامنځته کړي. هغه له اسوشٍيټيډ پريس سره په يوې مرکې کې ويلي و: "موږ له طالبانو څخه د موسی کلا د نيولو لپاره له قومي مشرانو سره خبرې اترې پيل کړي. قومي مشران هم د دې طالبانو په اړه اندېښنمن دي، ځکه بهرني جنګيالي لکه عربان، چيچنيايان، بلوڅان او ازبکان هلته په موسی کلا کې موجود دي. پاى د بست پرله پسې ۲۳ مه ګڼه- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته